• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنټاګون وايي چین ښايي تر ۱۰۰ ډېر قاره ویشتونکي توغندي ځای پرځای کړي وي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزارت د یوې مسودې له مخې، چین ښايي د توغندیو په دریو اډو کې تر سلو زیات قاره‌ وېشتونکي بالیسټیک توغندي ځای پر ځای کړي وي. مسوده وايي، بیجنګ د وسلو د کنټرول په تړاو خبرو اترو ته هېڅ لېوالتیا نه لري.

رویټرز د پنټاګون د مسودې د راپور له مخې وايي، چین د هر بل اټومي وسله لرونکي هېواد په پرتله د خپلو وسلو زېرمتون په چټکۍ سره پراخوي او عصري کوي، خو بیجینګ بیا د پوځي پراختیا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دا ډول راپورونه د «چین د بدنامولو، تور لګولو او د نړیوالې ټولنې د قصدي ګمراه کولو هڅې» دي.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې ښايي له چین او روسیې سره د اټومي وسلو د کمولو یا بې‌وسلې کېدو پر یوه پلان کار وکړي، خو د پنتاګون دغه مسوده ، چې رويټرز لیدلی، څرګندوي چې چین دا ډول خبرو اترو ته لېواله نه ښکاري.

راپور وايي: «موږ لا هم له بیجینګ څخه د دې ډول اقداماتو یا د وسلو د کنټرول د پراخو خبرو لپاره هېڅ لېوالتیا نه وینو».

د راپور له مخې، چین ښايي د منګولیا پولې ته نږدې په نویو جوړو شویو توغندیزو اډو کې تر سلو ډېر د جامد سونګ DF-31 ډوله قاره‌وېشتونکي بالیسټیک توغندي ځای پر ځای کړي وي.

پنتاګون تر دې وړاندې د دغو اډو شته والی تایید کړی و، خو د توغندیو دقیق شمېر یې نه و څرګند کړی.

پنتاګون او په واشنګټن کې د چین سفارت تر دې دمه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په راپور کې د دغو نویو ځای پر ځای شویو توغندیو احتمالي هدف نه دی مشخص شوی او امریکایي چارواکو ویلي چې دا راپور د کانګرس غړو ته تر سپارل کېدو وړاندې بدلېدای شي.

د راپور له مخې، د چین د اټومي خولیو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د ۶۰۰ شاوخوا دی، چې دا د تېرو کلونو په پرتله د تولید د ورو سرعت ښکارندویي کوي. خو راپور زیاتوي، چې د چین اټومي پراختیا روانه ده او تمه ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دغه هېواد اټومي خولۍ له زرو واوړي.

چین ویلي، چې د «ځاني ‌دفاع اټومي ستراتیژي» تعقیبوي او د «لومړي برید نه کولو» تګلاره لري.

ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، چې غواړي امریکا یو ځل بیا د اټومي وسلو ازموینې پیل کړي، خو دا لا روښانه نه ده چې دا کار به په څه ډول ترسره شي.

د پنتاګون پراخ راپور د چین پوځي پراختیا ته په اشارې وايي، چې بیجینګ تمه لري تر ۲۰۲۷ کال پورې د تایوان پر وړاندې جګړه پیل کړي او بریا ترلاسه کړي.

چین، چې دیموکراتیک اداره کېدونکی تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي، هېڅکله د دې ټاپو د «بیا یوځای کولو» لپاره د زور کارول نه دي رد کړي.

راپور زیاتوي، چې بیجینګ د تایوان د نیولو لپاره د «زور له لارې» پوځي انتخابونه اصلاح کوي، چې ښايي د چین له خاورې ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ سمندري میله لرې هدفونو باندې بریدونه هم پکې شامل وي.

راپور وايي: «که دا ډول بریدونه په کافي کچه ترسره شي، نو کولای شي د اسیا-پاسیفیک په سیمه کې د احتمالي جګړې پر مهال د امریکا حضور له جدي ننګونې سره مخ او ګډوډ کړي».

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

ایران په بېلابېلو ښارونو کې د توغندیو تمرینونه وکړل

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د ایران یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې تهران د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو ښارونو کې د توغندیو تمرینونه وکړل، خو وروسته دولتي رسنیو دا ډول خبرونه رد کړل او ویې ویل، چې په فضا کې سپینې لیکې د الوتکو له تېرېدو وروسته پاتې شوې دي.

د این بي سينیوز د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران د بالیسټیک توغندیو د پروګرام د پراختیا په اړه خبرداری ورکړی، چې ګواکې دا ګواښ د بیړني اقدام اړتیا پیدا کولی شي.

لویدیز ځواکونه د ایران بالیسټیک توغندي د منځني ختیځ پر ثبات ددودیز پوځي ګواښ په توګه انګیري او د احتمالي اتومي وسلو د لېږد وسیله یې ګڼي.

د ایران د عامه خپرونو او نیمه رسمي نور نیوزټیلیګرام چینلونو د توغندیو د لېږد ویډیوګانې خپرې کړې، خو د تمرینونو دقیق ځای یې نه دی ښودلی.

رسنیو ویلي چې توغندي په پلازمینه تهران، اصفهان او مشهد ښارونو کې تمرین شوي دي.

وروسته د دوشنبې په ورځ دولتي رسنیو د باخبره سرچینوپه حواله راپور ورکړ چې توغندي نه دي ازمویل شوي او انځورونه د "لوړ ارتفاع الوتکو" دي.

تایلنډ او کمبوډیا د مات شوي تړون پر بیا غځولو غونډه کوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۰

تایلنډ او کمبودیا د دوشنبې په ورځ هوکړه وکړه چې د ډسمبر پر ۲۴مه د دواړو هېوادونو د دفاعي چارواکو په غونډه کې د هغه اوربند پر غځولو خبرې وکړي، چې له څو میاشتو راهیسې مات شوی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي جګړې درېیمې اونۍ ته ننوتې دي او تر دې دمه لږ تر لږه ۸۰ کسان پکې وژل شوي.

دغه پرېکړه په کوالالمپور ښار کې د جنوب ختیځې اسیا د بهرنیو چارو د وزیرانو په ځانګړې غونډه کې شوې ده.

د دفاعي چارواکو د غونډې پرېکړه د جګړې له بیا پیل وروسته تر ټولو مهم پرمختګ بلل کېږي، ځکه نه د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم او نه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وتوانېدل چې په دې پړاو کې دواړه هېوادونه د خبرو مېز ته راولي.

د جګړې له پیل پنځه ورځې وروسته ټرمپ ویلي وو چې د تایلنډ او کمبودیا لومړي وزیران د ډزو پر بشپړ درولو هوکړې ته رسېدلي دي، خو نښتو بله ورځ هم دوام وکړ. تایلنډ هوايي بریدونه زیات کړل او ټینګار یې وکړ چې جګړه به روانه ساتي.

چین هم پر دواړو لوریو فشار راوړی چې شخړه کمه کړي.

د تایلنډ د بهرنیو چارو وزیر سیهاساک فوانګکیتکيو ویلي چې هېواد یې یو ریښتینی اوربندغواړي، داسې اوربند چې د عملي کېدو روښانه پلان او د کمبودیا جدي ژمنتیا ولري.

د امریکا استخباراتو خبرداری ورکړی چې پوتین غواړي ټول اوکراین ونیسي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د امریکا د استخباراتو راپورونه لا هم خبرداری ورکوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د بشپړ نیولو له موخو او د اروپا د هغو برخو د بېرته ترلاسه کولو له ارادې نه دی تېر شوی چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وې.

دا خبره رویټرز ته شپږو سرچینو کړې چې د امریکا له استخباراتي معلوماتو خبرې دي.

دغه راپورونه له هغه انځور سره په څرګند ډول توپیر لري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د سولې مرکچیان یې وړاندې کوي، ځکه هغوی ویلي چې پوتین غواړي جګړه پای ته ورسوي.

دا استخباراتي ارزونې د روسیې د مشر هغه انکارونه هم ردوي چې وایي اروپا ته ګواښ نه دی.

د امریکا د کانګرس د استخباراتو کمېټې دیموکرات غړي مایک کویګلي رويټرز ته په مرکه کې وویل، « استخبارات تل دا ښيي چې پوتین نور څه هم غواړي. اروپایان پرې قانع دي. پولنډیان په بشپړه توګه قانع دي. بالتیک هېوادونه فکر کوي چې دوی به لومړني هدف وي».

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي، پرته له دې چې استخباراتي راپورونو ته اشاره وکړي، وویل، « ولسمشر ټیم د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی»، او ټرمپ ویلي چې د سولې تړون «تر بل هر وخت ډېر نږدې» دی.

د شنبې په ورځ د امریکا د ملي استخباراتو رییسې تولسي ګابارډ وویل چې استخباراتي چارواکو قانون جوړوونکو ته معلومات ورکړي چې «روسیه غواړي له اروپا سره د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي».

د دوشنبې په ورځ، د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف وویل چې مسکو نه پوهېږي رويټرز کومو سرچینو ته اشاره کړې، خو که راپور سم وي، نو د امریکا استخباراتي پایلې ناسمې دي.

د اوکراین د سولې مذاکرات؛ د امریکا او روسیې خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۸ GMT+۰

د اوکراین د سولې مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي له روسي استازو سره د خبرو اترو د دویمې ورځې په پای کې اعلان وکړ، چې روسیه په اوکراین کې د سولې د ټینګښت لپاره «ژمنه» ده. هغه له روسیې سره کومې هوکړې ته د رسېدو او یا هم د هوکړه‌لیک د وروستي کېدو یادونه ونه کړه.

سټیو وېټکاف د یکشنبې په ماښام (د لېندۍ ۳۰مه) د کرېملین د ځانګړي استازي سره د خبرو اترو د وروستي پړاو په اړه یو لنډ راپور وړاندې کړ، هغه وویل: «روسیه د اوکراین د شخړې د حل او د نړۍوال امنیت د بېرته راګرځولو لپاره د متحده ایالاتو هڅې او ملاتړ مهم ګڼي.»

نوموړي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړ پوړي سلاکار او زوم جیرډ کوشنر سره یوځای د شنبې او یکشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۲۹مه او ۳۰مه) په فلوریډا کې د کرېملین له ځانګړي استازي سره ولیدل.

د روسیې له استازو سره د خبرو اترو سربېره؛ دغه لوړ پوړو امریکایي مذاکره‌کوونکو د اوکراین له یوه پلاوي سره هم جلا ناستې لرلې.

د سعودي دفاع وزیر د پاکستان د پوځ مشر ته د پاچا عبدالعزیز د ممتاز درجې مډال ورکړ

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ته د پاچا عبدالعزیز د ممتاز درجې مډال ورکړ. عاصم منیر ته دغه مډال د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په برخه کې د هڅو له امله ورکړل شوی دی.

خالد بن سلمان د یکشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه په دې تړاو وویل: «دغه مډال د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د سعودي ـ پاکستان اړیکو د پرمختګ لپاره د هغه [عاصم منیر] د ارزښتناکو هڅو د ستاینې په موخه ورکړل شوی دی».

سعودي عربستان او پاکستان د روان کال په وږي میاشت کې په ریاض کې ستراتیژيک دفاعي تړون لاسلیک کړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه وخت کې (د وږي په ۲۸مه) وویل، دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي.

خالد بن سلمان وايي، په دې کتنه کې یې د سعودي عربستان او پاکستان تر منځ تاریخي اړیکې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي برخې ستراتیژیکه همکاري هم ارزولې ده.

ویل کېږي، په دې کتنه کې د نړۍوال امنیت او سولې د ټینګښت د هڅو او نورو ورته مسایلو هم خبرې شوې دي.