د تاوتریخوالي د کمښت لپاره؛ پوځ او د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه هوکړې ته سره ورسېدل

حکومتي ځواکونه او د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک پوځ په حلب ښار کې تر سختو نښتو وروسته د تاوتریخوالي کمولو لپاره یوې هوکړې ته سره رسېدلي دي. د دواړو ډلو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
