دا ورځ د میرابل خویندو د قربانۍ یاد تازه کوي او د جنسیتي مساوات او عدالت لپاره د مبارزې سمبول ګرځېدلی.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو اړتیا
د نړۍوالو راپورونو له مخې، د نړۍ په کچه تقریباً یوه پر درېیمه برخه ښځې د ژوند په جریان کې تاوتریخوالی تجربه کوي. دا شمېر په جګړهځپلو او غریبو هېوادونو، لکه افغانستان، فلسطین، پاکستان، هند، بنګله دېش، ایران، افریقايي هېوادونه او لسګونو نورو کې مخ پر زیاتېدو بریښي.
د ښځو د حقونو خوندیتوب یوازې اخلاقي اړتیا نه ده، بلکې دا د بشري حقونو بنسټیزه برخه ده، چې د یوې عادلانه او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره اړینه ده.
افغان مېرمنې د میرابل خویندو په جامه کې
د طالبانو د بیا واکمنۍ اغېز
که څه هم له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا د ښځو د حقونو، پر وړاندې د تاوتریخوالي د مواردو او په اړه یې د مخنیوي لپاره ډېره عامه پوهونه، تعلیم او قانوني کار شوی، خو په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د ښځو د ژوندانه تقریباً ټولې برخې اغېزمنې شوې دي.
ښځې عادلانه محاکمو ته لاسرسی نه لري، د کار، زده کړو، مدني او سیاسي ژوند، د خبرو او بیان ازادۍ حق ترې اخیستل شوی، چې د لومړنیو حقونو په توګه ښځې د یوه رژیم له خوا د تاوتریخوالي ښکار ګرځېدلې دي.
تعلیم ته د لاسرسي بندیز: طالبانو د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، چې میلیونونه نجونې یې له تعلیمه بې برخې کړې. دا پرېکړه د ښځو د پرمختګ پر وړاندې یو جدي خنډ دی.
د دغې پرېکړې په اساس ښځې په سیستماتیک ډول د زده کړو له حق بې برخې شوي او د طالبانو د رژیم له خوا ښځې د بې سوادۍ ښکار ګرځېدلې دي.
د نړۍوالو بشري قوانینو له اړخه په زور له یوه انسان د تعلیم حق اخیستل د تاوتریخوالي غوره بېلګه ده او په افغانستان کې ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
کار ته د ښځو د لاسرسي محدودیت: په دولتي ادارو او غیرې دولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع شوې دي، چې هغوی یې اقتصادي خپلواکۍ ته له رسېدو راوګرځولې.
دا چاره هم په خپل ذات کې د تاوتریخوالي یو ډول دی، چې د ټولنې یو لوی قشر له اقتصادي خپلواکۍ راوګرځول شي او له هغوی دا حق واخیستل شي چې په خپله خوښه کار او اقتصادي ژوند ژواک وکړي.
پر ټولنیز ژوند بندیز: له محرم پرته د ښځو پر سفر کولو بندیزونه، د ښځو لپاره د ځانګړو تفریحي ځایونو بندېدلاو د ښځو پر ټولنیزو حقونو محدودیتونه د دوی پر وړاندې د سیسټماټیک تاوتریخوالي څرګندې بڼې دي.
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ډولونه
فزیکي تاوتریخوالی: په کلیوالي سیمو کې د ښځو وهل ټکول او په زور د ودونو کچه لا هم لوړه پاتې ده.
رواني تاوتریخوالی: د ښځو د حقونو او ازادۍ محدودول، هغوی د ټولنیز پوهاوي پر وړاندې تحقیرول او د دوی شخصیت ته سپکاوی.
قانوني او سیسټماټیک تاوتریخوالی: د ښځو د حقونو نقض کول د رسمي قوانینو او پالیسو له لارې د تاوتریخوالي یوه منظمه بڼه ده.
نه یوازې دا چې د زده کړو حق ترې اخیستل شوی بلکې په کم عمر په زور ودونو ته مجبوریږي، د افغانستان لوی شمېر مېرمنې بشپړې او منظمې غذا ته لاسرسی نه لري او د ټولنیزې بې عدالتۍ له مخې د ژوندانه له یوه ګواښمن حالت سره مخ دي.
د افغان مېرمنو مبارزه
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو را وروسته افغان مېرمنو خپل غږ نه دی خاموش کړی، په کورنیو، سیمه ییزو او نړۍوالو سټیجونو یې د خپل حق ناره پورته کړې، د طالبانو د مېرمنو ضد سیاستونه یې چلنج کړي، د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوې دي، لا هم یوه ډله مېرمنې زنداني دي خو د مدني او سیاسي مبارزې هر ډول یې ازمویلی دی.
د یوه ډېکټاټور نظام پر وړاندې د یوې داسې ټولنې مېرمنې چې غږ یې عورت بللي کیږي درېدل د میرابل خویندو له مبارزې کمه مبارزه نه ده.
د حل لارې
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره تر هر څه وړاندې د دولتونو په کچه مفکوريي ژمنتیا ته اړتیا ده، خو طالبان په فکري لحاظ د ښځو د یو شمېر حقونو مخالفت کوي.
که چېرې لاندې ګامونه وا نه خیستل شي نو افغانې مېرمنې به لا هم وځپل شي:
نړۍوال ملاتړ: نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د افغاني ټولنې په ۲۲ اقشارو کې تر ټولو ځپل شوی قشر د مېرمنو دی، چې له هر ډول فردي، جنسي او هویتي ازادۍ بې برخی دی.
تعلیم ته لاسرسی: د ښځو لپاره د زده کړې حق باید خوندي شي، ځکه زده کړه د ښځو د خپلواکۍ او پرمختګ بنسټیز عنصر دی، خو په افغانستان کې حاکمه ډله د دغه حق د ورکړې مخالفه ده، په ملي او نړۍواله کچه فشارونه کولی شي چې طالبي تفکر چلنج کړي او مېرمنې خپل اساسي حق تر لاسه کړي.
اقتصادي فرصتونه: ښځو ته د کار او اقتصادي فعالیتونو لپاره شرایط برابرول د دوی د ټولنیز او اقتصادي ځواکمنتیا لپاره اړین دي، خو که پر وړاندې یې سیستماتیک مقاومت موجود وي، اړینه ده چې لومړی مقاومت له منځه یوړل شي او ورپسې اقتصادي فرصتونه برابر شي.
د عامه پوهاوي لوړول: که څه هم ټولیزې او ټولنیزې رسنۍ د مېرمنو د حقونو په تړاو په عامه پوهاوي کې ځانګړې ونډه ادا کړې ده، خو د ښځو د حقونو په اړه د دودیزو باورونو بدلون او د پوهاوي پروګرامونه د ټولنیز پرمختګ لپاره مهم دي.
د نومبر ۲۵مه یوازې یوه ورځ نه ده، بلکې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د اوږدې مبارزې یو سمبول دی. په افغانستان کې ښځې لا هم له ډیرو ستونزو سره مخ دي، خو د دوی لپاره د یوې روښانه راتلونکې د جوړولو لپاره نړۍوالې هڅې باید دوام ومومي. په ملي کچ د مېرمنو د حقونو د ساتنې او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو هڅې باید لا ګړندۍ او منسجمې شي.
دا مهال افغان مېرمنې د میرابل خویندو په جامه کې د ظلم او ستم ښکار شوي او اړتیا ده، چې جابر حاکم پر وړاندې له خپلو ورونو سره یو ځای له خپلو حقونو دفاع وکړي.
دا دفاع د روښانه راتلونکې زېری ورکوي او د حق دا سپیڅلی غږ د افغان وطن ټولو لوڼو او خویندو ته د ازادۍ پیغام ورکوي.
فرګوسن زیاته کړې:«افغان ښځې او نجونې یو له بله ملاتړ کوي او د سیمې د نارینه متحدینو په مرسته مبارزه کوي. موږ باید د دوی ترڅنګ ودرېږو؛ ځکه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د هغوی ونډه حیاتي ده.»
ملګري ملتونه وايي، د «ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړۍوالې ورځې» او د ۱۶ ورځني کمپاین په درشل کې به نړۍ ته دا پیغام تکرار کړي چې افغان ښځې او نجونې لا هم پاملرنې، ملاتړ او همکاریو ته سترګې په لاره دي. د یاد سازمان په وینا؛ نړۍواله ټولنه باید له افغان ښځو سره د خواخوږۍ او ملاتړ کچه لوړه کړي.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان وتوانېد چې د افغانانو عامه ذهنیت، د بحث اصلي محورونه او تر ډېره د افغان ډیاسپورا فکري تمرکز بدل کړي. هغه موضوعات چې باید د اسلاماباد د سیاسي زوال، داخلي کړکېچونو، د پوځ او امنیتي ادارو د ناکامۍ د څرګندولو لپاره مطرح شوي وی، په قصدي ډول څنډې ته شول.
د دې پر ځای چې حقیقت ته تم شوی وی مصنوعي بحثونه مطرح کړی شول چې نه یوازې د اصلي حقایقو د لیدو مخه یې ونیوله، بلکې د یوه داسې ملت تمرکز یې هم ګډوډ کړ، چې د پاکستان پر وړاندې یې شدید منفي ذهنیت لاره/لري.
دا مهال د افغانانو عامه افکار او بحثونه د بې لومړيتوبۍ څپې وهلي او دا چاره د شعوري تبلیغاتو یوه برخه ده.
د پاکستان ډار
پاکستان نن د خپل تاریخ په تر ټولو ژور کړکېچ کې دی. دا یوازې اقتصادي بحران نه دی، نه یوازې سیاسي شخړې او بې ثباتۍ دي، بلکې د دولت د بنسټیزو جوړښتونو د زوال یوه اوږده پروسه پیل شوې ده، چې په قصدي ډول ترې د افغانانو، پښتنو او بلوچانو پام اړول شوی دی.
بلوچستان او د مقاومت نوې څپه: په نړۍ کې ډېر کم هېوادونه داسې صراحت لري چې د خپلو خلکو او یا سیاسي جغرافیې نیمايي ایالتونه د دولت پر ضد وسلهوال مقاومت ته ولاړ شي. په پاکستان کې نن بلوچستان همدا تصویر وړاندې کوي.
د بلوچانو مبارزه یوازې د څو ډلو فعالیت نه دی، بلکې د یو اوږد تاریخي محرومیت، قومي تبعیض او سیاسي استبداد په وړاندې راولاړه شوې مفکوره ده او اوس یې نوي نسل جګړه په خپل لاس کې اخیستې ده.
په رسنیز کچ پاکستان ان د بلوچستان نوم اخیستل هم نه غواړي، ځکه د کړکېچ هر ځل یادونه یې د جغرافیايي کمزورتیا او د دولت د ناکامۍ ثبوت دی.
دا جګړه د تېرو څلورو کلونو په پرتله تر بل هر وخت پیاوړې شوې ده، مګر په قصدي ډول په نړۍوال سټیج بې اهمیته ګرځول شوې، خو په سیمه ییز کچ هم عامه افکار منحرف شوي او بلوچان له یاده ویستل شوي.
اقتصاد او درانه پورونه: پاکستاني اقتصاد د سقوط درشل ته رسېدلی دی، روپۍ د خپل تاریخ تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې، د غربت او بېکارۍ کچه لوړه شوې، ای ایم ایف سختې مقررې لګولې، د پانګونې چاپېريال په شدیده بڼه ځپل شوی، صنعت د دېواله کېدو له ګواښ سره مخ دی او د صادراتو ستونزې د دولت د نغدي پیسو زیرمې ختموي.
د اقتصاد زوال د امنیت، سیاست او ټولنې د ټولو نورو بحرانونو مور ده. خو افغان لوری چې له پاکستان سره د کړکېچ اوږ تاریخ لري پر ځای د پاکستان د ځواک په اړه بحث کوي.
پښتونخوا او وسله والې ډلې: ټي ټي پي، داعش، بلوچ ډلې او ګڼې نورې وسلهوالې شبکې په پاکستان کې له دولتي ځواک سره سیالي کوي. هره ورځ د پولیسو او پوځ پر ضد بریدونه کېږي. دا یوازې امنیتي پېښې نه دي، دا د پاکستان د امنیتي ادارو هغه ستره ناکامي ده چې څوک یې په اړه بحث نه کوي.
اسلاماباد ښه پوهېږي چې د دې مسایلو مطرح کېدل د پاکستان د دولت پر مشروعیت مستقیم برید دی. له همدې امله غواړي داخلي او سیمه ییز عامه ذهنیت د دې موضوعاتو له څېړلو منحرف پاتې شي.
په سیمه ییز او نړۍوال کچ دا غږ او د پاکستاني اسټبلیشمېنټ کمځواکي روښانول د افغان ډیاسپورا پر غاړه دي، خو افغان ډیاسپورا پر دې بوخته ده چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت چپه کولی شي او که نه؟
پاکستان څنګه د افغانانو فکري تمرکز بدل کړ؟
دا لومړی ځل نه دی، تاریخ ته په کتو کله چې پاکستان غوښتي چې له خپلو داخلي ستونزو پاملرنه واړوي او خپلو خلکو ته بېرونی تهدید لوی وښيي، تر ټولو اسانه کار دا دی چې د افغانستان او هند په عامه ذهنیت کې مصنوعي بحران جوړ کړي. پاکستان هم همدا کار وکړ.
دا ټولې پوښتنې د یوې رواني جګړې برخه وې، ځکه اصلي بحث دا نه و چې پاکستان څه کولی شي، بلکې دا و او دی چې پاکستان څه نه شي کولی؟
د مصنوعي ګواښ فضا: پاکستان فکرونه د افغانستان پر داخلي مسایلو، د رژیم د بدلون پر بحثونو او د ډېپلوماټیکو احتمالاتو په لوري کش کړي، څو هېڅوک د بلوچانو جګړه، د اقتصاد تباهي، د امنیتي ادارو ناکامي، داخلي بې اعتمادي، غربت او د کورنیو سیاستونو بحران ته پام ونه کړي.
پوښتنه دا ده چې که د افغان ډیاسپورا چلند همدا ډول سطحي وي، ایا افغانان به دا رواني جګړه وبایلي؟ځواب هو دی، ځکه دا ډول رواني جګړه بایلونکې ده، ځکه افغان لوستی قشر په هغه بحث مشغول دی چې پاکستان یې غواړي. ډیاسپورا د هغو موضوعاتو اسیره شوه چې اسلاماباد د افکارو د انحراف لپاره طرحه کړي وو. د دغو ټولو مصنوعي بحثونو پر ځای باید افغان ډیاسپورا وپوښتي: پاکستانی استبلیشمېنټ څنګه هره ورځ تر واک لاندې ځمکه له لاسه ورکوي؟ دا د حقیقي روایت د ایجاد اساسي پوښتنه ده.
د پاکستان د اصلي بحران نه یادول د سیمې لپاره ولې خطرناک دي؟
افغانستان او سیمه هغه وخت خپل واقعي تصویر ویني چې د پاکستان د زوال پروسه په علمي او پر حقایقو ولاړ تحلیل کې وڅېړل شي. تر هغو چې افغانستان او سیمه د پاکستان د اصلي بحران انځور ونه ویني، د سیاست، امنیت او اقتصاد ټول تحلیلونه نیمګړي پاتې کېږي.
د جګړې جغرافیه بدله او لویه شوې ده، که په پاکستان کې داخلي جګړه پراخه شي، پښتونخوا او بلوچستان د جګړې د نویو مرکزونو په توګه مخ ته راځي. که پاکستان د پوځ د کنټرول له لاسه ورکولو پړاو ته داخل شي، د نړۍوالو استخباراتو نوی رقابتي میدان به جوړ شي او که د پاکستان د دولت کمزورتیا دوام پېدا کړي، د سیمې جیوپولیټیک نقشه به د ۲۰۱۰ په پرتله سل چنده متفاوته وي.
اوس د افغان ډیاسپورا لپاره د رواني جګړې په پار بنسټیزه پوښتنه دا نه ده چې پاکستان څه کولی شي؟ اصلي پوښتنه دا ده چې پاکستان تر کومه د سقوط په مسیر روان یو هېواد دی؟
دا هغه بحث دی چې موږ ته د سیمې د راتلونکي په اړه یوه لارنقشه راکولی شي. د پاکستان د پټو بحرانونو روښانه کول یوازې یو تحلیل نه دی؛ دا د افغانستان او سیمې د امن او ثبات لپاره د افغان ډیاسبورا مسوولیت دی.
که موږ غواړو د سیمې د راتلونکي په اړه د واقعیت پر بنسټ فکر وکړو، باید د پاکستان د اصلي ستونزو، د دولت د داخلي ماتېدو، د وسلهوالو ډلو د پراخېدو، د اقتصادي سقوط خطر او د امنیتي ادارو د ناکامۍ په اړه روښانه او دوامدار بحثونه وکړو.
مصنوعي بحثونه، احساساتي غبرګونونه او د پاکستان د جوړو شویو روایتونو تعقیبول افغانان د سیمې د حقیقي تصویر له لیدو محروموي.