عبدالرشید دوستم د اکرامالدین سریع په ترور کې طالبان مسوول وګڼل

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په تهران کې د جمهوریت د وخت د تخار ولایت د امنیه قوماندان اکرامالدین سریع او د هغه د ملګري په وژنه کې طالبان مسوول ګڼلي دي.

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په تهران کې د جمهوریت د وخت د تخار ولایت د امنیه قوماندان اکرامالدین سریع او د هغه د ملګري په وژنه کې طالبان مسوول ګڼلي دي.
دوستم د اکرامالدین سریع پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې طالبان د خپلو مخالفو پوځي څېرو په نښه کولو او وژلو لړۍ ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا، طالبانو تر دې وړاندې هم د ایران په مشهد ښار کې یو بل خپل مخالف قوماندان وژلی و.
عبدالرشید دوستم په خپلو څرګندونو کې د جهادي قوماندان معروف غلامي یادونه کړې، چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې په مشهد کې ووژل شو او دا یې د طالبانو لهخوا د مخالفانو پر ضد د دوامدارو بریدونو بېلګه بللې ده.
اکرامالدین سریع، چې د جمهوریت له سقوط وروسته ایران ته تللی و، پرون په تهران کې ووژل شو. د معلوماتو له مخې، نوموړي په ایران کې د جمهوریت د وخت پوځيانو ته د استوګنې د اجازو په ترلاسه کولو کې رول درلود.
تر اوسه د طالبانو حکومت د دغو تورونو او د اکرامالدین سریع د وژل کېدو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي او پوځي چارواکو د هدفمندو وژنو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او د طالبانو مخالف سیاسي مشران د دغو پېښو تر شا د طالبانو لاس بولي.