• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له بېلتون وروسته څنګه ځان رغولی شو؟

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۳ GMT+۰

جلا کېدل (بېلتون) د ژوند له تر ټولو سختو احساساتي تجربو څخه کېدای شي؛ داسې تجربه چې انسان له درد، غم، ژړا، کړاو ان په ځان شک او بې‌باورۍ سره مخ کوي. بېلتون یوازې د یوې اړیکې پای نه‌وي؛ دا د زړه یوه داسې ټوټه له ځان سره وړي چې کله مو د ژوند ټوله برخه وه، ناڅاپه ګورې چې نشته.

ورځنۍ خبرې، عادتونه، خوبونه او هیلې ټول ورسره بدل شي. انسان داسې احساس کوي لکه ځان چې یې له لاسه ورکړی وي.

خو که رښتیا ووایو، بېلتون که هر څومره دردناک وي، همدا پړاو د انسان د ځان‌پېژندنې تر ټولو ژور درسونه هم لري.

بیلتون هغه درد دی؛ هغه څه چې درباندې تېریږي یایې زغمې بل کس ته یې هسې نه‌شې تشریح کولی.

له بېلتون وروسته درد تل په ژړا نه‌څرګندېږي. ځینې وخت انسان خاندي، خو په ګوګل کې ژاړي. ځینې وخت قوي ښکاري، خو یوازې پاتې شي، زړه یې مات وي. هغه درد چې د یو چا د عطر له بوی سره یې یادونه ذهن او زړه تسخیر کړی وي، څنګه وي؟ یوازې هغه کس پوهیږي چې بیلتون یې تجربه کړی وي. یادونه ناڅاپه راځي؛ د فلم د یوې صحنې په لیدو، د ځینو خبرو په اورېدو، د ځينو خلکو په لیدو،د یوې سندرې په اورېدو چې په ګډه مو اوریدلې وي، په هغو ځایونو کې پلی تګ چې په ګډه سره ګرځیدلي وي، دا هر څه زړه دومره دروند کړي چې ښایې که په مرمیو سوری سوری شي دومره به درد حس نه‌کړی لکه دغه درد.

انسان له ځانه پوښتنې کوي، ما چېرې تېروتنه کړې؟ ایا زه کافي نه‌وم؟ ولې هر څه داسې پای ته ورسېدل؟

دا پوښتنې طبیعي دي. دا د کمزورۍ نښه نه‌ده، دا د مینې نښه ده. هغه څوک چې رښتیا احساس لري، درد هم ژور احساسوي.

روان پوهان وایي، په داسې حالت کې باید ځان ته اجازه ورکړئ، چې غمجن اوسۍ. داسې حالت کې خلک تل وایي «هېر یې کړه، مخ ته لاړ/لاړه شه، قوي اوسه.» خو دا هر څه دومره اسانه چې ویل کیږي دومره اسانه هم نه‌دي. زړه په خبرو نه‌رغیږي، غم وخت غواړي. غم باید حس شي، نه دا چې پټ شي. هڅه مه کوئ چې ژر «ښه» شئ.

درد باید حس شي، نه دا چې پټ شي. ځان ته اجازه ورکړئ چې خپه اوسئ، وژاړئ، چوپ پاتې شئ، یوازې کینئ. دا کمزوري نه‌ده؛ دا درملنه ده. غم او درد مو ومنئ، کله چې غم او درد ومنل شي، زړه ورو ورو سپکېږي.

له ځان سره بېرته د اړیکو جوړول

بېلتون ډېری وخت انسان له خپل ځان څخه هم جلا کوي. ځکه موږ په اړیکه کې له خپل ځان څخه ډېر څه بل چاته ورکوو. اوس دا وخت دی چې بېرته خپل ځان ته راوګرځئ.

له ځانه وپوښته، له دغې اړیکې پرته زه څوک یم؟ څه شی ما خوشحالوي؟ کومې هیلې مې شاته پرېښې وې؟

دا پړاو اسانه نه‌دی، خو ډېر ارزښتناک دی. د یادښت کتابچې کې لیکل، یوازې ګرځېدل، دعا، لمونځ کول، د قران‌کریم قراعت، ځان ته پاملرنه، له یوه باوري ملګرې/ ملګري سره خبرې کول، سپورټ کول، نڅا کول، سندرې ویل، سینګار کول، ښې ښکلې جامې اغوستل، کافي شاپ ته تلل، له ملګرو سره ناسته پاسته،دا ټول مرسته کوي چې انسان خپل ځان بېرته پیدا کړي.

اما بیا هم وایم دا هرڅه اسانه نه‌دي دا باید ومنئ چې خواري ورته ډېره پکار ده.

درد څنګه انسان بدلوي؟

د بېلتون درد که سم وپېژندل شي، انسان نه‌ماتوي، بلکې انسان پیاوړی کوي. دا درد موږ ته ښيي چې موږ څه غواړو او څه نه، سرې کرښې مو کومې دي، باور کول په احتیاط سره وکړو، د مینې په نوم څه شی نه‌شو زغملی او تر هر څه مهمه دا چې د کس پرېکړه زموږ ارزښت نه‌ټاکي.

دلته باید په ځان ډېر مهربانه اوسئ کنه ځان ملامتول، ځان ته سپکې سپورې ویل، د رغونې بهیر ورو کوي. د دې پر ځای له ځان سره داسې خبرې وکړئ لکه خپل میین ته یې چې کوئ، په ځان مهربانه اوسئ او ځان د ځان یو ښه ملګری کړئ.

یوازیتوب، قهر او د بیا تکرار وېره

له بېلتون وروسته یوازیتوب ډېر دروند وي. خو دا یوازیتوب کولای شي د ځان‌پېژندنې خاموشه فضا هم شي. له ځان سره پاتې کېدل تل بد نه‌وي؛ کله نا کله همدا چوپتیا انسان بېرته ژوند ته راګرځوي.

قهر او کرکه هم طبیعي دي. خو که انسان پکې بند پاتې شي، زخم لاپسې ژورېږي. بښنه حتا که د مقابل لوري لپاره نه‌ويد خپل زړه د ارامۍ لپاره ضروري ده.

او هو، وېره به وي. وېره له دې چې بیا هماغه تېروتنه تکرار نه‌شي. خو دا وېره که په پوهاوي بدله شي، انسان ته حکمت ورکوي، نه‌کمزوري.

مخته تګ، خو په حوصله

مخته تګ دا نه‌دي چې ژر نوې اړیکه پیدا کړو. مخ ته تګ دا دي چې لومړی ځان ته ورسېږو. خپل درد او زخمونه وپېژنو، خپل ارزښت ومنو او بیا که وخت راغی، د سالمې اړیکې لپاره چمتو شو.

بېلتون د ژوند پای نه‌دی. دا یو فصل دی، سخت دی، خو مهم.

بېلتون کې زړه سخت ماتیږي، خو انسان له همدغه ماتې ځان بیا جوړوي. که درد ومنل شي، که ځان ته وخت ورکړل شي او که له ځان سره رښتیني واوسئ، نو دا تجربه موږ ته هغه ځواک راکوي چې مخکې مو نه‌درلود.

بیلتون یوازې د یو چا له لاسه ورکول نه دي؛ دا د ځان بېرته موندل دي. خو وخت غواړي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

نوې څېړنه؛ د الزایمر د تشخیص لپاره د وینې معاینات څه وایي؟

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۰
100%

نوې علمي څېړنې ښيي، چې د الزایمر ناروغۍ د لومړنیو نښو د تشخیص لپاره د وینې په معاینې کې مهم پرمختګ شوی، خو متخصصان ټینګار کوي، چې یوازې پر یوې معاینې تکیه کول سم نه‌دي. د وخت په تېرېدو د بیومارکرونو د بدلونونو څارل تر ټولو دقیقې پایلې ورکوي.

ساینسپوهان هڅه کوي د وینې داسې ساده معاینات رامنځته کړي، چې د حافظې د ستونزو له څرګندېدو وړاندې د الزایمر خطر تشخیص کړي. خو تازه څېړنو ښودلې چې چاغوالی، د پښتورګو ناروغي او نورې مزمنې ستونزې کولای شي د معایناتو پایلې ګډوډې کړي.

ولې یوازې یوه معاینه بسنه نه‌کوي؟

په دې اړه د واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې راغلي، هغه څېړنه چې دا میاشت وړاندې شوه، څرګندوي چې د چاغوالي پر مهال له الزایمر سره تړلي پروټینونه په وینه کې ګډېږي، له همدې امله د یوې واحدې معاینې پایله تل د باور وړ نه‌وي. بله څېړنه ښيي هغه کسان چې د حافظې په اړه اندېښنه لري، خو په عادي ادراکي ازموینو کې نورمال ښکاري، که د وخت په تېرېدو د دوی د وینې بیومارکرونه (داسې بیولوژیکي نښې دي چې د انسان د بدن د حالت، ناروغۍ یا د درملنې د اغېز په پېژندلو کې کارېږي.) زیات شي، نو ورسره د الزایمر د رامنځته کېدو د خطر کچه هم لوړېږي.

د څېړونکو په وینا، نږدې ۲۰ سلنه هغه کسان چې په پیل کې یې د الزایمر نښې نه‌لرلې، وروسته یې غیرطبیعي بیومارکرونه ښکاره کړل.

د تشخیص په برخه کې لوی بدلون

د امریکا د واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکی سایرس اېراجيوایي: «شل کاله وړاندې موږ یوازې له مړینې وروسته د الزایمر تشخیص کولی شو، خو اوس دا برخه په بشپړه توګه بدله شوې ده.»

پخوا د الزایمر تشخیص یوازې د دماغ د انځور اخیستنې (PET Scan) او یا د ملا د تیر د مایع له لارې کېده، چې هم ګران و او هم یې لاسرسی محدود و. خو اوس د وینې معاینې کولای شي د امیلویډ او تاو په څېر پروټینونه وښيي چې د ناروغۍ له پیل سره تړاو لري.

د امریکا د خوړو او درملو اداره او د وینې معاینات

د امریکا د خوړو او درملو ادارې تر اوسه دوه د وینې معاینات تایید کړي، چې یوه معاینه دا ردوي چې ایا د ناروغ نښې د الزایمر له امله دي که نه، او بله معاینه بیا له متخصصینو سره مرسته کوي، چې د ناروغۍ شته‌والی تایید کړي.

خو د الزایمر ټولنه وایي، دا معاینات باید یوازې د ډاکټر تر څارنې لاندې وشي او د کورني استعمال لپاره نه‌دي.

د مزمنو ناروغیو اغېز

څېړنو ښودلې چې د پښتورګو ستونزې د وینې پر معایناتو اغېز کوي. د امریکا د روغتیايي ادارو د معلوماتو له‌مخې، له ۶۵ کلونو پورته نږدې ۳۴ سلنه خلک د پښتورګو له مزمنې ناروغۍ کړېږي، چې دا چاره د معایناتو پایلې لږ باوري کوي.

کارپوهان وایي، د وینې معاینات د ټول بدن له حالته اغېزمنېږي، په داسې حال کې چې د دماغ انځور اخیستنه دا ستونزه نه‌لري.

متخصصین ټینګار کوي، چې څو ځله د وینې د معایناتو کول، د ناروغ د ادراکي روغتیا په اړه تر ټولو دقیق انځور وړاندې کوي. د یوې معاینې پایله یوازې د یوې شیبې حالت ښيي، خو دوامداره معاینات د راتلونکو بدلونونو اټکل شونی کوي.

که څه هم د الزایمر د تشخیص لپاره د وینې معاینات یو مهم علمي پرمختګ بلل کېږي، خو متخصصین سپارښتنه کوي، چې دا معاینات باید له نورو طبي ارزونو سره مل شي. تر اوسه دغه معاینات د عام سکرینینګ لپاره نه‌دي، خو د راتلونکې لپاره د وختي تشخیص یوه هیله بښونکې لاره بلل کېږي.

ګوګل د چټک سرعت لرونکی «جېمني ۳ فلش» مصنوعي ځیرکتیا ماډل معرفي کړ

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۰
100%

ګوګل تازه د چټک سرعت لرونکی «جېمني ۳ فلش» مصنوعي ځیرګتیا ماډل وړاندې کړی او دا د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو چټک ماډل یادیږي. دغې ادارې د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې «جېمني ۳ پرو» ماډل معرفي کړی و.

ګوګل اداره وایي، دا ماډل د ډېر چټک کار کولو لپاره جوړ شوی دی. د ګوګل د معلوماتو له‌مخې، جوړ شوی ماډل د ډېرو ترویجونو لپاره د ګوګل د لټون په څېر چټک احساسیږي.

«جېمني ۳ فلش» به اوس په جېمني اپلېکېشن کې د ډیفالټ ماډل په توګه کار کوي، خو د «جېمني ۳ پرو» لپاره باید د فاسټ پر ځای د «تفکر» (Thinking)ماډل غوره شي.

ګوګل ویلي، چې «جېمني ۳ پرو» لا هم د پرمختللې ریاضي او کوډېنګ لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی، خو شرکت ډاډ ښودلی، چې فلش ماډل به د نورو ټولو کارونو لپاره غوره ثابت شي.

دا ماډل د «جېمني ۲.۵ فلش» پرتله ډېر پرمختللی او ان په ځینو ازموینو کې د اوپن‌‌اې‌‌ای له «GPT-5.2» سره برابر ثابت شوی دی.

«جېمني ۳ فلش» د ګوګل سرچ په اې‌‌ای موډ کې هم د ډیفالټ ماډل په توګه ټاکل شوی دی. د ګوګل په وینا، «د مصنوعي ځیرکتیا ماډل به اوس ستاسو اړتیاوې لا ښه درک کړي او تاسو به وکولی شۍ له هغه څخه ډېرې ستونزمنې پوښتنې وکړئ او مناسب ځوابونه ترلاسه کړئ.»

د یونېسکو مشرې طالب چارواکو سره د بامیان تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په اړه خبرې کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۱ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د یونېسکو سازمان مشر پاتریشیا مک‌فلپس د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې د تاریخي اثارو د ساتنې او د بامیان کلتوري میراثونو ته د نړۍوالو بنسټونو د پام اړولو اهمیت ته په اشارې ټينګار وکړ، یونېسکو د دغه ولایت د تاریخي سیمو بیارغونې ته ژمنه ده.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پاتریشیا مک‌فلپس په دې کتنه کې وویل: «یونېسکو د بامیان د تاریخي سیمو د بیارغونې په موخه د خپلو فعالیتونو دوام ته ژمنه ده.»

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د بیارغونې په برخه کې د یونېسکو له هڅو په ستاینې سره وویل: «د غُلغُله ښار، ضحاک، کاروان سرای شش پل او په ولسوالیو کې د نورو لرغونو اثارو ساتنه د سیمه‌ییز حکومت په لومړیتوبونو کې ده.»

عبدالله سرحدي همداراز د یونېسکو له مسوولینو وغوښتل، چې د ولایت په کچه خپلو فعالیتونو ته همداراز دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې د خپل لومړي پړاو د واکمنۍ په وروستیو کې (د ۲۰۰۱ کال په لومړیو کې) د بامیان بوتان په بمونو سره والوزول او دغه تاریخي اثار یې د تل لپاره نیمګړي کړل.

جغرافیا او تبلیغات؛ د ایکس (X) نوې ځانګړنې د خلکو اصلي ځایونه رابرسېره کړل

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰
•
مصور زادفر
100%

ټولنیزې شبکې ایکس تازه داسې نوې ځانګړنه فعاله کړې ده چې د کاروونکو موقعیت ښيي. دا ځانګړنه خلکو ته د واکمنو د پټو فعالیتونو او هغو لګښتونو رازونه بربنډوي چې دوی یې په تبلیغاتي جګړو لګوي.

افغانستان انټرنشنل د یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو د چارواکو، د هغوی د پلویانو او د پخواني حکومت د لوړپوړو چارواکوپاڼې کتلې دي، چې له دې نوې ځانګړنې سره تازه معلومات د هغوی د اوسېدو ځایونه څرګندوي.

دا ځانګړتیا هغه کاروونکي رسوا کوي چې ځانونه په افغانستان یا بل هېواد کې ښيي، او داسې فعالیتونه کوي چې د همغه هېواد اړوند محتوا خپروي، خو د دوی حساب بل ځای ښيي.

زموږ څېړنې ښيي چې د اروپا له ځینو هېوادونو لکه برېتانیا، فرانسې، هالنډ او نورو څخه ګڼ شمېر پاڼې د طالبانو په ګټه منظم تبلیغ کوي.

د ذبیح‌الله مجاهد حساب د امریکا له خاورې اداره کېږي

نوی فیوچر ښيي چې د طالبانو د مشر ویاند ذبیح‌الله مجاهد حساب چې له یو میلیون زیات تعقیبوونکي لري د امریکا له متحده ایالاتو اداره کېږي.

دا حساب له ۲۰۱۷ کال راهیسې فعال دی.

100%

تر اوسه د مجاهد د امریکا سفر کوم راپور نشته خوښايي دوه حالتونه وي: یا به په امریکا کې څوک د هغه حساب چلوي، یا به هغه وروستیو کې له امریکا نه خپل ته حساب ننوتی وي.دا امکان هم شته چې نوموړی VPN کاروي.

هېبت‌الله اخوندزاده ته منسوب ویاند آیفون کارويهغه موبایل چې د نړۍ یو له تر ټولو پرمختللو او ګران بیو وسایلو څخه دی. طالبان عموماً د لوېدیځ له ټکنالوژۍ او تجمل څخه ځان لرې ښکاره کوي خو آیفون د لوېدیځ د تجمل سمبول ګڼل کېږي.

د ملا برادر ددفتر اکاونټ له برېټانیا مدیریت کېږي

100%

د نوې ځانګړتیا له مخې د ملا عبدالغني برادر دفتر رسمي حساب د انګلستان له خاورې اداره کېږي په داسې حال کې چې د هغه دفتر د لندن کوم سفر نه دی اعلان کړی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت پاڼه له اتریش اداره کیږي

همدا راز د طالبانو د سفارت حساب چې د مسکو په نوم فعال دی، د اتریش له خاورې اداره کېږي، او د اپل اپ‌سټور له لارې د امریکا په نوم ثبت دی.

د احمدالله وثیق حساب هم د امریکا له خاورې ښکاري.

د طالبانو د المرصاد ځای منځنۍ اسیا ښيي او د اپل سټور له لارې په شمالي امریکا کې ثبت دی.

د طالبانو د تبلیغ کوونکو نښې اروپا کې

زموږ څېړنې ښيي چې ګڼ شمېر طالب پالي حسابونه د اروپا له هېوادونو فعال دي.

د «عبدالسلام مجاهد» په نوم کاروونکی چې د ملا یعقوب انځور یې پروفایل کې دی په فرانسه کې فعال ښودل کېږي دا حساب پنځه ځله نوم بدل کړی.

د حافظ انس حقاني ویناوي حساب د فرانسې له خاورې ښودل کېږي او د انس حقاني خبرې او عکسونه خپروي.

د اسلامي امارت په نوم حساب په اروپا کې فعال دی او د طالبانو محتوا خپروي.

لسګونه نور حسابونه هم په اروپا او عربي هېوادونو کې فعال دي چې هره ورځ د طالبانو د ستاینې لپاره زرګونه لیدنې اخلي.

100%

د نوې ځانګړتیا له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي حساب د هند له خاورې فعال دی.

نوموړی د نومبر په لومړیو کې د پاکستان سره د خبرو اترو لپاره په استانبول کې و خو وروسته یې موقعیت هند او بیا افغانستان و.

دا موضوع ځکه مهمه شوې چې پاکستان ادعا کوي طالبان له هند سره ګډ کار کوي څو د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې پیاوړې کړي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو او هند اړیکې بې‌ساري تودې شوې دي.

د پخواني حکومت د چارواکو حسابونه

افغانستان انټرنشنل د پخواني حکومت د چارواکو پاڼې هم لیدلې دي.

د اشرف غني حساب د هالنډ له ځایه ښودل کېده خو څو ساعته وروسته برېتانیا ته واوښته سره له دې چې هغه په اماراتو کې اوسیږي.

د اپل اپ‌سټور له مخې د هغه حساب د برېټانیا له خاورې وصل دی.

100%

د عبدالله عبدالله حساب هم برېټانیا ښودل کېږي سره له دې چې نوموړی په کابل کې دی او نوي‌ډیلي ته تګ راتګ لري.

100%

د حنیف اتمر حساب د جرمني له ځایه ښودل شوی.

د احمد مسعود او امرالله صالح حسابونه د منځنۍ آسیا د یوه هېواد له خاورې فعال ښکاري چې احتمالاً تاجیکستان دی.

100%

د خطا امکان

د نوې ځانګړتیا په لومړیو ساعتونو کې ځینو کاروونکو د موقعیت دقت تر پوښتنې لاندې کړ.

ایکس خبرداری ورکړی چې دا معلومات کېدای شي د VPN سفر یا لنډمهاله اقامت له امله بدل ښکاره شي.

سره له دې چې د ایکس د محصول مشر نیکیتا بیر ویلي: دا معلومات ۹۹ سلنه دقیق دي

ایکس دا ځانګړتیا د شفافیت د زیاتوالي لپاره فعاله کړې ده او غواړي هغه کسان وپېژني چې د جعلي هویتونو په کارولو سیاسي اهداف پر مخ وړي.

په امریکا کې هم ډېر حسابونه چې ځانونه امریکا کې ښيي په حقیقت کې د هند تایلنډ او بنګله‌دیش خاورېکې فعال وو.

دا مفکوره له ۲۰۱۸ راهیسې موجوده وه خو د پخوانیو کارکوونکو په وینا څو ځله رد شوې وه.

تر دې وړاندې کاروونکي خپل موقعیت پخپله ټاکلای شو.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایکس د کاروونکو د موقعیت معلومولو لپاره کوم معلومات کاروي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ورځ؛ افغان مېرمنې د "میرابل" خوېندو په جامه کې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۴ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځ شالید د دومینیکن جمهوریت د میرابل خویندو له وژنې سره تړاو لري، چې د ۱۹۶۰م کال د نومبر په ۲۵مه د یوه ظالم رژیم پر وړاندې د خپلې مبارزې له امله ووژل شوې.

دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په رسمي توګه په ۱۹۹۹م کال کې ومنله.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی چې فزیکي، رواني، اقتصادي او جنسي ډولونه لري، نه یوازې ښځې زیانمنوي، بلکې د ټولنې په پرمختګ او هوساینې هم ناوړه اغېز لري. د دې ورځې د نمانځلو موخه د ښځو د حقونو ساتنه، د تاوتریخوالي د ستونزې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د هغو هڅو پراختیا ده، چې د ښځو لپاره یو خوندي او عادلانه چاپېریال رامنځته کوي.

د میرابل خویندو کیسه

د میرابل خویندو کیسه د ډومینیکن جمهوریت د یوې کورنۍ درې زړورو خویندو (پاتریا، مینروا، او ماریا ترسا) د ژوند او مبارزې کیسه ده، چې د ظلم پر وړاندې یې خپله مبارزه پیل کړه.

دوی د ۱۹۵۰م کال په وروستیو کې د ډېکټاټور رافایل تروخیو د ظالمانه رژیم پر وړاندې ودرېدل، چې خلک یې په وېره کې ساتلي وو.

میرابل خویندې د خپلې پوهې او زړورتیا له لارې د سیاسي ازادۍ لپاره یوه ځواکمنه ډله جوړه کړه، چې د "لاس مارپوساس" (پتنګان) په نوم پېژندل کېده.

د دوی د مبارزې موخه د ظلم پای ته رسول او د ډېموکراسۍ لپاره لار هوارول وو.

دوی په ۱۹۶۰ کال د نومبر په ۲۵مه، د رژیم د استخباراتو له خوا د یوې غمیزې قرباني شوې، چې د ډیکټاټور رژیم د ظلمونو یوه بربنډه څرګندونه وه.

د میرابل خویندو وژل د ډومینیکن د خلکو په زړونو کې د بدلون او درېدو یوه جذبه راوپاروله، چې د څو میاشتو په اوږدو کې د رژیم د زوال لامل شو.

د دوی قربانۍ ته د درناوي لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په ۱۹۹۹ کال کې د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړۍواله ورځ وټاکله.

دا ورځ د میرابل خویندو د قربانۍ یاد تازه کوي او د جنسیتي مساوات او عدالت لپاره د مبارزې سمبول ګرځېدلی.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو اړتیا

د نړۍوالو راپورونو له مخې، د نړۍ په کچه تقریباً یوه پر درېیمه برخه ښځې د ژوند په جریان کې تاوتریخوالی تجربه کوي. دا شمېر په جګړه‌ځپلو او غریبو هېوادونو، لکه افغانستان، فلسطین، پاکستان، هند، بنګله دېش، ایران، افریقايي هېوادونه او لسګونو نورو کې مخ پر زیاتېدو بریښي.

د ښځو د حقونو خوندیتوب یوازې اخلاقي اړتیا نه ده، بلکې دا د بشري حقونو بنسټیزه برخه ده، چې د یوې عادلانه او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره اړینه ده.

100%

افغان مېرمنې د میرابل خویندو په جامه کې

د طالبانو د بیا واکمنۍ اغېز

که څه هم له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا د ښځو د حقونو، پر وړاندې د تاوتریخوالي د مواردو او په اړه یې د مخنیوي لپاره ډېره عامه پوهونه، تعلیم او قانوني کار شوی، خو په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د ښځو د ژوندانه تقریباً ټولې برخې اغېزمنې شوې دي.

ښځې عادلانه محاکمو ته لاسرسی نه لري، د کار، زده کړو، مدني او سیاسي ژوند، د خبرو او بیان ازادۍ حق ترې اخیستل شوی، چې د لومړنیو حقونو په توګه ښځې د یوه رژیم له خوا د تاوتریخوالي ښکار ګرځېدلې دي.

تعلیم ته د لاسرسي بندیز:
طالبانو د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، چې میلیونونه نجونې یې له تعلیمه بې برخې کړې. دا پرېکړه د ښځو د پرمختګ پر وړاندې یو جدي خنډ دی.

د دغې پرېکړې په اساس ښځې په سیستماتیک ډول د زده کړو له حق بې برخې شوي او د طالبانو د رژیم له خوا ښځې د بې سوادۍ ښکار ګرځېدلې دي.

د نړۍوالو بشري قوانینو له اړخه په زور له یوه انسان د تعلیم حق اخیستل د تاوتریخوالي غوره بېلګه ده او په افغانستان کې ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

کار ته د ښځو د لاسرسي محدودیت:
په دولتي ادارو او غیرې دولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع شوې دي، چې هغوی یې اقتصادي خپلواکۍ ته له رسېدو راوګرځولې.

دا چاره هم په خپل ذات کې د تاوتریخوالي یو ډول دی، چې د ټولنې یو لوی قشر له اقتصادي خپلواکۍ راوګرځول شي او له هغوی دا حق واخیستل شي چې په خپله خوښه کار او اقتصادي ژوند ژواک وکړي.

پر ټولنیز ژوند بندیز:
له محرم پرته د ښځو پر سفر کولو بندیزونه، د ښځو لپاره د ځانګړو تفریحي ځایونو بندېدلاو د ښځو پر ټولنیزو حقونو محدودیتونه د دوی پر وړاندې د سیسټماټیک تاوتریخوالي څرګندې بڼې دي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ډولونه

  • فزیکي تاوتریخوالی: په کلیوالي سیمو کې د ښځو وهل ټکول او په زور د ودونو کچه لا هم لوړه پاتې ده.

100%
  • رواني تاوتریخوالی: د ښځو د حقونو او ازادۍ محدودول، هغوی د ټولنیز پوهاوي پر وړاندې تحقیرول او د دوی شخصیت ته سپکاوی.
  • قانوني او سیسټماټیک تاوتریخوالی: د ښځو د حقونو نقض کول د رسمي قوانینو او پالیسو له لارې د تاوتریخوالي یوه منظمه بڼه ده.

د افغان مېرمنو حقونه او د نړۍوالو اندېښنې

ملګري ملتونه، د بشري حقونو سازمانونه او د ښځو د ملاتړ ادارې په دوامداره توګه د طالبانو د پالیسیو غندنه کوي او هغوی د ښځو د بشري حقونو ښکاره ناقضین بولي.

راپورونه ښیي چې ښځې اوس په افغانستان کې له سختۍ سره د ژوند کولو تر ټولو نازکو حالاتو سره مخ دي.

نه یوازې دا چې د زده کړو حق ترې اخیستل شوی بلکې په کم عمر په زور ودونو ته مجبوریږي، د افغانستان لوی شمېر مېرمنې بشپړې او منظمې غذا ته لاسرسی نه لري او د ټولنیزې بې عدالتۍ له مخې د ژوندانه له یوه ګواښمن حالت سره مخ دي.

د افغان مېرمنو مبارزه

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو را وروسته افغان مېرمنو خپل غږ نه دی خاموش کړی، په کورنیو، سیمه ییزو او نړۍوالو سټیجونو یې د خپل حق ناره پورته کړې، د طالبانو د مېرمنو ضد سیاستونه یې چلنج کړي، د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوې دي، لا هم یوه ډله مېرمنې زنداني دي خو د مدني او سیاسي مبارزې هر ډول یې ازمویلی دی.

د یوه ډېکټاټور نظام پر وړاندې د یوې داسې ټولنې مېرمنې چې غږ یې عورت بللي کیږي درېدل د میرابل خویندو له مبارزې کمه مبارزه نه ده.

د حل لارې

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره تر هر څه وړاندې د دولتونو په کچه مفکوريي ژمنتیا ته اړتیا ده، خو طالبان په فکري لحاظ د ښځو د یو شمېر حقونو مخالفت کوي.

که چېرې لاندې ګامونه وا نه خیستل شي نو افغانې مېرمنې به لا هم وځپل شي:

نړۍوال ملاتړ:
نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

د افغاني ټولنې په ۲۲ اقشارو کې تر ټولو ځپل شوی قشر د مېرمنو دی، چې له هر ډول فردي، جنسي او هویتي ازادۍ بې برخی دی.

د نړۍوال جنسي اعتدال تفکر له مخې، نړۍوالې ټولنې ته بویه چې د افغانستان د میلیونونو مېرمنو د حقونو د خوندیتابه په پار له افغان مېرمنو سره مرسته وکړي. حاکمه ډله تر فشار لاندې راولي او د مېرمنو د حقونو مساله جدي ونیسي.

تعلیم ته لاسرسی:
د ښځو لپاره د زده کړې حق باید خوندي شي، ځکه زده کړه د ښځو د خپلواکۍ او پرمختګ بنسټیز عنصر دی، خو په افغانستان کې حاکمه ډله د دغه حق د ورکړې مخالفه ده، په ملي او نړۍواله کچه فشارونه کولی شي چې طالبي تفکر چلنج کړي او مېرمنې خپل اساسي حق تر لاسه کړي.

اقتصادي فرصتونه:
ښځو ته د کار او اقتصادي فعالیتونو لپاره شرایط برابرول د دوی د ټولنیز او اقتصادي ځواکمنتیا لپاره اړین دي، خو که پر وړاندې یې سیستماتیک مقاومت موجود وي، اړینه ده چې لومړی مقاومت له منځه یوړل شي او ورپسې اقتصادي فرصتونه برابر شي.

د عامه پوهاوي لوړول:
که څه هم ټولیزې او ټولنیزې رسنۍ د مېرمنو د حقونو په تړاو په عامه پوهاوي کې ځانګړې ونډه ادا کړې ده، خو د ښځو د حقونو په اړه د دودیزو باورونو بدلون او د پوهاوي پروګرامونه د ټولنیز پرمختګ لپاره مهم دي.

وروستیو شلو کې دا بدلون جوت حس کېدلی شي، خو د طالبانو بیا واک ته رسېدلو د مېرمنو په اړه عامه افکار زیانمن کړي دي.

د نومبر ۲۵مه یوازې یوه ورځ نه ده، بلکې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د اوږدې مبارزې یو سمبول دی. په افغانستان کې ښځې لا هم له ډیرو ستونزو سره مخ دي، خو د دوی لپاره د یوې روښانه راتلونکې د جوړولو لپاره نړۍوالې هڅې باید دوام ومومي. په ملي کچ د مېرمنو د حقونو د ساتنې او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو هڅې باید لا ګړندۍ او منسجمې شي.

دا مهال افغان مېرمنې د میرابل خویندو په جامه کې د ظلم او ستم ښکار شوي او اړتیا ده، چې جابر حاکم پر وړاندې له خپلو ورونو سره یو ځای له خپلو حقونو دفاع وکړي.

دا دفاع د روښانه راتلونکې زېری ورکوي او د حق دا سپیڅلی غږ د افغان وطن ټولو لوڼو او خویندو ته د ازادۍ پیغام ورکوي.

د ښځو د حقونو ساتنه نه یوازې د هغوی لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره د سوکالۍ او پرمختګ لامل ګرځي.