• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې د ځوانانو او ورزشکارانو د هڅونې لپاره سیالۍ ترسره شوې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰

د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد ښار او کوټ ولسوالۍ کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د رزمي لوبو، پانکریشن، والیبال او کرکټ سیالۍ ترسره شوې. په دې سیالیو کې د ۲۵۰ څخه زیات ورزشکارانو برخه اخیستې وه او ځینې یې د اتلولۍ کپونه او غوره لوبغاړو جایزې وګټلې.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په جلال‌اباد ښار کې د رزمي لوبو (UFC) سیالۍ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د درې کټګوریو په اساس ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۵ لوبغاړي بریالي وپېژندل شول.

خبرپاڼه کې راغلي، د پانکریشن سیالۍ د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې او ۲۱ لوبغاړو یې بریاوې ترلاسه کړې. همدارنګه د والیبال فدراسیون له لوري په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ داخلي لوبډلو ترمنځ د غوره لوبډلې د ټاکلو لپاره سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام ولري.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د انبارخاني پنځوس بالیز ټیپ ‌بال کرکټ ټورنمنټ د ۲۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې د یوې میاشتې سیالیو وروسته د انبارخاني اخند سټار لوبډلې د چهاردهي اتلانو پر وړاندې په بریا سره د اتلولۍ کپ خپل کړ.

د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د چارواکو په وینا، د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅونه، د ځوانانو ترمنځ همغږي او د ورزش وده ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د «اېم‌اېم‌اې» افغان لوبغاړې تمنا احمدي د هانګ‌کانګ لوبغاړې پر وړاندې لوبه کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» د ترکیبي رزمي لوبو لوبغاړې تمنا احمدي به په یوې نوې سیالۍ کې د هانګ‌کانګ لوبغاړې کایلي لام سره مخ شي. دغه سیالۍ د «PCFC» سازمان له‌خوا تنظیم شوې او ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د انګلستان په مانچسټر ښار کې ترسره شي.

دغه مبارزه به د اماتوار په کټګورۍ کې ترسره شي. تمنا احمدي تر اوسه پورې د «اېم‌اېم‌اې» په دوو رسمي سیالیو کې برخه اخیستې او په دواړو سیالیو کې یې بریا خپله کړې ده.

نوموړې غواړي، چې د خپلو بریاوو لړۍ ته دوام ورکړي.

100%

د انګلستان ډوور سیالۍ؛ افغان سوک‌وهونکو درې د سرو زرو مډالونه ګټلي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۸ GMT+۰

په انګلستان کې د افغانانو ټولنې اعلان کړی، چې درېیو افغان سوک وهونکو سمیر کنجي، زین بټ او سلیمان کېنګ د سوک‌وهنې نړۍوالې شورا (WBC Boxing Club) په سیالیو کې درې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ د انګلستان په ډوور کې ترسره شوې.

محمد صابر عزیزي په دغه سیالیو کې د افغان لوبغاړو د لارښوونې مسوولیت په غاړه لاره. سمیر کنجي د سیالۍ په لومړۍ ډله کې د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د انګلستان په استازیتوب د لوبو ډګر ته ښکته شو او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

زین بټ هم په لومړۍ ډله کې د ۶۳ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د «Southall ABC» کلب په استازیتوب د لوبو ډګر ته ښکته شو او له بریالي فعالیت سره یې لومړی مقام ترلاسه کړ.

سلیمان کېنګ د سیالۍ په دویمې ډله کې د ۸۱ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د خپلو سیالانو په ماتولو سره لومړی مقام او د سرو زرو مډال وګاټه.

100%

د فوټبال د اتلانو لیګ پنځم فصل د ابو مسلم فراه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ پنځم فصل، د لسو غوره لوبډلو ترمنځ له ۲۷ ورځنیو سختو او هیجاني سیالیو وروسته،د پنجشنبې په ورځ د ابو مسلم فراه لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. سرخ‌پوشان خوافي او د صرافان هرات لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم ځایونه خپل کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د سپورټ ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه سیالۍ د لیګ په بڼه ترسره شوې او په پایله کې یې د ابو مسلم فراه لوبډلې د ګټونکې لوبډلې په توګه د ۲۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د سرخ‌پوشان خوافي لوبډلې د ۲۴ امتیازونو او د صرافان هرات لوبډلې د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو په ترتیب سره یې دویم او درېیم مقامونه ګټلي دي.

مسعود نظرزاده د دغو سیالیو د غوره روزونکي، علي‌رضا پناهي د نوښتګر لوبغاړي، اویس عزېزي د غوره دروازه ساتونکي او فرهاد علي‌زاده د سیالیو د غوره ګول وهونکي لقبونه خپل کړل.

په پای کې د تنظیموونکو له لوري اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ کپ، مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د وزلوبې غوره لیګ سیالۍ؛ د کندوز، بغلان او بدخشان لوبډلې تر ټولو ښې ځلېدلې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې غوره لیګ سیالیو پر دوام دویم پړاو د کابل په یکه‌توت لوبغالي کې ترسره شو، چې په لړ کې یې درې په زړه پورې لوبې ترسره شوې. په دغه سیالیو کې د کندوز لوبډلې پنجشېر ته د ۹-۳، بغلان بلخ ته د ۹-۲ او بدخشان هرات ته د ۲۰-۳ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه.

د دویم پړاو الف ډله کې کندوز لوبډلې خپله دویمه بریا ترلاسه کړه. بغلان چې په ب ګروپ کې دی، خپله لومړۍ بریا یې د بلخ پر وړاندې ترلاسه کړه او بدخشان هم په دغه سیالیو کې خپله دویمه پرله‌پسې بریا ثبت کړه. دغه ډله‌ییزې سیالۍ به تر نیمه پایلوبې دوام وکړي.

د اتو غوره لوبډلو ډلبندي:

الف ډله: بدخشان، کندوز، هرات او پنجشېر

ب ډله: تخار، سرپل، بغلان او بلخ

د دویم پړاو سیالیو پر دوام، نن به درې لوبې ترسره شي:

سرپل – بلخ
بغلان – تخار
کندوز – بدخشان

100%

۲۰۲۶کال اسیا جام په درشل کې؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله ویتنام، کوېټ او اندونیزیا ته ځي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د ویتنام ملي لوبډلې سره مخ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په ویتنام کې یو روزنیز کمپ کې برخه واخلي؛ ترڅو د ۲۰۲۶کال په اسیا جام کې پیاوړی حضور ولري. د یاد پروګرام د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د مرغومې په ۲۹مه او د ۱۴۰۴کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې ترسره کړي.

دارنګه د فوټبال فدراسیون په وینا؛ ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د مرغومې له ۶مې تر ۲۶مې پورې د ایران په مشهد ښار کې تمرینات وکړي. د افغانستان فوټبال فدراسیون وړاندې هم اعلان کړی و، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴ کال د لېندۍ له ۲۷مې د مرغومې تر ۲مې نېټې پورې د پنځه ورځني روزنیز کمپ لپاره کوېټ ته سفر وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تخنیکي کارکوونکو ۱۷ لوبغاړي دغه روزنیز کمپ ته بللي دي، چې په‌کې مهران غلامي، علي رضا جعفري، فرزاد محمودي او محمد رضا کریمي شامل دي.

بلل شوي لوبغاړي:

ګول ساتونکي:
محمدجواد صفري، علي‌رضا جعفري، علي‌احمد محسني.

د میدان لوبغاړي:
مهدي نوروزي (لوبډلمشر)، حمیدرضا حسیني، خداداد ابراهیمي، رضا حسین پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، سید مرتضی حسیني، سید مجتبی حسیني، سید مرتضی حسیني، سید حسین موسوي، محمدرضا کریمي او عباس حیدري.
ورته مهال د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبډلمشر مهدي نوروزي د ایران غوره لیګ سیالیو پرمهال ټپي شو. د هغه ټپ جدي دی او ښایي په راتلونکو تمریناتو او سیالیو کې ګډون ونه کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون هم اعلان کړی، چې د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د سلواغې ۵مه د ۲۰۲۶کال اسیا جام کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته ولاړه شي.
د دغه سیالیو وروستی پړاو به د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۷مې څخه د فبرورۍ تر ۷مې نېټې پورې) په اندونیزیا کې ترسره شي، چې ۱۶ لوبډلې به په‌کې ګډون وکړي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغه سیالیو په څلورم ګروپ کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره هم‌ډلې ده.
د سیالیو بشپړه ډلبندي:
لومړۍ ډله:
اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.
دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.
درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا.

څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان، مالیزیا.