• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې دویمه ماته وخوړه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ښځو والیبال په سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د کوربه هېواد مالدیف پروړاندې لوبه وکړه، چې په پایله کې یې ۰–۳ ماتې وخوړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې هم د قرغزستان پر وړاندې ۰–۳ ماتې خوړلې وه.
د مرکزي اسیا د ښځو د واليبال سيالۍ د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د افغانستان، مالدیف، بنګله‌دېش او قرغزستان د لوبډلو په ګډون په مالدیف هېواد کې پيل شوي او د مرغومې تر ۴مې به دوام وکړي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

سردار احمد شکیب د اسلام‌اباد ډیپلوماټیک لیګ کې د طالبانو سفارت د فوټبال لوبډلې بریا ستایلې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۰
100%

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب وايي، د اسلام‌اباد د ډیپلوماټیک لیګ په نهم پړاو کې د طالبانو سفارت د فوټبال لوبډلې لوبه او پرله‌پسې بریاوې د ویاړ وړ دي. په دغه لیک د سفارت لوبډلې څلور سیالۍ سر په سر ګټلي دي.

د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د اسلام‌اباد د ډیپلوماټیک لیګ (نهم پړاو) په سیالیو کې د سفارت د فوټبال لوبډلې غوره فعالیت د ستاینې وړ دی.

هغه ویلي، چې یادې لوبډلې څلور لوبې ترسره کړې او په ټولو کې بریالۍ شوې ده، چې پکې په وروستۍ لوبه کې د ۱۵–۲ په لوی توپیر بریا هم شامله ده.

سردار احمد شکیب همدارنګه د دې ډیپلوماټیک ورزشي لیګ له تنظیموونکو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دې ډول ورزشي او ډیپلوماټیکو پروګرامونو تنظیم او مدیریت د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د افغانستان د وزلوبې غوره‌لیګ د اووم پړاو نیمه‌پای لوبه نن یکه‌توت لوبغالي کې ترسره کېږي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۰
100%

د افغانستان د وزلوبې غوره‌لیګ د اووم پړاو نیمه‌پای لوبه به نن د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د کابل په یکه‌توت لوبغالي کې ترسره شي. په لومړۍ لوبه کې به د بدخشان د وزلوبې لوبډله د بغلان له لوبډلې سره مخامخ شي او په دویمه لوبه کې به د کندوز او سرپل لوبډلې سره مخ شي.

دا سیالۍ چې په دې وروستیو ورځو کې د بدخشان لوبډلې له‌‌خوا د لوبغاړو د ګومارنې په وړاندې د کندوز لوبډلې د اعتراض له امله له لانجو او جنجالونو سره مل وې، له نن څخه تر ټولو حساسو پړاوونو ته داخلېږي.

د بدخشان لوبډله چې د سیالیو د دویم پړاو د لومړۍ ډلې په سر کې ده، د بغلان له لوبډلې سره سیالي کوي؛ بغلان لوبډله د دویم ګروپ په دویم ځای کې قرار لري او نیمه‌پایلوبې ته یې لاره پيدا کړې.

په بله سیالۍ کې د سرپل ټیم چې د دویم پړاو د دویم ګروپ په سر کې دی، د کندوز له لوبډلې سره مخ دی. په دې پړاو کې د کندوز یوازینۍ ماتې هغه سیالي وه، چې د تنظیموونکو د پرېکړې له مخې د لوبې له ترسره کېدو پرته د بدخشان لوبډلې په ګټه اعلان شوې وه.

د افغان کرېکټ د غوره‌لیګ پر نوې لوګو نیوکې؛ مینه‌وال د ملي بیرغ نشتون «نه‌بښونکی» بولي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰
100%

د افغان کرېکټ د غوره‌لیګ د دویم پړاو د پیل ځانګړي مراسم په متحده‌عربي اماراتو کې ترسره شول. په مراسمو کې د افغانستان کرېکټ بورډ له خپلو ستراتیژیکو پانګه‌والو او شریکانو سره یو ځای د لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د لوبډلو شمېر او د لیګ نوې لوګو په رسمي ډول معرفي کړل.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب‌خان وویل، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ به په ۲۰۲۶ کال کې په متحده‌عربي اماراتو کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه: «دا لیګ به پنځه لوبډلې ولري او د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ لوګو هم نوې شوې ده.»

په همدې غونډه کې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وویل، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ یوه ستره او عایداتي پروژه ده.

نوموړي د لیګ د ګټو په اړه وویل: «دا لیګ د نویو ځوانانو لپاره مالي مرسته برابروي، تخنیکي اړخ یې پیاوړی کوي او دا یې تر ټولو مهمې ګټې دي.»

خو د غونډې پرمهال د نوې لوګو په اړه چې پکې د افغانستان د ملي بیرغ درې رنګه نښان نه و، د کرېکټ بورډ مشرانو هېڅ وضاحت ورنه‌کړ.

د خلکو غبرګونونه او سختې نیوکې

د افغان کرېکټ غوره‌لیګ د نوې لوګو له اعلان وروسته دغه پرېکړه د افغان کرېکټ مینه‌‌والو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ په رسمي ټولنیزو پاڼو سلګونو کسانو تبصرې کړي او د لوګو بدلون یې په کلکو ټکو غندلی دی.

د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي لیکلي: «تر دې هغه مخکېنۍ لوګو ښه وه. دا باید د وطن د درې رنګه ملي بیرغ له رنګونو جوړه وای؛ خو ډارن خلک یاست.»

بل کس لیکلي: «ډېره چټي او بې‌ معنا لوګو ده.»

د کرېکټ یوه بل مینه‌وال بیا لیکلي: «د لوګو د جوړولو لپاره باید عامه سیالي ترسره شوې وای، تر څو مینه‌والو ګډون پکې کړی وای او په پای کې تر ټولو غوره لوګو ټاکل شوې وای او ګټونکي ته انعام هم ورکړل شوی وای، په دې سره به د مینه‌والو حوصله‌ افزایي شوې وای او لیګ به لا په زړه پورې شوی وای»

یو بل کس په غبرګون کې لیکلي: «دغه ټوله غونډه یوازې په یوه لوګو سره پای ته ورسېدله، بیا مو د ملت په سترګو کې خاورې ورواچولې، شرم دې وي.»

بل مینه‌وال بیا وایي: «دا داسې پیکه او سپېره لوګو ده چې د سړي زړه پرې نه خوږیږي، همداسې به افغان کرېکټ هم بې‌خونده او بې‌رنګه کړي.»

د دې نیوکو او غبرګونو پر دوام بیا د کرېکټ یوه بل مینه‌وال زیاته کړې: «طالبان پریمیر لیګ ورته ووایئ، لا به ښه وي.»

که څه هم د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي ټینګار کوي، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ به د هېواد د کرېکټ د ودې، د ځوانانو د ملاتړ او مالي پیاوړتیا لامل شي، خو د نوې لوګو پر سر راپورته شوی ولسي غبرګون ښيي، چې د کرېکټ مینه‌وال د ملي هویت نښانونو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

تر دې مهاله د افغانستان کرېکټ بورډ د خلکو د دغو نیوکو په اړه کوم رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی او لا هم روښانه نه ده، چې ایا د لوګو په اړه به بیاکتنه کېږي او که نه.

ننګرهار کې د ځوانانو او ورزشکارانو د هڅونې لپاره سیالۍ ترسره شوې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰
100%

د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد ښار او کوټ ولسوالۍ کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د رزمي لوبو، پانکریشن، والیبال او کرکټ سیالۍ ترسره شوې. په دې سیالیو کې د ۲۵۰ څخه زیات ورزشکارانو برخه اخیستې وه او ځینې یې د اتلولۍ کپونه او غوره لوبغاړو جایزې وګټلې.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په جلال‌اباد ښار کې د رزمي لوبو (UFC) سیالۍ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د درې کټګوریو په اساس ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۵ لوبغاړي بریالي وپېژندل شول.

خبرپاڼه کې راغلي، د پانکریشن سیالۍ د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې او ۲۱ لوبغاړو یې بریاوې ترلاسه کړې. همدارنګه د والیبال فدراسیون له لوري په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ داخلي لوبډلو ترمنځ د غوره لوبډلې د ټاکلو لپاره سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام ولري.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د انبارخاني پنځوس بالیز ټیپ ‌بال کرکټ ټورنمنټ د ۲۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې د یوې میاشتې سیالیو وروسته د انبارخاني اخند سټار لوبډلې د چهاردهي اتلانو پر وړاندې په بریا سره د اتلولۍ کپ خپل کړ.

د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د چارواکو په وینا، د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅونه، د ځوانانو ترمنځ همغږي او د ورزش وده ده.

د «اېم‌اېم‌اې» افغان لوبغاړې تمنا احمدي د هانګ‌کانګ لوبغاړې پر وړاندې لوبه کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» د ترکیبي رزمي لوبو لوبغاړې تمنا احمدي به په یوې نوې سیالۍ کې د هانګ‌کانګ لوبغاړې کایلي لام سره مخ شي. دغه سیالۍ د «PCFC» سازمان له‌خوا تنظیم شوې او ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د انګلستان په مانچسټر ښار کې ترسره شي.

دغه مبارزه به د اماتوار په کټګورۍ کې ترسره شي. تمنا احمدي تر اوسه پورې د «اېم‌اېم‌اې» په دوو رسمي سیالیو کې برخه اخیستې او په دواړو سیالیو کې یې بریا خپله کړې ده.

نوموړې غواړي، چې د خپلو بریاوو لړۍ ته دوام ورکړي.

100%