د نایجریا په یوه جومات کې د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي

د نایجریا پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد د بورنو ایالت په میدوګوري سیمه کې د ماښام د لمانځه پر مهال د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. د یاد برید پړه لاتراوسه کومې ډلې په غاړه نه‌ده اخیستې.

د بورنو ایالت والي باباګانا زلوم دغه برید غندلی او هغه یې یوه «ظالمانه» کړنه یاده کړې ده.