طالبانو نن د پنجشبې په ورځ، د مرغومي څلورمه، په هرات ولایت کې د ۳،۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د څلورو پروژو چارې پیل او پنځه نورې یې ګټنې اخیستنې ته وسپارلې.
په یادو پروژو کې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول او په کرُخ، پښتون زرغون اوبې او چشت شریف ولسوالی کې د څلورو سب سټېشنونو جوړول شامل دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته پرېښنا رسول کېږي او همدارنګه په نویو پیل شویو پروژو کې د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د بې لین ایجاد او د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.
د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمري ویلي:«د هرات کرخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت شريف ولسواليو لپاره د برېښنا څلورو سبسټېشنونو چارې سل سلنه بشپړې شوې دي. دلته زرګونو کورونو ته د لومړي ځل لپاره برېښنا برابرېږي. موږ د هرات ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به ستاسو د برېښنا پارچاوۍ له منځه ځي.»
پر همدغه مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د برېښنا یادې پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې بللې دي او وايي، چې په دې سره به د هرات ولایت د صعنتي پارکونو لپاره د ۲۴ ساعته برېښنا برابرېدو ترڅنګ سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه هم له برېښنا څخه برخمن او د باثباته برېښنا خاوندان شي.
عبدالغني برادر زیاته کړې چې « برېښنا د ننني عصر د هر اړخیر پرمختګ لویه اړتیا ده، دې اړتیا ته اسلامي امارت له ستراتیژیک لوري کتلي او ځکه خو په کم خت کې د ډېرو پروژو د پرانیستې شاهدان شوو.»
نوموړي ویلي، چې د سړکونو جوړوونکو پانګوالو لپاره پنځه کلن مالیاتي معافیت او دوامداره برېښنا ورکول کېږي.