د شمالي کوریا مشر له خپلې لور سره د اوبتل جوړولو له چارو لیدنه وکړه

د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی، د دغه هېواد مشر کېم جونګ‌اون له خپلې لور سره چې د هغه احتمالي ځای‌ناستې هم بلل کېږي؛ د یوه اوبتل د جوړولو له چارو لېدنه وکړه. د راپورونو له مخې؛ نوموړي دارنګه له ځمکې څخه هوا ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو څارنه هم کړې ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس دارنګه لیکلي، هغه په یوه بل ځای کې د یوه بل اوبتل د جوړولو چارې هم څارلې دي چې ۸زره او ۷۰۰ ټنه وزن لري او له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د توغولو وړتیا لري.