د هند په اسام ایالت کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته کې ۲ کسان وژل شوي

د هند په اسام ایالت کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون له ۵۰ ډېر ټپیان دي. د اسام په کاربي انګلونګ ولسوالۍ کې ځایي خلکو د ځمکو د غصب پر ضد لاریون وکړ، چې وروسته دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت.