• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هه‌نګاو: په روان کال کې په ایران کې ۲۰۳ قضیې د ښځو وژنې ثبت شوې دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۴ GMT+۰

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې په ایران کې د ښځو د وژنو د شمېر د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي، چې په روان کال کې په دغه هېواد کې ۲۰۳ قضیې د ښځو وژنې ثبت شوې دي.

په دې راپور کې راغلي: «د ایران د اسلامي جمهوریت د ښځو ضد قوانینو او همداراز د نر واکه ټولنې او ناموسي مناسباتو له امله د ښځو د وژنو یوه مهمه برخه د احصایې له شمېر څخه پټ پاتې کېږي.»

د هرانا د بل راپور له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د ښځو له حقونو سره تړاو لرونکې لږ تر لږه ۱۵۸ د ښځو د وژنې پېښې، ۱۶ زره او ۵۶۷ د کورني تاوتریخوالي پېښې او ۳۰ زره او ۶۴۲ د ښځو پر وړاندې د «بدحجابي» په نوم د چلند پېښې ثبت شوي دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو دوه کسان له څه باندې ۲ زره نشه‌يي تابلېتونو سره نیولي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰
100%

طالبانو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې دوه کسان له ۲۳۰۰ تابلېت «K» سره یو ځای نیولي دي. طالبان وايي، له دغو کسانو ۸ جوړې ښځينه افغاني جامې چې په‌کې «شیشه» مخلوط شوي و، هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزات د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان نن د کابل ښار له شهرنو سیمې څخه په دوو جلا-جلا عملیاتو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، دغه کسان به تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

په لوګر کې پر ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو یوه اندازه خوراکي او غېر خوراکي توکي ووېشل شول

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
100%

په لوګر کې پر ۱۰۰۰ بې‌وزلو او اړمنو کورنیو د یوې اندازې خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې او یو شمېر نورو همکارو موسسو په همغږۍ برابرې شوې دي.

د لوګر د والي مرستیال محمد انور دین‌پرور د دغو مرستو د وېشنې پر مهال وویل: «که څه هم دغه مرستې د یادو کورنیو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای، خو بې‌وزلو ته هیله‌ورکوونکې او ارزښتناکه دي».

نوموړي همداراز سپارښتنه وکړه، چې د مرستو په وېش کې باید تر ټولو مستحقو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي، او له شتمنو خلکو یې هم وغوښتل، چې د بې‌وزلو حقونو ته درناوی وکړي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له‌مخې، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای، یو کارتن صحي کېټ او د اوبو د تصفیې لپاره تابلیتونه ورکړل شوي دي.

طالبانو په لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شویو کورنیو روغتیایي بستې ووېشلې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شویو کورنیو روغتیایي بستې ووېشلې.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۴۸ کورنیو ته د حفظ‌الصحې او ۳۷ کورنیو ته د انساني کرامت بستې ورکړل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې اداره وايي، چې د دغو مرستو موخه د راستنېدونکو کورنیو د روغتیایي ستونزو مخنیوی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د یاد شمېر کورنیو په اړه دا نه دي ویل شوي چې دوی له کومو هېوادونو ستانه شوي، خو په دې وروستیو په ځانګړې توګه د ژمي په درشل کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان په جبري ډول خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه راستانه شوي کډوال د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو لکه خوراک، سرپناه او روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان او نړۍوالې ادارې له راستنېدونکو افغانانو سره د بنسټیزو مرستو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښه کې ۶ کسان ټپیان شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۰
100%

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسان شدید ټپيان شول. د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو وايي، په دې پېښه کې یو شمېر نور برسېرن ټپيان شوي دي.

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د ورېښمین تنګي په سیمه کې د بکسه او کرولا موټرو د ټکر له امله ۶ کسان سخت ټپيان شوي او یو شمېر نور برسېرن ژوبل شوي دي.

د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ځينو ټپیانو درملنه ځای پر ځای شوې او پاتې نور یې د ښې درملنې لپاره د سروبي ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په لویو لارو کې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او ډېر ګړندی تګ د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

طالبان: د سالنګ لويه لاره د سختې واورې او طوفان له امله تړل شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د واورې اورښت سخت او طوفاني هوا له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، ویلي چې د خرابې هوا له امله پر یادې لارې تګ راتګ تر بل امر پورې درول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د سالنګ په سیمه کې د ۵۸۰ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیاندي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.