کرېسمېس د عیسوي عقیدې لهمخې د حضرت عیسیٰ علیهالسلام د زېږون د یاد ورځ ده، خو د تاریخي اسنادو له مخې، د عیسیٰ علیهالسلام د زېږېدو دقیقه نېټه معلومه نهده. د تاریخپوهانو په وینا، د میلادي څلورمې پېړۍ پر مهال کله چې عیسویت د روم امپراتورۍ رسمي دین شو، کلیسا د ډسمبر ۲۵مه د کرېسمېس د ورځې په توګه وټاکله.
دا ټاکنه له پخوانیو رومي دودونو سره هم تړاو لري. په همدې ورځو کې د Saturnalia او Dies Natalis Solis Invicti په نوم جشنونه نمانځل کېدل، چې د ژمي د اوږدو شپو پای او د رڼا د بېرته راستنېدو سمبول و.
کلیسا هڅه وکړه، چې دا پخواني دودونه د عیسوي عقیدې په چوکاټ کې راونغاړي، څو نوی دین د خلکو په ورځني ژوند کې ځای پر ځای کړي.
مذهبي مراسم او دودونه
په عیسوي نړۍ کې کرېسمېس د کلیسايي عبادتونو، د شپې ځانګړو دعاوو او مذهبي سرودونو سره نمانځل کېږي. په ډېرو هېوادونو کې خلک د کرېسمېس د شپې په مراسمو کې ګډون کوي، چې د عیسیٰ علیهالسلام د زېږون کیسه پکې بیا روایت کېږي.
خو د وخت په تېرېدو سره، د کرېسمېس مذهبي بڼه یوازې د کلیسا تر دېوالونو محدوده پاتې نه شوه. د کرېسمېس ونه چې ریښه یې د شمالي اروپا له پخوانیو دودونو سره تړل کېږي، د دې ورځې مهم سمبول وګرځېد. همدارنګه، د سانتا کلاز کیسه چې د سنت نیکولاس له تاریخي څېرې الهام اخلي، د ماشومانو لپاره د کرېسمېس ځانګړی رنګ جوړ کړ.
د سانتا کلاز کیسه
سانتا کلاز د کرېسمېس له تر ټولو مشهورو څېرو څخه دی، خو د هغه کیسه له یوې تاریخي څېرې پیلېږي. د سانتا کلاز ریښه د څلورمې میلادي پېړۍ له یو عیسوي مذهبي مشر سنت نیکولاس سره تړاو لري، چې د خپلې سخاوت، مهربانۍ او د بېوزلو سره د پټې مرستې له امله مشهور و.
د وخت په تېرېدو سره، د سنت نیکولاس کیسه له اروپا امریکا ته ورسېده او نوم یې په «سانتا کلاز» واوښت. په نولسمه پېړۍ کې ادبیاتو او رسنیو هغه د سپین ږیري، سور لباس او د ماشومانو لپاره د ډالیو راوړونکي په توګه وروپېژاند.
نن سانتا کلاز د کرېسمېس د خوښۍ، سخاوت او مینې سمبول دی، او د هغه کیسه ماشومانو ته د یو بل د خوښولو او مرسته کولو پیغام ورکوي.
له مذهبه تر کلتوره
نن ورځ کرېسمېس په ډېرو هېوادونو کې له مذهبي چوکاټ څخه وتلی او کلتوري بڼه یې خپله کړې ده. په جاپان، سویلي کوریا او ځینو عربي هېوادونو کې که څه هم اکثریت عیسویان نه دي، خو کرېسمېس د رڼاګانو، موسیقۍ او سوداګریزو فعالیتونو له لارې نمانځل کېږي.
اقتصادي اړخ یې هم د پام وړ دی. په لوېدیځو هېوادونو کې د کرېسمېس موسم د کال تر ټولو لوی سوداګریز پړاو بلل کېږي. پلورنځي ځانګړي تخفیفونه اعلانوي او د ډالیو دود د مصرف کچه لوړه کړې ده. منتقدین وایي چې دا سوداګریز بُعد کله ناکله د کرېسمېس اصلي پیغام تر سیوري لاندې راولي.
کرېسمېس او ټولنیز پیغام
سره له سوداګریز رنګ، کرېسمېس لا هم د ټولنیز مسوولیت ورځ بلل کېږي. خیریه بنسټونه، مذهبي ادارې او مدني سازمانونه د بېوزلو، کډوالو او یتیمانو لپاره ځانګړي پروګرامونه تنظیموي. د عیسویت د تفکر په اساس، د سولې، بښنې او مینې پیغام، چې د عیسیٰ علیه السلام له ژوند او تعلیماتو سره تړاو لري، د دې ورځې مرکزي ارزښت دی.
په جګړه ځپلو او بېثباته هېوادونو کې کرېسمېس د سولې د هیلو سمبول هم ګرځېدلی. حتا په هغو سیمو کې چې عیسویان لږکي دي، دا ورځ د بینالادیاني زغم او ګډ ژوند پیغام لري.
بېلابېلې نېټې او ګډ مفهوم
که څه هم ډېری هېوادونه کرېسمېس د ډسمبر په ۲۵مه نمانځي، خو ځینې ارتودوکس کلیساوې لکه روسیه، سربیا او ایتوپیا دا ورځ د جنورۍ په ۷مه نمانځي. توپیر د کلیز د سیستم له امله دی، خو د ورځې مفهوم یو دی: د رڼا، امید او نوي پیل پیغام.
که په لنډه یې ووایو، کرېسمېس ښيي چې څنګه یو مذهبي دود کولی شي د تاریخ په اوږدو کې پراخ شي او نړۍوال کلتوري ارزښت خپل کړي.
دا ورځ نن د عیسیٰ (ع) د زېږون د یاد ترڅنګ، د سولې، انساندوستۍ او ټولنیز پیوستون نښه هم ده؛ پیغام چې د مذهب، ژبې او جغرافیې له پولې اوړي.