• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میاخېل او حمیدي: ایران باید د پخوانیو افغان نظامیانو د ترور په اړه بې‌پلوه څېړنې وکړي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه‌ محمود میاخېل او پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په تهران کې د جمهوري نظام د دوو نظامیانو سریع او الماس د ترور په اړه د بې‌پلوه څېړنو غوښتنه کړې ده.دواړو پخوانیو چارواکو په ګاونډيو هېوادونو کې له افغانانو سره پر ناسم چلند هم اندېښنه ښودلې ده.

شاه محمود میاخېل د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) پر اېکس پاڼه په تهران کې د جمهوري نظام د یوه جنرال اکرام الدین سریع او قومندان الماس پر ترور خواشیني ښودلې او دا پېښه یې په ایران کې د مېشتو افغانانو لپاره د اندېښنې وړ یاده کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی: «ایراني چارواکي باید د دوی د قتل په اړه رڼې څیړنې وکړي او عوامل یې باید روښانه کړي».

په ورته وخت کې پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي هم دا پېښه غندلې او زیاته کړې یې ده: «دا پیښه باید د ایران د چارواکو او مسوولو امنیتي، استخباراتو، عدلي او قضایي ادارو له‌خوا په بشپړ دقت او بې طرفۍ سره وڅېړل شي او په شفاف ډول خلکو ته معلومات ورکړل شي».

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې وژل شوی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.

پر نوموړي د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون څخه د وتلو پرمهال ډزې شوي او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره سا ور کړې ده. اکرام‌الدین سریع په څو ولایتونو کې امنیه قومندان پاتې شوی او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو هم نیولی او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د عدلیې وزیر وايي چې «هیڅ ځمکه مې نه ده غصب کړې»

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تازه په یوه مرکه کې ویلي چې نه ده او نه یې د کورنۍ غړو کومه ځمکه غصب کړې ده او که څوک شواهد وړاندې کړي، په محکمه کې ځواب ویلو ته حاضر دی.

شرعي دغه څرګندونې د حریت په نامه د طالبانو له یوې راډیو سره په مرکه کې کړې دي، چې د روان لمریز کال د جدي پر څلورمه خپرې شوې.

دا په یوه اونۍ کې د هغه دویمه مرکه ده چې د طالبانو د رسنیو له لارې خپریږي.

د افغانستان انټرنشنل د راپورونو پر بنسټ، څو ښاریانو، شرکتونو او بنسټونو د عدلیې وزیر د ځمکې په غصب، باج‌ اخیستنې او له خپلو صلاحیتونو نه په ناوړه استفادې تورن کړی دی.

په یوه شکایت کې ویل شوي چې شرعي څو ټوټې ځمکه د خپلې کورنۍ د غړو په نوم ثبت کړې ده. همدارنګه د « نوي کابل » پروژې په تړاو هم ویل شوي چې شپږ ټوټې ځمکه یې د «اوکسین اریانا» شرکت نه اخیستې ده.

سرچینې وايي چې ځینې ځمکې یې د خپلې مېرمنې، اولادونو او خویندو په نامه ثبت کړې دي.

همدارنګه ویل شوي چې وزیر د پکتیا په تیراکنډو کې یو تجارتي مارکېټ په زور تړلی او قرارداد یې خپلو نږدې کسانو ته ورکړی دی.

شرعي ویلي چې لویه ستونزه د ځمکو په اړه د اسنادو نشتوالی دی، ځکه د تېرو جګړو له امله ډېر اسناد له منځه تللي دي او کمیسیون یوازې د مکتوبي اسنادو پر اساس تصمیم نیسي. د هغه په وینا، که اسناد جعلي وي یا قانوني ثبت ونه لري، هغه ځمکه «امارتي» ګڼل کېږي.

د طالبانو د عدلیې وزیر ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې د هديرو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکل شوي او د هر ډول استعمال لپاره یې د طالبانو د مشر اجازه ضروري ده.

هغه ویلي چې که ځمکه غصب وي، نه د مسجد جوړېدل پرې جایز دي او نه د مړو ښخول.

شرعي ادعا کړې چې ځینو خیریه بنسټونو د پیسو له راټولولو سره سره لازم خدمات نه دي وړاندې کړي.

هغه ویلي چې دغو بنسټونو ته وخت ورکړل شوی چې حسابونه او اسناد وړاندې کړي او که تخلف ثابت شي، قانوني چلند به ورسره وشي.

سرچینې وايي چې د وزیر د فشارونو له امله څو خیریه بنسټونو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

پر افغانانو بندیزونه بهرنیانو ته سهولت؛ طالبان وايي له بهرنیو سیلانیانو سره دې ښه چلند وشي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ټینګار کړی، چې بهرنیو سلانیانو ته دې د تود هرکلي ترڅنګ ، له هغوی سره داسې چلند وشي، چې د افغانانو له مېلمه پالنې متاثر شي.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند توریزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ له لومړۍ دورې څخه ۲۷ محصلان فارغ شول.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شبیر احمد حقاني د یادې فراغت غونډې پرمهال ویلي، چې د ګرځندوی صنعت وده او پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي.

نوموړي د بهرنیو سیلانیانو پر تود هرکلي ټینګار کړی او وايي، بهرني سیلانیان باید د افغانانو له مېلمه پالنې متاثره شي.

شبیراحمد حقاني ویلي:«ګرځندوی په نورو هېوادونو کې د اقتصاد مهمه برخه ده او موږ هم باید ورته چمتو واوسو. هغه ګرځندویان چې افغانستان ته راځي د هغوی دې ښه هرکلی وشي».

نوموړي ویلي، چې بهري ګرځندویان له افغانستان څخه تر تګ وروسته باید د افغانانو او “نظام” له ښه چلند څخه رضایت ولري.

نوموړي زیاته کړې:« سیلانیان زموږ او ستاسو مېلمانه دي، هغه که مسلمانان وي او یا غیرمسلمان وي.»

دغه طالب چارواکي پرداسې مهال له بهرنیو سیلانیانو سره پر ښه چلند ټینګار کړی، چې یادې ډلې پر افغانانو سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبانو په افغانستان کې عامه پارکونواو تفریحي ځایونو ته د ښځو پر تګ او یوازې سفر کولو سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

په ورته مهال یو شمېر ښځینه بهرني سیلانیانو له افغانستان څخه تر تګ وروسته د طالبانو د چلند په اړه خپلې تجربي هم پر ټولنیزو رسنیو شریکې کړې دي. یو شمېر بهرنیو ښځینه سیلانیانو ویلي، چې طالب جنګیالو د نورو مزاحمتونو ترڅنګ ورته د واده وړاندیزونه هم کړي دي.

هه‌نګاو: ایران د یوه افغان په ګډون ۱۲ بنديان اعدام کړي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ «هه‌نګاو» وایي چې د ایران قضايي چارواکو ددغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون ۱۲ کسان اعدام کړي دي.

دغه بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د اعدام دا حکمونه د کرج، رشت، بوشهر، شهرکرد، سبزوار، کاشمر، ملایر او شیراز په زندانونو کې عملي شوي دي.

د راپور له مخې، اعدام شوی افغان وګړی «نظیر» نومېده، او د مخدره توکو په تور تورن و، د شیراز په عادل‌اباد زندان کې پرې د اعدام حکم عملي شوی دی.

هه‌نګاوزیاتوي چې یاد بنديان تر دې وړاندې د «قصدي وژنو» او د «مخدره موادو له جرمونو سره د تړاو» په تور د ایران د قضايي نظام له لوري په اعدام محکوم شوي وو.

په ورته وخت کې، هه‌نګاویادونه کړې چې ایران د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۱۰۰۲بنديان اعدام کړي دي، چې پکې ۶۵افغانان هم شامل دي.

د بشري حقونو فعالان د ایران له‌خوا د اعدام د سزا د پراخ تطبیق په اړه اندېښنه څرګندوي.

شین منګی پر سر مازیګر دی؛ د پښتو نوموتی سندرغاړی ثاني عبیدالله جان له ورپېښې ناروغۍ ومړ

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۹ GMT+۰
•
عبدالله همیم

د پښتو موسیقۍ مشهور محلي سندرغاړی ثاني عبیدالله جان نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۷ کلنۍ په عمر ومړ. نوموړي ګڼې محلي سندرې ویلې چې مشهوره یې «شین منګی پر سر مازیګر دی» سندره ده. هغه په دې وروستیو کې د کندهار په تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو کې موټر چلاوه.

ثاني عبیدالله جان د کندهار د تخه پُل ولسوالۍ اوسېدونکی و او د پښتو موسیقۍ له نوموتو محلي سندرغاړو شمېرل کېده.

د ثاني عبیدالله جان د کورنۍ غړي وايي، چې نوموړي په شل کلنۍ کې د سندرو ویل پیل کړل چې د کندهار ترڅنګ یې په سویلي پښتونخوا او ایران کې هم ګڼ مینه وال لرل.

100%

ثاني عبیدالله جان تر ډېره د ودونو او خوښیو په مراسمو کې شوقي سندرې ویلې او د نوموړي “شین منګی پر سر مازدیګر دی” سندرې د هغه شهرت څو برابره نور هم زیات کړ.

ثاني عبیدالله جان د محفلي سندرو ترڅنګ ځینې حماسي سندرې هم ویلې دي او د خپل خوږ غږ له امله یې زیات مینه وال لرل.

د هغه اصلي نوم عبیدالله جان و، خو د کندهار خلکو د «ثاني» یا دویم عبیدالله جان نوم ورکړی و، چې له بل مشهور کندهاري سندرغاړي عبيدالله جان سره یې توپیر وشي.

نوموړي ښوونځی نه و لوستي او د سندرو ویلو ترڅنګ یې د باروړونکي موټر چلولو له لارې د خپل کورنۍ ساتنه کوله.

100%

په تېرو څو کلونو کې د ثاني عبیدالله جان اقتصادي وضعیت ښه نه و او له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د سرطان ناروغۍ له امله کړېده. نوموړی د کورنۍ د غړو له خوا څو ځله پاکستان ته د درملنې په موخه هم ولېږدول شو، خو نن د پنجشنبې په ورځ د یاد خوږ غږ لرونکي سندرغاړي غږ د تل لپاره غلی شو.

د ثاني عبیدالله جان د خور زوی فتح محمد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ثاني عبیدالله جان د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ په ملېد سیمه کې ژوند کاوه او له هغه څخه څخه شپږ اولادونه پاتې شول.

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، چې هغه ته د کندهار ترڅنګ په هلمند، مزارشریف، کندهار، کوټې او د سویلي پښتونخوا نورو ښارونو کې هم د سندرو ویلو بلنه ورکول کېده.

د ثان‍ي عبیدالله جان د سندرو شمېر په کره ډول نه دی څرګند خو د نوموړي مینه والو د هغه ګڼې سندرې پر یوټیوب خپرې کړې دي، چې شمېر یې سلګونو ته رسیږي.

فتح محمد وايي:« ثاني عبیدالله ټولو محفلونو ته شوقانه تلی او هغه هېڅکله په سندرو ویلو له خلکو پیسې نه اخیستې.»

ثاني عبیدالله جان د جمهوري نظام له پرځېدو وړاندې د سندرو ویل پریښي وو او د کندهار په تخته پُل او سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د موټر چلولو او نورو چارو له لارې خپل د ورځني ژوند عاید برابراوه.

ثاني عبیدالله جان لومړنی مشهور سیمه ییز سندغاړی نه دی، چې په سخت غربت کې و مړ . تر هغه وړاندې هم ځینې نور سیمه ییز سندرغاړي د وخت د حکومتونو د نه پاملرنې له امله له کړاوونو ډک ژوند کې مړه شوي دي.

د پاکستان پخوانی سفیر: د سقوط ورځو کې د ای ایس ای رییس له کرزي او ډاکټر عبدالله سره وکتل

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي، د ای ایس ای رییس او پاکستاني پلاوي د کابل له سقوط وروسته له کرزي، ډاکټر عبدالله، حکمتیار او د طالبانو له مشرانو سره وکتل او له هغوی سره یې د قدرت د انتقال په اړه خبرې وکړې. کرزي ته نږدې سرچینې د ای ایس ای له رییس سره د نوموړي ناسته ردوي.

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې فیض حمید د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې کابل ته سفر کړی و او په همدې لړ کې یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او په غالب ګومان ګلبدین حکمتیار سره لیدنه کړې وه.

منصور احمد خان وايي، چې پاکستاني پلاوي له هغوی سره د قدرت د انتقال په اړه خبرې وکړې.

خو حامد کرزي ته نږدې سرچینې دغه څرګندونې ردوي.

د پاکستان پخواني سفیر همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې که د دواړو لوریو ترمنځ مستقیمې خبرې شوې وای، ډېری ناسم پوهاوی به له منځه تللی و.

د هغه په وینا، دا مهال د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ هېڅ ډول مستقیم مذاکرات نه دي روان، چې دې وضعیت د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې لا پېچلې کړې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانواو پاکستان اړیکې له لوړو او ژورو سره مخ دي او د امنیتي، سیاسي مسایلو له امله د دواړو لوریو ترمنځ د بې باورۍ فضا ډېره شوې ده.