• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان اېواک مشر: د امریکا د رخصتیو بیه افغانې کورنۍ پرې کوي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۰

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان "افغان اېواک" مشر شان وانډیور خبرداری ورکړی، چې د امریکا حکومت د رخصتیو له امله درېدلو سیستمونو د زرګونو افغان کورنیو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی. نوموړي په دې تړاو خپله لیکنه ټایمز اف سن ډیاګو ورځپاڼې ته لېږلې ده.

وانډیور د ټایمز اف سنډیاګو ورځپاڼې ته د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) په خپلې لیکنه کې لیکلي، له هغې ورځې چې کابل سقوط وکړ، په امریکا، قطر او څو نورو هېوادونو کې ګڼ افغان متحدین ژباړونکي، دولتي کارکوونکي، خبریالان، ښځینه مشرانې او د امریکايي کورنیو خپلوان د پروسو په ځنډ کې بند پاتې دي.

د ده په وینا، داسې نښې شته چې د امریکا د کډوالۍ اداره غواړي د کرېسمس او نوي کال پر ورځو د نیونو عملیات ترسره کړي؛ هغه وخت چې محکمې تړلې وي او د قانوني وکیل لاسرسی محدود وي. نوموړی دا اقدام “ظالمانه او له اخلاقي پلوه د نه‌منلو” بولي.

وانډیور زیاتوي، چې دغه کړنې کورنۍ تجزیه کوي، ماشومان له پالونکو بې‌برخې کوي او هغه کسان چې یو وخت د متحدینو په سترګه ورته کتل کېدل، اوس د “دوښمن” په توګه چلند ورسره کېږي.

هغه ټینګار کوي، چې امریکا د یوې دايمي اخلاقي وجیبې د حل لپاره له لنډمهالو او نازکو اداري لارو کار اخلي، خو نیونې هماغه وخت ډېرېږي چې حساب ورکونه کمزورې شي.

د افغان اېواک مشر د حل لارې وړاندیز هم کړی دی. د هغه په باور، باید د هغو افغانانو نیونې ودرول شي چې بشري پارول یا د پناه‌غوښتنې دوسیې لري، په ځانګړي ډول د رخصتیو پر ورځو. نوموړی زیاتوي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت دې د لنډمهالي وضعیت د خوندي ساتلو لپاره واضیح لارښوونې صادرې کړي، چې پکې د پارول او د کار جواز اتومات تمدید هم شامل وي.

هغه زیاتوي، چې د شپې ناوخته په کلیساوو کې دې د نیونو عملیات پای ته ورسېږي، کانګرس دې د افغانانو لپاره دايمي کډوالۍ لاره تصویب کړي او د بهرنیو چارو وزارت دې د انتقال، مېشتېدو او د کورنیو د یوځای کولو پروسې بېرته په بشپړ ډول فعالې کړي.

وانډیور لیکي: «دا نه نوې جګړه غواړي او نه نوې ارزښتونه، یوازې اراده غواړي چې د افغانانو ژوند له اداري تکلیف نه لوړ وبولو».

هغه خبرداری ورکوي، که امریکا یو ځل بیا له محلي شریکانو وغواړي چې د دې هېواد تر څنګ ودریږي، هغوی به د ژمنو پر ځای د اوږدو ځنډونو او چوپتیا یادونه کوي.

وانډیور د خپلې لیکنې په پای کې وايي، تاریخ به قضاوت وکړي چې امریکا "په مهم وخت کې پر خپلې ژمنې ودرېده که نه" او زیاتوي، چې "اوسنی وضعیت له دې ازموینې ناکامه وتلی دی".

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

پخوانیو چارواکو د اکرام‌الدین سریع ترور غندلی او د عاملینو د پېژندلو غوښتنه یې کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۰

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د متحدې جبهې مشر سمېع سادات، د اسلامي جمعیت ګوند، د مقاومت جبهې او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قومندان اکرام‌الدین سریع ترور غندلی او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

عطامحمد نور جنرال سریع یو زړور او زیارکښ پخوانی افغان پوځي بللی او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

محمد محقق پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې جنرال اکرام‌الدین سریع د پخواني افغان پوځ د مشهورو جنرالانو څخه و، چې د افغانستان له پرځېدو سر سم ایران ته کډوال شوی و.

نوموړي لیکلي: «د دې ناوړه او غېر عادلانه ترهګریزې پېښې په کلکه غندنه کوم، زه د مرحوم کورنۍ او نورو خپلوانو او ملګرو ته خپله خواخوږي وړاندې کوم.»

سمېع سادات د تهران په زړه کې دا پېښه د طالبانو لومړنی «ترهګریز عملیات» ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې ایران طالبانو ته د دوستۍ لاسونه ورکړي.

نوموړي د ایران له حکومت څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې د «ترهګرو» د ملاتړ پر ځای ازادي غوښتونکو افغانانو سره کار وکړي.

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې وسله‌والې ډلې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري ویلي: «دې پيښې یو ځل بیا ثابته کړه، چې د طالبانو ترهګره او ظالمه ډله هغه څوک په نښه کوي، چې د دوی پر وړاندې ولاړ وي، هغه که هر چېرې وي.»

نوموړي‌ ویلي، د طالبانو موخه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ویجاړۍ او بې‌ثباتي‌ خپرول دي.

اسلامي جمعیت ګوند هم په یوه اعلامیه کې پر یادې پېښې خواشیني ښودلې او لیکلي یې دي: «دا ډول وژنې په ځانګړې توګه په هغو ښارونو کې چې د افغانستان سیاسي او کونسلګرۍ ماموریتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د جدي اندېښنې وړ دي.»

یاد ګوند د ایراني چارواکو څخه د عاملینو د پېژندلو او عدالت ته د وړاندې کولو تمه ښودلې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن ماښام سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام‌الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.

سرچینې وايي، چې پر جنرال اکرام‌الدین سریع د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون څخه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره ساه ور کړې او مړی یې دمګړی په روغتون کې دی.

اکرام‌الدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشې کړی و.

طالبان: نن له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن له ایران او پاکستان څخه ۷۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغو کډوالو سره مالي مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له‌مخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د کډوالو کورنیو د غړو شمېر ۳۵۱۲ تنو ته رسېږي، چې په زور افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ چې غړې یې ۲۷۱۲، د بولدک له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۴ تنه، د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۶ تنه و، د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ چې ۱۵۹ تنه و او د اسلام‌کلا له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر ۹۱ تنه وو، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

ترکیه: په روان کال کې له ۴۲ زرو زیات افغان پناه‌غوښتونکي نیول شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۰

د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱۵۲ زرو څخه زیات پناه‌غوښتونکي نیول شوي، چې له ډلې یې ۴۲ زره او ۲۰۲ تنه افغانان دي.

د راپور له‌مخې، په نیول شویو پناه‌غوښتونکو کې د افغان وګړو شمېر تر ټولو لوړ دی. ورپسې د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع دي.

دغه شمېرې د هغو پناه‌غوښتونکو په اړه دي، چې په ترکیه کې یې د قانوني استوګنې اسناد نه درلودل او دا احصاییه د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د ډسمبر تر ۱۸مې پورې خپره شوې ده.

د کډوالۍ ادارې معلومات ښيي، چې په روان کال کې د نیول شویو پناه‌غوښتونکو شمېر د تېر کال په پرتله کم دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۲۵ زرو څخه زیات پناه‌غوښتونکي نیول شوي وو. د تېر کال له نیول شویو کسانو څخه تر ۶۵ زرو زیات یې افغانان وو.

راپور زیاتوي، چې ترکیې په ټول هېواد کې د هغو کسانو د پېژندنې او نیولو عملیاتو چټک کړي دي، چې قانوني اسناد نه لري او د دې عملیاتو په ترڅ کې ډېر کله افغان پناه‌غوښتونکي نیول کېږي.

له بلې‌خوا، یو شمېر مستند راپورونه ښيي چې د ترکیې امنیتي ځواکونه داېستلو مرکزونو کې له افغان او سوري پناه‌غوښتونکو سره د بد چلند او تاوتریخوالي تورونو سره مخ دي. ځینو پناه‌غوښتونکو ویلي، چې وهل شوي او څو ساعته په سړو خونو کې ساتل شوي دي.

سرچینې: د ایران پر پوله د مړو شویو کډوالو ۶ نورې جنازې افغانستان ته ولېږدول شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د ایران پر پوله د مړو شویو کډوالو شپږ نورې جنازې پرون افغانستان ته انتقال شوې دي. تېره اوونۍ یو شمېر افغان کډوال د ایران پر لوري د تګ پر مهال د سختې یخنۍ له امله مړه شوي وو.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ایران پر پوله د یخنۍ له امله د مړه شویو کډوالو له جملې ۶ جسدونه هرات ولایت ته انتقال شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د مړه شويو کډوالو جنازې د هرات څلورو ولسوالیو غوریان، ادرسکن، ګذره او د شینډنډ شپږو سیمو ته انتقال شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د ایران حکومت د مړه شویو کډوالو د انتقال په برخه کې په ورځني ډول له ۵ څخه تر ۶ جنازو د اېستلو اجازه ورکوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د مړه شویو کډوالو د همدې ۶ جنازو د انتقال اجازه پاڼې هم لېږلې دي.

سیمه‌ییزې سرچینې تېره اوونۍ ویلي و، چې د سخت ژمي په منځ کې د ایران په لور د غېر قانوني تګ هڅو پر مهال د یخنۍ له امله تر ۴۰ زیات افغان کډوال مړه شوي دي. د دغه افغانانو یو شمېر جسدونه د هرات ولایت کوهسان او ادرسکن ولسوالیو ته انتقال شوي دي.

په داسې حال کې چې وړاندې د شاوخوا ۳۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی و، خو د سرحدي سیمو له څېړنو او د افغانستان او ایران ترمنځ د مړو د سړو خونو تر کتنې وروسته، د مړو شمېر له ۴۰ تنو اوښتی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د ایران په پوله کې د څو کډوالو د مړینې پېښه تایید کړې وه؛ خو د شمېر په اړه یې دغې ډلې تراوسه جزیات نه‌دي وړاندې کړي.

نن د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع وویل، چې د تېرې اوونۍ د واورو او سختې یخنۍ پرمهال د تایباد په پوله تر ۱۶۰۰ ډېر ناقانونه افغان کډوال ژغورل شوي؛ خو له دې ډلې لس کسان بیا د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، سره له دې چې د ناقانونه تګ‌راتګ په اړه په وار-وار خبرداری ورکړل شوی، خو د نه پاملرنې له امله ۱۰ کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

د تخار پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع په تهران کې ترور شوی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی. د سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې وايي، چې پر نوموړي د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون نه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره سا ور کړې او مړی یې دمګړۍ په روغتون کې دی.

اکرام‌الدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.