ههنګاو: ایران د یوه افغان په ګډون ۱۲ بنديان اعدام کړي دي

د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ «ههنګاو» وایي چې د ایران قضايي چارواکو ددغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون ۱۲ کسان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ «ههنګاو» وایي چې د ایران قضايي چارواکو ددغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون ۱۲ کسان اعدام کړي دي.
دغه بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د اعدام دا حکمونه د کرج، رشت، بوشهر، شهرکرد، سبزوار، کاشمر، ملایر او شیراز په زندانونو کې عملي شوي دي.
د راپور له مخې، اعدام شوی افغان وګړی «نظیر» نومېده، او د مخدره توکو په تور تورن و، د شیراز په عادلاباد زندان کې پرې د اعدام حکم عملي شوی دی.
ههنګاوزیاتوي چې یاد بنديان تر دې وړاندې د «قصدي وژنو» او د «مخدره موادو له جرمونو سره د تړاو» په تور د ایران د قضايي نظام له لوري په اعدام محکوم شوي وو.
په ورته وخت کې، ههنګاویادونه کړې چې ایران د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۱۰۰۲بنديان اعدام کړي دي، چې پکې ۶۵افغانان هم شامل دي.
د بشري حقونو فعالان د ایران لهخوا د اعدام د سزا د پراخ تطبیق په اړه اندېښنه څرګندوي.

د پښتو موسیقۍ مشهور محلي سندرغاړی ثاني عبیدالله جان نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۷ کلنۍ په عمر ومړ. نوموړي ګڼې محلي سندرې ویلې چې مشهوره یې «شین منګی پر سر مازیګر دی» سندره ده. هغه په دې وروستیو کې د کندهار په تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو کې موټر چلاوه.
ثاني عبیدالله جان د کندهار د تخه پُل ولسوالۍ اوسېدونکی و او د پښتو موسیقۍ له نوموتو محلي سندرغاړو شمېرل کېده.
د ثاني عبیدالله جان د کورنۍ غړي وايي، چې نوموړي په شل کلنۍ کې د سندرو ویل پیل کړل چې د کندهار ترڅنګ یې په سویلي پښتونخوا او ایران کې هم ګڼ مینه وال لرل.

ثاني عبیدالله جان تر ډېره د ودونو او خوښیو په مراسمو کې شوقي سندرې ویلې او د نوموړي “شین منګی پر سر مازدیګر دی” سندرې د هغه شهرت څو برابره نور هم زیات کړ.
ثاني عبیدالله جان د محفلي سندرو ترڅنګ ځینې حماسي سندرې هم ویلې دي او د خپل خوږ غږ له امله یې زیات مینه وال لرل.
د هغه اصلي نوم عبیدالله جان و، خو د کندهار خلکو د «ثاني» یا دویم عبیدالله جان نوم ورکړی و، چې له بل مشهور کندهاري سندرغاړي عبيدالله جان سره یې توپیر وشي.
نوموړي ښوونځی نه و لوستي او د سندرو ویلو ترڅنګ یې د باروړونکي موټر چلولو له لارې د خپل کورنۍ ساتنه کوله.

په تېرو څو کلونو کې د ثاني عبیدالله جان اقتصادي وضعیت ښه نه و او له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د سرطان ناروغۍ له امله کړېده. نوموړی د کورنۍ د غړو له خوا څو ځله پاکستان ته د درملنې په موخه هم ولېږدول شو، خو نن د پنجشنبې په ورځ د یاد خوږ غږ لرونکي سندرغاړي غږ د تل لپاره غلی شو.
د ثاني عبیدالله جان د خور زوی فتح محمد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ثاني عبیدالله جان د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ په ملېد سیمه کې ژوند کاوه او له هغه څخه څخه شپږ اولادونه پاتې شول.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، چې هغه ته د کندهار ترڅنګ په هلمند، مزارشریف، کندهار، کوټې او د سویلي پښتونخوا نورو ښارونو کې هم د سندرو ویلو بلنه ورکول کېده.
د ثاني عبیدالله جان د سندرو شمېر په کره ډول نه دی څرګند خو د نوموړي مینه والو د هغه ګڼې سندرې پر یوټیوب خپرې کړې دي، چې شمېر یې سلګونو ته رسیږي.
فتح محمد وايي:« ثاني عبیدالله ټولو محفلونو ته شوقانه تلی او هغه هېڅکله په سندرو ویلو له خلکو پیسې نه اخیستې.»
ثاني عبیدالله جان د جمهوري نظام له پرځېدو وړاندې د سندرو ویل پریښي وو او د کندهار په تخته پُل او سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د موټر چلولو او نورو چارو له لارې خپل د ورځني ژوند عاید برابراوه.
ثاني عبیدالله جان لومړنی مشهور سیمه ییز سندغاړی نه دی، چې په سخت غربت کې و مړ . تر هغه وړاندې هم ځینې نور سیمه ییز سندرغاړي د وخت د حکومتونو د نه پاملرنې له امله له کړاوونو ډک ژوند کې مړه شوي دي.

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي، د ای ایس ای رییس او پاکستاني پلاوي د کابل له سقوط وروسته له کرزي، ډاکټر عبدالله، حکمتیار او د طالبانو له مشرانو سره وکتل او له هغوی سره یې د قدرت د انتقال په اړه خبرې وکړې. کرزي ته نږدې سرچینې د ای ایس ای له رییس سره د نوموړي ناسته ردوي.
په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې فیض حمید د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې کابل ته سفر کړی و او په همدې لړ کې یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او په غالب ګومان ګلبدین حکمتیار سره لیدنه کړې وه.
منصور احمد خان وايي، چې پاکستاني پلاوي له هغوی سره د قدرت د انتقال په اړه خبرې وکړې.
خو حامد کرزي ته نږدې سرچینې دغه څرګندونې ردوي.
د پاکستان پخواني سفیر همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې که د دواړو لوریو ترمنځ مستقیمې خبرې شوې وای، ډېری ناسم پوهاوی به له منځه تللی و.
د هغه په وینا، دا مهال د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ هېڅ ډول مستقیم مذاکرات نه دي روان، چې دې وضعیت د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې لا پېچلې کړې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانواو پاکستان اړیکې له لوړو او ژورو سره مخ دي او د امنیتي، سیاسي مسایلو له امله د دواړو لوریو ترمنځ د بې باورۍ فضا ډېره شوې ده.

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په تهران کې د جمهوریت د وخت د تخار ولایت د امنیه قوماندان اکرامالدین سریع او د هغه د ملګري په وژنه کې طالبان مسوول ګڼلي دي.
دوستم د اکرامالدین سریع پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې طالبان د خپلو مخالفو پوځي څېرو په نښه کولو او وژلو لړۍ ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا، طالبانو تر دې وړاندې هم د ایران په مشهد ښار کې یو بل خپل مخالف قوماندان وژلی و.
عبدالرشید دوستم په خپلو څرګندونو کې د جهادي قوماندان معروف غلامي یادونه کړې، چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې په مشهد کې ووژل شو او دا یې د طالبانو لهخوا د مخالفانو پر ضد د دوامدارو بریدونو بېلګه بللې ده.
اکرامالدین سریع، چې د جمهوریت له سقوط وروسته ایران ته تللی و، پرون په تهران کې ووژل شو. د معلوماتو له مخې، نوموړي په ایران کې د جمهوریت د وخت پوځيانو ته د استوګنې د اجازو په ترلاسه کولو کې رول درلود.
تر اوسه د طالبانو حکومت د دغو تورونو او د اکرامالدین سریع د وژل کېدو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي او پوځي چارواکو د هدفمندو وژنو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او د طالبانو مخالف سیاسي مشران د دغو پېښو تر شا د طالبانو لاس بولي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې نړیوال دې له طالبانو څخه پر ارزښتونو د تعامل تمې پرې کړې او د افغانانو د «خواصو او مزاج» مطابق دې تعامل ته مخه کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني نن په هرات کې د برېښنا د یو شمېر پروژو د پرانیستنې پرمهال ویلي، چې د طالبانو ټول تمرکز پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.
د نوموړي په وینا، یاده ډله هڅه کوي افغانستان په سیمه کې د یو مهم هېواد په توګه د سیمه ییز او نړیوال مشارکت اغېزناک ونډه وال شي.
ملا برادر د نړۍ له هېوادونو غوښته کړې، چې محدودوونکي سیاستونه دې په تعاملي سیاستونو بدل کړي او اوسني امنیت ته دې د یو مهم فرصت په سترګه وګوري.
برادر زیاته کړې: «نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې پرې کړي. د افغانانو پنځه څلوېښت کلن کړاو او قرباني د همداسې سرمایو د ساتلو لپاره وې. د افغانانو خواص او مزاج دې درک کړي او د هغه مطابق دې تعامل ته مخه کړي.»
ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته له تېرو دوو نیمو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې او سوداګري په ټپه دریدلې او طالبان اوس په دې لټه کې دې، چې د پاکستان پرځای له ایران، ازبکستان او نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر، په ایران کې د جنرال اکرامالدین سریع او د هغه د همکار د ترور په تړاو غبرګون ښودلی او له ایراني چارواکو یې د جدي او شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.
اتمر پر ایکس په یوه یادښت کې ویلي، چې د جنرال اکرامالدین او د هغه د ملګري ترور د کډوالۍ پر مهال او په داسې حالت کې چې بېدفاع وو، یو ځل بیا د افغانانو زړونه له غم او کرکې ډک کړل.
د هغه په وینا، د هغو کسانو وژل چې خپل ټول عمر یې د وطن د ازادۍ او د خلکو د تلپاتې ارزښتونو لپاره وقف کړی و، یو نهایت ناځوانمردانه عمل دی چې باید په کلکه وغندل شي او جدي تعقیب شي.
د بهرنیو چارو پخواني وزیر همداراز له ایراني چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پېښې په اړه اړینې، رڼې او هر اړخیزې څېړنې وکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغان مبارزینو او مخکښو څېرو پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو له زیاتېدو سره، باید د هغوی د امنیت لپاره جدي تدابیر نور هم پیاوړي شي.
