• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مالي ستونزو د کمښت لپاره؛ د پاکستان حکومت د «پي‌ای‌اې» هوایي شرکت ۷۵سلنه برخه وپلورله

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۸ GMT+۰

د پاکستان حکومت د دغه هېواد د دولتي نړۍوال هوایي شرکت (PIA) ۷۵سلنه برخه په یوه خصوصي شرکت د ۴۸۲ مېلیون ډالرو په ارزښت د مالي ستونزو د کمښت له امله پلورلې ده.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب څرګنده کړې، چې حکومت نور د دې وس نه‌لري چې په زیانمنو دولتي شرکتونو پیسې ولګوي؛ نو له همدې امله یې د یاد شرکت ۷۵سلنه برخه د مالي فشار د کمښت او د دغه هېواد پر اقتصادي وضعیت د مثبت اغېز لپاره پلورلې ده. د PIA نړۍوال هوایي شرکت په تېرو څلورو کلونو کې له دوامداره مالي زیانونو سره مخ و.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

هند یوه ستره سپوږمکۍ فضا ته واستوله

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۰
100%

هند په بریالیتوب سره د خپل تاریخ ترټولو ستره سپوږمکۍ فضا ته واستوله. د هند د فضايي څېړنو سازمان د LVM3-M6 توغندي پر مټ د امریکا AST SpaceMobile سپوږمکۍ چې له ۶،۱۰۰ کیلوګرامه ډېر وزن لري، فضا ته واستوله.

د هند فضايي ادارې اعلان کړی، چې دا فضا ته د هند له خاورې ترټولو ستره استول شوې سپوږمکۍ ده. دغه کارول شوی توغندی د هماغه ماډل یوه پرمختللې نسخه ده، چې هند په ۲۰۲۳کال کې سپوږمۍ ته له ستور مزلي پرته د فضايي بېړۍ د لېږلو لپاره کارولی و.

د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي د دغه بریالیتوب په اړه پر اېکس پاڼه کاږلي: «دا د هندوستان فضایي برخې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. دغه فضایي ماموریت د ځان بسیاینې په لور زموږ هڅې څرګندوي. ټولو فضایي ساینس پوهانو او انجینرانو ته مبارکي وایم.»

مودي زیاتوي، چې د یادې لاسته راوړنې سره هندوستان په نړۍواله کچه د درنو سپوږمکیو د لېږد وړتیا ترلاسه کړې او د سوداګریز فضایي بازار په پراختیا کې یې برخه لا پیاوړې کړې ده.

د روان کال په پیل کې هم د هند د فضايي څېړنو سازمان د CMS-03 سپوږمکۍ چې شاوخوا ۴۴۱۰ کیلوګرامه وزن یې لاره، فضا ته واستوله.

رانا ثناالله: عمران خان مذاکرات نه بلکې ګډوډي غواړي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۰
100%

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې ستونزې د خبرو له لارې حل کېږي او سیاسي ګوندونه د ستونزو د حل لپاره باید خبرو ته سره کېني. هغه ویلي، د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی خبرې نه؛ بلکې ګډوډي غواړي.

نوموړي تحریک انصاف ګوند ته د شهباز شریف له‌خوا د خبرو د بلنې په اړه له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، چې هغه تر دې وړاندې هم څلور ځلې یاد ګوند ته د خبرو بلنه ورکړې وه.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

د هغه په وینا؛ د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره باید د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د پاکستان حکومت د دې لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دی.

په کویټه کې قبايلي مشرانو د پاکستان له حکومت نه د چمن دروازې د پرانیستلو غوښتنه کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۰ GMT+۰
100%

د پښتنو يوې قبايلي جرګې د پاکستان له حکومت نه غوښتي، ژر تر ژره دې د چمن دروازه د زرګونه هغه مساپرو او سوداګرو لپاره پرانیزي چې په تېرې اکتوبر میاشت کې له طالبانو سره تر نښتو او د دروازو تړل کېدو وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي.

قبايلي مشرانو امان‌الله خان او ملک عبدالخالق لالا غبیزي د سې‌شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې پر ډیورنډ کرښې د لارو د تړل کېدو له کبله سوداګریز فعالیتونه له دوو میاشتو راهیسې له ځنډ سره مخ شوي او په دغه کرښه ټول کاروبار بند دی.

ملک غبیزي هم وویل: «په افغانستان کې بند پاتې پاکستانيانو ته د اړوندو چارواکو له‌خوا پاکستان ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي، چې دغه وضعیت د بشري اندېښنو لامل کېږي.» نوموړي غوښتنه وکړه، چې مساپرو ته دې له ځنډ پرته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

د قبايلي مشرانو په خبره؛ زرګونه کسان چې په قانوني پاسپورټ او ویزو یې افغانستان ته سفر کړی و، له څو اوونیو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي او د ډېرو مساپرو د اسناد موده هم بشپړه شوې، چې د دوی ستونزې یې لا زیاتې کړې دي.

هغوی دارنګه ویلي، زرګونه لارۍ چې د کډوالو کډې یې وړلې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بندې پاتې دي او د دغه لاریو چلوونکي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

قبايلي مشرانو ادعا کړې، چې خلک د چمن او کویټې ترمنځ لاره کې له باج اخیستنې سره هم مخ کېږي. دوی له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې، چې د چمن اوسېدونکو ته د ازاد سفر اجازه ورکړي. د جرګې مشرانو اعلان وکړ، چې د چمن او نورو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې د څرګندولو لپاره به درې ورځنۍ جرګه هم جوړه شي.

د افغانستان په ګډون له ۹ هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر ۶.۲۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په ګډون له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۳۹.۳۳ سلنه زیات شوی او ۶.۲۲۱ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له‌مخې، دغه شمېر د تېر کال په همدې دوره کې ۴.۴۶۵ میلیارد ډالر و.

یادې ورځپاڼې د سوداګرۍ د لوړ شوي کسر لامل د پاکستان د صادراتو په ځانګړې توګه چین او افغانستان ته د کمښت یادونه کړې ده.

پاکستان د اکټوبر له ۱۰مې راهيسې افغانستان ته د صادراتو په ګډون هر ډول سواګري ځنډولې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو له‌مخې، هند ته بیا په صادراتو کې په کمه اندازه زیاتوالی راغلی. د پاکستان د دولتي بانک د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ، بنګله‌دېش او سریلانکا ته هم صادرات کم شوي دي.

د یادې ورځپاڼې د خبر له‌مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په جریان کې له نهه ګاونډيو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېر کال په پرتله ۲۹.۴۲ سلنه زیات شوی، چې ۱۲.۲۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي او د تېر کال په همدې دوره کې ۹.۵۰۲ میلیارد ډالر و.

د پاکستان د صادراتو ارزښت نهو هېوادونو افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوتان او مالدیف ته د مالي کال له جولای میاشتي څخه تر نومبر پوري ۱۷.۰۵ سلنه کم شوی او ۱.۶۳۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په ورته موده کې ۱.۹۷۱ میلیارد ډالر و.

د ۲۰۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د پاکستان واردات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۲.۰۶ سلنه زیات شوي، چې له ۶.۴۳۶ میلیارد ډالرو څخه ۷.۸۵۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

پاکستان ډېر واردات له چین، هند او بنګله‌دېش څخه کوي.

د راپور د معلوماتو له‌مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو میاشتو کې له چین څخه ۲۲.۹۰ سلنه زیات ورادات کړي، چې له ۶.۲۷۵ میلیارد ډالرو څخه ۷.۷۱۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي.

پاکستان د ۲۰۲۵ مالي کال کې له چین څخه ۱۶.۳۱۲ میلیارد ډالره ورادات کړي و، چې د تېر کال په پرتله ۲۰.۷۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ډاڼ ورځپاڼې د خبر له‌مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۴.۷۲ سلنه کم شوي او له ۴۰۸.۵۸۵ میلیونو ډالرو څخه ۲۱۰.۵۵۶ میلیونه ډالرو ته ټيټ شوي دي. د افغانستان څخه واردات یې بیا ۸.۵۲۷ میلیونه ډالره ثبت کړي، چې د ۲۰۲۵ مالي کال په پرتله ۳۴.۴۶ سلنه کموالی ښيي.

د راپورونو پربنسټ، پاکستان تر ډېره له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخ دی او د دغه هېواد ډېره تکیه پر بهرنیو مرستو او پورونو ده.

د عراق د برېښنا وزارت وایي چې ایران په ناڅاپي ډول پر دې هېواد د ګازو صادرات بند کړل

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۰
100%

د عراق د برېښنا وزارت اعلان وکړ، چې ایران د یوه رسمي پیغام له لارې دې وزارت ته خبر ورکړی چې د «بېړني حالت» له امله یې بغداد ته د ګازو صادرات په بشپړ ډول درولي دي.

د عراق د برېښنا وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې له ایران څخه د ګازو لېږد په بشپړ ډول درول شوی او زیاته کړې یې ده، چې د دې کړکېچ د مهارولو لپاره یې د برېښنا د تولید په بټیو کې لنډمهاله اقدامات پیل کړي دي.

د عراق د برېښنا وزارت ویاند احمد موسی (واع) خبري اژانس ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي، چې د همدې لامل له امله د عراق د برېښنا په بټیو کې د ۴ زرو تر ۴۵۰۰ مېګاواټه پورې د تولید ظرفیت له لاسه وتلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د برېښنا کمښت د عراق د ځینو تولیدي فابریکو د بندېدو او د نورو د فعالیت د محدودېدو سبب شوی او دا وضعیت په مستقیم ډول د برېښنا د ټينګښت پر ساعتونو اغېز کړی دی.