• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني یو سوریایی مجرم وګړی دمشق ته استولی

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۰

جرمني له ۲۰۱۱ کال وروسته په لومړي ځل د سې شنبې په ورځ یو مجرم سوریایی وګړی خپل هېواد ته استولی دی. دا په داسې حال کې ده، چې برلین نن یو افغان وګړی هم کابل ته استولی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وویل چې د سوریې مجرم وګړی نن د سې شنبې په سهار په دمشق کې چارواکو ته وسپارل شو او زیاته یې کړه چې یو بل مجرم هم افغانستان ته لېږل شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ وویل: "سوریې او افغانستان ته اخراج باید ممکن وي."

هغه مجرم چې سوریې ته لیږل شوی دی، د جرمني په شمال لویدیځ کې د غلا، بدني ځورونې او شوکې په تور د بند سزا تیره کړې وه او افغان مجرم هم د قصدي فزیکي زیان رسونې په جرم په جنوبي باویریا کې په زندان کې و.

ځینې منتقیدین وايي، دواړو هیوادونو ته د کډوالو بېرته لیږل به دوی له ډیر خطر سره مخ کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې له خپل سوریایي سیال سره ګوري

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سې شنبه په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره رسمي خبرې اترې وکړي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس«ټاس» د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو موضوعاتو د ارزونې په موخه وشي.

تر اوسه د دغو خبرو د اجنډا جزئیات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې د روسیې او سوریې ترمنځ سیاسي، سیمه‌ییز او د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند موضوعات به د بحث اصلي محورونه وي.

روسیه له کلونو راهیسې د سوریې له حکومت سره نږدې اړیکې لري او دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د دوام او پیاوړتیا په چوکاټ کې مهمه بلل کېږي.

د اسراییل د دفاع وزیر: اسراییل له غزې هیڅکله هم په بشپړ ډول نه وځي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د اسراییل دفاع وزیر کاتز د سې شنبې په ورځ وویل چې د امنیتي دلیلونو له امله اسراییلی پوځ هیڅکله په بشپړ ډول له غزې څخه نه وځي او په دې فلسطیني سیمه کې به یو ملکي-پوځي ځواک هم جوړ شي.

دا څرګندونې د امریکا د سولې له هغه پلان سره په ټکر کې دي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اسراییل او حماس لاسلیک کړی و.

د پلان له مخې، اسراییلي ځواکونه باید په تدریجي ډول له غزې وتلي وای او په ساحلي سیمه کې د ملکي استوګنځایونو بیا جوړول منع شوي وای.

کاتز د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر۷مې برید په اړه وویل، « موږ د غزې په ژوره برخه کې موقعیت لرو او هیڅکله به ټوله غزه پرې نه ږدو. داسې څه به هېڅکله نه ونه شي. موږ دلته د ساتنې لپاره یو، څو هغه څه تکرار نه شي، چې پېښ شول».

نوموړي د اسراییلي پوځ د ځینو واحدونو په اړه وویل، « کله چې وخت راورسېږي، په شمالي غزه کې به د هغو ټولنو پر ځای چې بې‌ځایه شوې، د نحال واحدونه جوړ کړو. موږ به دا په سمه توګه او په مناسب وخت وکړو».

د نحال واحدونه د هغو ملکي کسانو لپاره جوړ شوي چې په پوځ کې د شمولیت لېوالتیا لري.

هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د غزې په شمال کې به نوي ښارګوټي جوړ شي.
نوموړي وویل: « دا ښارګوټي به د خپلې خوښې او تګلارې له مخې جوړوو».

کاتز ټینګار وکړ چې اسراییل باید د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره د لبنان او سوریې په ګډون په ټولو سیمو کې حضور ولري او پر نورو د امنیتي مسوولیت د ترسره کولو باور نه لري.

د ګرینلنډ لومړی وزير: د ګرینلنډ د نیولو په تړاو د ټرمپ نوې لېوالتیا "خواشینوونکې" ده

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰

د ګرینلنډ لومړي وزیر ینس-فریدریک نیلسن د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ګرینلنډ د نیولو په اړه د نوې لېوالتیا په څرګندولو خواشینی شوی دی.

نیلسن دا څرګندونې پر فېسبوک شریکې کړې دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې متحده ایالات د ملي امنیت د ساتنې لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري او زیاته یې کړه، هغه ځانګړی استازی چې دې ستر او له کانونو ډک ټاپو ته یې ټاکلی، «د چارو مشري» به وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د لوزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

خواجه اصف: د طالبانو تر واک لاندې ترهګرۍ نه نړیوال او ملګري ملتونه هم اندېښمن دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني طالبانو پر مرکزونو ترسره شوي بریدونه د هند له هغو بریدونو سره پرتله کول، چې په بهاولپور او مریدکې کې یې وکړل، «په بشپړ ډول ناسم او نامناسب» کار دی.

خواجه اصف د سې شبې په ورځ پر اېکس په یوه یادښت کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه هم د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرۍ د ودې» په اړه اندېښمن دي او دا چې هره ورځ دده په وینا، له افغانستان نه پاکستان ته تلونکې وسله والې ډلې د دې حقیقت ثبوت دی.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې چې هند تر اوسه د پهلګام د پېښې په تړاو هېڅ ډول معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي، په داسې حال کې چې پاکستان د دې پېښې لپاره د بې‌ پرې نړیوالو پلټنو وړاندیز هم کړی دی.

د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوی رپوټ هم دا روښانه کوي چې «د هند یرغل غیرقانوني او بې‌اساسه و او د پاکستان ځواب بشپړ قانوني او مشروع و».

د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، هېواد به یې د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره هر قانوني او اړین ګام ته دوام ورکړي.

د خواجه اصف څرګندونې ظاهرا د د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر او مخکښ پاکستاني سیاستوال مولانا فضل‌الرحمان د څرګندونو په غبرګون کې دي.

رحمان په یوه ناسته کې د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر څخه یو لړ سختې او جنجالي پوښتنې مطرح کړې او ویې ویل، چې که پاکستان په دې توجیه پر افغانستان بریدونه کوي چې د دښمن مرکزونه په نښه کوي، نو بیا ولې پر هند اعتراض کوي چېپه بهاولپور او مریدکې کې بریدونه کوي؟

مولانا فضل‌الرحمان دا څرګندونې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۲۱مه، د کراچۍ په لیاري سیمه کې د «تحفظ دیني مدارس کنفرانس» پر مهال وکړې.

هغه وویل: « که تاسې وایاست چې موږ د خپل دښمن مرکزونه ویشتي او دا مشروع عمل بولئ، نو بیا هند هم وایي چې ما په بهاولپور او مریدکې کې پر هغو مرکزونو برید کړی چې پر کشمیر یې بریدونه کول، نو ولې پرې اعتراض کوئ؟».

هغه د پاکستان د پوځ پر تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د پوځ د ناسمو پالیسیو له امله خرابې شوې دي.

ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نړۍ ترټولو لویو او خورا پیاوړو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان وکړ

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰

ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نړۍ ترټولو لویو او خورا پیاوړو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان وکړ. هغه ویلي، دغه نوې جنګي بېړۍ به تر دې دمه د ټولو جوړو شویو بېړیو پرتله «سترې، ګړندۍ او ۱۰۰ چلنده پیاوړې» وي.

هغه دغه څرګندونې د دوشنبې په ماښام (د مرغومي لومړۍ نېټه) په فلوریډا کې د خپلې کابینې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په ناسته کې کړې دي. د امریکا د ولسمشر په وینا؛ دغه پروګرام به د دوو بېړیو په جوړولو سره پیل شي او تمه کېږي، چې تر پایه پورې به یې شمېر له ۲۰ تر ۲۵ بېړیو لوړ شي. د یادې ډلې لومړۍ بېړۍ به د «یواېس‌اېس دیفاینټ» په نوم ونومول شي.

100%

ټرمپ، چې تر دې وړاندې یې د ځینو امریکایي جنګي بېړیو په بڼه نیوکې کړې وې، د دغه بېړیو په ډیزاین کې به برخه واخلي. هغه ويلي، چې دغه بېړۍ به له ۳۰زره ټنو زيات وزن ولري.