طالبانو په بامیانو کې د دوه ښځو په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي

د طالبانو ستره محکمه دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې په بامیانو ولایت کې یې د دوه ښځو په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په وینا، دغه کسان د «لواطت، زنا او نامشروع اړیکو» په تور تورن وو.