• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د «اېم‌اېم‌اې» افغان لوبغاړې تمنا احمدي د هانګ‌کانګ لوبغاړې پر وړاندې لوبه کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» د ترکیبي رزمي لوبو لوبغاړې تمنا احمدي به په یوې نوې سیالۍ کې د هانګ‌کانګ لوبغاړې کایلي لام سره مخ شي. دغه سیالۍ د «PCFC» سازمان له‌خوا تنظیم شوې او ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د انګلستان په مانچسټر ښار کې ترسره شي.

دغه مبارزه به د اماتوار په کټګورۍ کې ترسره شي. تمنا احمدي تر اوسه پورې د «اېم‌اېم‌اې» په دوو رسمي سیالیو کې برخه اخیستې او په دواړو سیالیو کې یې بریا خپله کړې ده.

نوموړې غواړي، چې د خپلو بریاوو لړۍ ته دوام ورکړي.

100%

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د انګلستان ډوور سیالۍ؛ افغان سوک‌وهونکو درې د سرو زرو مډالونه ګټلي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۸ GMT+۰

په انګلستان کې د افغانانو ټولنې اعلان کړی، چې درېیو افغان سوک وهونکو سمیر کنجي، زین بټ او سلیمان کېنګ د سوک‌وهنې نړۍوالې شورا (WBC Boxing Club) په سیالیو کې درې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ د انګلستان په ډوور کې ترسره شوې.

محمد صابر عزیزي په دغه سیالیو کې د افغان لوبغاړو د لارښوونې مسوولیت په غاړه لاره. سمیر کنجي د سیالۍ په لومړۍ ډله کې د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د انګلستان په استازیتوب د لوبو ډګر ته ښکته شو او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

زین بټ هم په لومړۍ ډله کې د ۶۳ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د «Southall ABC» کلب په استازیتوب د لوبو ډګر ته ښکته شو او له بریالي فعالیت سره یې لومړی مقام ترلاسه کړ.

سلیمان کېنګ د سیالۍ په دویمې ډله کې د ۸۱ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د خپلو سیالانو په ماتولو سره لومړی مقام او د سرو زرو مډال وګاټه.

100%

د فوټبال د اتلانو لیګ پنځم فصل د ابو مسلم فراه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ پنځم فصل، د لسو غوره لوبډلو ترمنځ له ۲۷ ورځنیو سختو او هیجاني سیالیو وروسته،د پنجشنبې په ورځ د ابو مسلم فراه لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. سرخ‌پوشان خوافي او د صرافان هرات لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم ځایونه خپل کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د سپورټ ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه سیالۍ د لیګ په بڼه ترسره شوې او په پایله کې یې د ابو مسلم فراه لوبډلې د ګټونکې لوبډلې په توګه د ۲۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د سرخ‌پوشان خوافي لوبډلې د ۲۴ امتیازونو او د صرافان هرات لوبډلې د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو په ترتیب سره یې دویم او درېیم مقامونه ګټلي دي.

مسعود نظرزاده د دغو سیالیو د غوره روزونکي، علي‌رضا پناهي د نوښتګر لوبغاړي، اویس عزېزي د غوره دروازه ساتونکي او فرهاد علي‌زاده د سیالیو د غوره ګول وهونکي لقبونه خپل کړل.

په پای کې د تنظیموونکو له لوري اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ کپ، مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د طالبانو ښځضد سیاستونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان رسوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د طالبانو د ښځضدو سیاستونو له امله هر کال د افغانستان اقتصاد تر یومیلیارد ډالرو زیات زیان ویني. د شورا په رپوټ کې ویل شوي چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت «سخت خراب» دی او له هرو لسو ښځو اته یې د زده‌کړې، کار او مسلکي روزنې له فرصتونو محرومې دي.

رپوټ زیاتوي چې افغانې ښځې د روغتیايي خدمتونو په ترلاسه کولو کې له جدي خنډونو سره مخ دي او د دوی د بې‌کارۍ کچه د سړیو په پرتله خورا لوړه ده.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې کورنۍ ممکن نجونې له زړو کسانو سره ودونو یا جبري ودونو ته اړې کړي.

سږکال د وري میاشتې په لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د نړیوال بانک د موندنو په استناد وویل چې د ښځو پر زده‌کړې او کار د طالبانو محدودیتونه هر کال د ۱،۴ میلیارد ډالرو زیان اړوي.

یوناما وویل چې د طالبانو د امر بالمروف قانون عملي کولو د افغانستان اقتصادي بحران نور هم پېچلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو رپوټ ټینګار کوي چې د ښځو د زده‌کړې او کار محدودیتونه مستقیمې اقتصادي اغیزې لري او د اقتصادي ظرفیت د کمېدو سبب ګرځي.

د وزلوبې غوره لیګ سیالۍ؛ د کندوز، بغلان او بدخشان لوبډلې تر ټولو ښې ځلېدلې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې غوره لیګ سیالیو پر دوام دویم پړاو د کابل په یکه‌توت لوبغالي کې ترسره شو، چې په لړ کې یې درې په زړه پورې لوبې ترسره شوې. په دغه سیالیو کې د کندوز لوبډلې پنجشېر ته د ۹-۳، بغلان بلخ ته د ۹-۲ او بدخشان هرات ته د ۲۰-۳ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه.

د دویم پړاو الف ډله کې کندوز لوبډلې خپله دویمه بریا ترلاسه کړه. بغلان چې په ب ګروپ کې دی، خپله لومړۍ بریا یې د بلخ پر وړاندې ترلاسه کړه او بدخشان هم په دغه سیالیو کې خپله دویمه پرله‌پسې بریا ثبت کړه. دغه ډله‌ییزې سیالۍ به تر نیمه پایلوبې دوام وکړي.

د اتو غوره لوبډلو ډلبندي:

الف ډله: بدخشان، کندوز، هرات او پنجشېر

ب ډله: تخار، سرپل، بغلان او بلخ

د دویم پړاو سیالیو پر دوام، نن به درې لوبې ترسره شي:

سرپل – بلخ
بغلان – تخار
کندوز – بدخشان

100%

پخوانی امریکایي چارواکی: هېوادونه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو له امله له مرستو ډډه کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ډېوېډ سیډني وايي، چې په افغانستان کې «جنسيتي توپیر» روان دی او ښځې د ژوند له ټولو برخو اېستل شوې دي. د هغه په خبره، ډېری هېوادونه پر افغان ښځو د دوامداره ظلم له امله په مستقیم ډول افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلي سیډني له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې طالبانو د ښځو د کار مخه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو او د بشري مرستو د وېش په برخو کې نیولې، چې له امله یې په عملي ډول خلکو ته د اغېزمنو مرستو رسول ناشونې شوي دي.

سیډني زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان د تخنیکي او اداري وړتیا لویه برخه پر لوستو ښځو ولاړه وه او د هغوی له اېستلو سره هېواد له سخت بشري ناورین او د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ شوی دی.

هغه چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون پخوانی رییس هم و ټینګار وکړ، تر هغه چې ښځې ونه‌شي کولای په ټولنه کې خپل رول ولوبوي، د افغانستان خلک به د لوږې او پراخ محرومیت له جدي ګواښ سره مخ وي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو هم په افغانستان کې روان وضعیت «د جنسیتي اپارټایډ څرګنده بېلګه» بللې وه. د ښځو د حقونو فعالانو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، چې طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو د اېستلو لپاره تر اوسه له ۱۶۰ زیات لیکلي او شفاهي فرمانونه صادر کړي دي.