د اسراییل پوځ وايي په لبنان کې یې د حزبالله درې غړي وژلي دي

اسراییلي پوځ خبر ورکړی، چې په لبنان کې یې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د حزبالله درې غړي وژلي دي. د اسراییلي پوځ په وینا؛ د دغه کسانو څخه یو یې د لبنان په پوځ کې هم دنده لرله.

اسراییلي پوځ خبر ورکړی، چې په لبنان کې یې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د حزبالله درې غړي وژلي دي. د اسراییلي پوځ په وینا؛ د دغه کسانو څخه یو یې د لبنان په پوځ کې هم دنده لرله.
د اسراییلي پوځ لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ نېټه) شوی دی. د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه کسانو د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې د بریدونو پلان جوړونې او په سیمه کې د حزبالله د زېربناوو د بیارغونې لپاره کار کاوه.


ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نړۍ ترټولو لویو او خورا پیاوړو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان وکړ. هغه ویلي، دغه نوې جنګي بېړۍ به تر دې دمه د ټولو جوړو شویو بېړیو پرتله «سترې، ګړندۍ او ۱۰۰ چلنده پیاوړې» وي.
هغه دغه څرګندونې د دوشنبې په ماښام (د مرغومي لومړۍ نېټه) په فلوریډا کې د خپلې کابینې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په ناسته کې کړې دي. د امریکا د ولسمشر په وینا؛ دغه پروګرام به د دوو بېړیو په جوړولو سره پیل شي او تمه کېږي، چې تر پایه پورې به یې شمېر له ۲۰ تر ۲۵ بېړیو لوړ شي. د یادې ډلې لومړۍ بېړۍ به د «یواېساېس دیفاینټ» په نوم ونومول شي.

ټرمپ، چې تر دې وړاندې یې د ځینو امریکایي جنګي بېړیو په بڼه نیوکې کړې وې، د دغه بېړیو په ډیزاین کې به برخه واخلي. هغه ويلي، چې دغه بېړۍ به له ۳۰زره ټنو زيات وزن ولري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د وېنزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو لپاره به دا «هوښیار کار» وي، چې واک پرېږدي. ټرمپ په دې وروستیو کې پر مادورو د فشار راوړلو په موخه د تېلو څو بېړۍ هم ضبط کړې دي.
ډونالډ ټرمپ د وېنزوېلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د فشارونو په لړ کې تېره اوونۍ د هغه حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا د مادورو حکومت «ناقانونه» وباله او زیاته یې کړه، چې د هغه حکومت له ترهګرو سره همکاري کوي.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) په یوې خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې غواړي مادورو له واک څخه لرې کړي، وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه غواړي. زما په اند دا به د هغه لپاره هوښیار کار وي. خو بیا هم، موږ به وګورو چې څه کېږي».
د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو ورځو کې په ارام او کارایب سمندرونو کې د وېنزوېلا اړوند د تېلو پر بېړیو په دې تور چې نشهيي توکي قاچاق کوي، بریدونه کړي او ځينې له تېلو ډکې بېړۍ یې هم راګرځولې دي.
ټرمپ یو ځل بیا د مادورو په اړه وویل: «هغه د متحده ایالاتو دوست نه دی. هغه ډېر بد دی، ډېر بد سړی دی. هغه باید خپل ځان ته پام وکړي، ځکه هغه کوکاین تولیدوي او امریکا ته یې لېږي».
ډونالډ ټرمپ د وېنزوېلا د ضبط کړیو تېلو په تړاو وویل، دا د واشنګټن حق دی چې هغه پلوري او یا یې هم ځان لپاره ساتي.
د وېنزوېلا د تېلو پر بېړیو د امریکا عملیاتو ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او د واشنګټن دغه چاره یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللې ده.
د وېنزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو لا تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی.

اسټرالیا د بونډای له وسلهوالې پېښې وروسته چې پهکې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول، د تر ټولو ډېر مېشتي ایالت نیوساوت وېلز ایالتي جرګې په یوې بېړنۍ غونډه کې د وسلو لرلو د څرنګوالي په تړاو یوه لایحه تصویب کړه. دغه لایحه به سبا پارلمان ته د تصویبېدو لپاره واستول شي.
د دې لایحې لهمخې، د ترهګرو د نښو نښانو د نندارې وړاندې کول به بند شي او همداراز به پر لاریونونو هم محدودیتونه ولګول شي. دغه لایحه به د سېشنبې په ورځ پارلمان ته د تصویب لپاره واستول شي.
له دې سره سم، یوه ګوند بیا حکومت ته وړاندیز کړی چې شخصي کسانو ته د وسلو ورکړه تر ۴ او کروندګرو ته تر ۱۰ وسلو محدود شي.
لس ورځې مخکې په بونډای سیمه کې د یهودانو پر یوه مذهبي مراسمو د دوو وسلهوالو په برید کې ۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول.
په دې پېښه کې د ساجد اکرم او نوید په نومونو دوه وسلهوال چې پلار او زوی و، ښکېل و. د پولیسو په ځوابیه ډزو کې ۵۰ کلن ساجد اکرم چې ۶ وسلې یې درلودې ووژل شو او ۲۴ کلن زوی یې له نیول کېدو وروسته له ۵۹ تورونو سره مخ شوی دی.

کرملین وايي، هغه خبرې چې د اوونۍ په پای کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د روسیې او امریکا ترمنځ په میامي ښار کې شوي، باید د کوم بنسټیز بدلون یا «ماتې ورکونکي پرمختګ» په توګه ونه ګڼل شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د کرملین ویاند د سېشنبې په ورځ ویلي چې دا خبرې یوازې یو کاري بهیر دی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د کوم مهم بدلون نښه نهده.
هغه زیاته کړې، کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د ډسمبر له ۲۰ تر ۲۱ پورې په میامي کې ترسره شوې خبرې د بدلون ټکی بلل کېدای شي، هغه ځواب ورکړ: «دا یو کاري بهیر دی».
د راپور له مخې، د امریکا چارواکو د اوونۍ په پای کې په میامي کې جلا-جلا ناستې کړي، څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو احتمالي شرایط وڅېړي. په دغو خبرو کې د اوکراین او اروپايي هېوادونو استازي هم شامل وو او همداراز د کرملین ځانګړی استازی کېریل ډیمیټریېف چې د روسیې د ملي پانګونې صندوق مشري کوي، په جلا ناسته کې ګډون درلود.
د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف دا خبرې «ګټورې او رغنده» بللي، خو ویلي یې دي چې لا هم مهم اختلافات شته، په ځانګړي ډول د خاورې او امنیتي تضمینونو په اړه.
د کرملین ویاند همداراز ویلي، تمه ده چې دا خبرې په تخنیکي او د کارپوهانو په کچه په ډېر دقت سره دوام ومومي. د هغه په وینا، د مسکو لومړیتوب دا دی چې له واشنګټن څخه د هغو هڅو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي، چې امریکا یې له اروپايي هېوادونو او اوکراین سره د احتمالي هوکړې لپاره ترسره کوي.

د رحمتخان محمدي او محمد بلال هوتک په نومونو دوه افغان کډوال په لندن کې د «ګرېنډر» (Grindr) اپلیکیشن په کارولو سره د یو شمېر همجنسګرایانو کورونه لوټ کړي، چې د محکمې لهخوا په بند محکوم شول.
د محکمې په حکم محمدي ته پنځه کاله او هوتک ته درې نیم کاله بند ورکړل شوی. محمدي په پنځه میاشتو کې ۱۱ کسان هدف ګرځولي او هوتک هم څو ځلې ورته جرم کړی دی.
د افغان کډوالو دغې ډلې د همجنسګرایانو له کورونو موبایلونه او نور تخنیکي وسایل غلا کړي او وروسته یې په انلاین ډول پیسې هم تر لاسه کړې دي.