طالبانو د «خپلسري فعالیت او له روغتیایي قوانینو د سرغړونې» له امله ۹ روغتیایي مرکزونه تړلي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسوولینو د کابل په ۶مې ناحیه کې د خپلسري فعالیت او له روغتیایي قوانینو د سرغړونې له امله ۹ روغتیایي مرکزونه تړلي دي.
