• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنځه زره عراقیان د روسیې له پوځ سره یوځای شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۵ GMT+۰

د عراق د لومړي وزیر سلاکار حسین علاوي وايي، چې شاوخوا پنځه زره عراقي وګړي د روسیې له پوځ سره یو ځای شوي دي. د عراق عالي قضايي شورا بیا د نورو هېوادونو په جګړو او وسله‌والو شخړو کې د عراقي وګړو هر ډول ګډون جرم او د قانوني سزا وړ ګڼلی دی.

علاوي العربیه شبکې ته ویلي، چې په دقیق ډول د هغو عراقي وګړو شمېر ټاکل ستونزمن دي، چې د روسیې په پوځ کې فعال دي، خو دا شمېر نږدې پنځه زرو ته رسېږي.

د هغه په وینا، بغداد د روسیې په پوځ کې د عراقي وګړو د جلب بهیر له نږدې څاري او له مسکو سره د سلا مشورو له لارې هڅه کوي داسې اقدامات عملي کړي، چې د دې بهیر د دوام مخه ونیسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د عراق د عالي قضايي شورا مشر فایق زیدان د مرغومي په ۳مه د ملي امنیت له سلاکار قاسم الاعرجي او د «امر دیواني» کمېټې له غړو سره ولیدل. دغه کمېټه بهرنیو جګړو ته د عراقي وګړو د جلب د قضیو د څېړنې مسوولیت لري.

زیدان په دې لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د عراق قانون د هر هغه کس لپاره چې په هر ډول او د حکومت له رسمي اجازې پرته د بل هېواد له وسله‌‌والو ځواکونو سره یو ځای شي، د بند سزا ټاکلې ده.

هغه زیاته کړې، چې دا ناسته د هغو حقوقي لارو چارو د څېړلو لپاره وه، چې له عراق څخه بهر شخړو کې ښکېلو عراقي وګړو وضعیت منظم کړي، په ځانګړي ډول د روسیې او اوکراین جګړه او همدارنګه په دې برخه کې د نورو لازمو اقداماتو ارزونه هم وشوه.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا په رسمي توګه د اوکراین پر وړاندې له روسیې د ملاتړ لپاره سلګونه سرتېري مسکو ته استولي و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د سوریې مرکزي بانک: نوې لیره به د ۲۰۲۶ کال له پیل سره بازار ته ووځي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۰

د سوریې مرکزي بانک اعلان کړی، چې د دې هېواد نوې لیره به د ۲۰۲۶ کال له لومړۍ ورځې څخه د هېواد په پولي سیستم کې شامله شي او ورسره به په تدریجي ډول د پخوانیو بانکنوټونو د راټولولو بهیر پیل شي.

د دغه هېواد مرکزي بانک مسوولینو ویلي، چې دا بدلون به په څو پړاوونو کې عملي شي او تر پیل مخکې به ټول جزییات په روښانه ډول له خلکو سره شریک شي، څو هېڅ ډول ګډوډي او اندېښنه رامنځته نه‌شي.

د سوریې مرکزي بانک لومړي مرستیال مخلص الناظر ټینګار کړی، چې د صفرونو لرې کول د ملي پيسو د اصلي ارزښت بدلون معنا نه‌لري. د هغه په وینا، دا اقدام به بیې خلکو ته لا روښانه کړي او ورځني معاملات به ساده کړي او ورسره به د خلکو باور یو ځل بیا پر لیره زیات شي.

الناظر زیاته کړې، چې نوې لیره نه‌شي کولای اقتصادي ستونزې په یوه شپه کې حل کړي، خو دا د یوې اوږدې لارې مهم ګام دی، چې یوازې د اقتصادي ثبات او مسلکي تګلارو په دوام به پایله ورکړي.

هغه ویلي، حکومت به هڅې وکړي، چې د بدلون په دوره کې د خلکو حقوق او سپما، معاشونه او مالي ژمنې خوندي پاتې شي او هېچا ته زیان و نه‌رسېږي.

تر دې مخکې د سوریې د مرکزي بانک رییس عبدالقادر الحصریه اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه د دې بدلون رسمي پیل دی او ټینګار یې کړی، چې د زړو بانکنوټونو بدلول به منظم، کنټرول شوي او بې له مالي شوک څخه ترسره شي.

ډنمارک یو شکمن افغان ایران ته د جاسوسۍ په تور جرمني‌ ته سپاري

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۰

د ډنمارک چارواکي وايي، چې یو ۴۲ کلن افغان یې دوه میاشتې مخکې په ډنمارک کې نیولی، چې ډېر ژر به جرمني ته وسپارل شي. ډنمارکي پولیسو دا کس د ایران لپاره د جاسوسۍ او په جرمني کې پر یهودانو د برید په دسیسه کې د ګډون په شک نیولی دی.

د دغه سړي چې د جرمني د څارنوالۍ په غوښتنه نیول شوی تر اوسه بشپړ هویت نه‌دی افشا شوی.

د جرمني چارواکي باور لري، چې نیول شوی کس د ایران د استخباراتي فعالیتونو او په جرمني کې پر یهودي اهدافو د برید په دسیسه کې شکمن دی.

د آرهوس سیمه‌ییزې محکمې تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د دغه کس د استرداد لپاره قانوني شرایط برابر دي. شکمن کس پرېکړه کړې، چې د استرداد د حکم پر ضد اعتراض ونه‌کړي او له همدې امله ښايي د هغه د سپارلو بهیر په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.

د جرمني چارواکو دا قضیه له یوې بلې دوسیې سره هم تړلې بولي، چې پکې یو ۵۳ کلن افغاني الاصله ډنمارکی هم په‌کې تورن دی.

دغه کس تر دې وړاندې په ډنمارک کې نیول شوی و او وروسته یې په خپله خوښه جرمني ته استرداد منلی و.

د تورونو د لیک له‌مخې، ۴۲ کلن شکمن افغان له دغه ۵۳ کلن کس سره ژمنه کړې وه، چې د درېیم کس لپاره به وسلې برابروي او هغه به په جرمني کې پر یهودانو برید ته هڅوي. خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د دې موضوعاتو په اړه «هېڅ معلومات» نه‌لري.

د ډنمارک پولیسو ویلي، چې دا کس د جرمني له لوري د صادر شوي حکم پر بنسټ نیول شوی او د نیولو د عملیاتو پر مهال جرمني افسران هم حاضر و. د جرمني د څارنوالانو په وینا، ۴۲ کلن شکمن کس د ایران د استخباراتي شبکې لپاره د ارتباطي کس په توګه کار کاوه.

د ډنمارک استخباراتي ادارې اعلان کړی، چې دا قضیه په اروپا کې د ایران د مخالفانو پر ضد د تهران د پراخو استخباراتي او جاسوسي فعالیتونو د یوې بڼې برخه ده. د دې ادارې په وینا، تهران په وروستیو کلونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د اسراییل او یهودي ګټو په نښه کول یې هم پکې شامل کړي دي.

د ډنمارک د استخباراتو د ادارې مشر فین بورخ اندرسن په دې اړه وویل: «موږ دا ګواښ ډېر جدي ګڼو، په ځانګړي ډول، دې ته په پام سره چې ایران د تاوتریخجنو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له واسطو او جرمي شبکو کار اخلي».

همدارنګه د ختیځ یوتلنډ پولیسو اعلان کړی، چې د نیولو د عملیاتو پر مهال په تریګا او د ارهوس په شمالي سیمو کې نور کورونه هم تلاشي شوي دي.

اسراییلي چارواکی: که امریکا د ایران د توغندیو پر سر هوکړې ته ونه‌رسېږي برید به حتمي وي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

یوه اسراییلي چارواکي خبرداری ورکړی، که د امریکا متحده ایالات د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام د راکابو په تړاو هوکړې ته ونه‌رسېږي، د پوځي برید ترسره کېدل «نه‌مهارېدونکی» یا حتمي کېدای شي.

دغه چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۴مه) د «وای‌نت» له خبري وېب‌پاڼې سره په مرکه کې د نوم د نه‌خپرېدو په شرط ویلي، چې د ایران د بالستیک توغندیو ګواښ «ډېر جدي» دی او که په لوی شمېر د اسراییل پر لوري وتوغول شي، نو د یوه کوچني اټوم بم په څېر به زیان واړوي.

له دې سره سم، د اسراییل د دفاع وزارت پخواني لوړ پوړي مسوول عاموس ګلعاد ویلي، چې ایران لا هم د اسراییل د له‌منځه وړلو فکر په سر کې لري.

راپور زیاتوي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، به په راتلونکې اونۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې د دغو ګواښونو په اړه تازه معلومات شریک کړي.

تهران هم تر دې مخکې پر ایران د اسراییل د بیاځلي برید له احتمال څخه خبر ورکړی، خو ورسره جوخت یې خبرداری ورکړی، چې دا ځل به اسراییل ته تر پخوا ډېر سخت ګوزارونه ورکړي.

ماریا زاخارووا: د اوکراین جګړې د حل په خبرو کې ورو خو دوامدار پرمختګ شوی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د اوکراین جګړې د حل په تړاو له امریکا سره په روانو خبرو کې ورو خو ثابت پرمختګ لیدل کېږي.

نوموړې نن د پنجشنبې په ورځ څرګنده کړه، چې د اوکراین د شخړې د هواري لپاره د خبرو اترو بهیر، په ځانګړي ډول له متحده ایالاتو سره، که څه هم ورو روان دی، خو دوامدار پرمختګ پکې شته.

زاخارووا همداراز زیاته کړه، چې د لوېدیزې اروپا یو شمېر هېوادونه هڅه کوي دا پرمختګونه شنډ کړي. د هغې په ادعا، دا هېوادونه د سولې د بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې خبرې بریالۍ پایلې ته ورسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له امریکا وغوښتل، چې د اروپا د دغو هڅو پر وړاندې ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې د سولې روانې هڅې زیانمنې شي.

تر اوسه د امریکا او اروپايي هېوادونو له لوري د زاخارووا د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو اروپايي ټولنه روسیه تورنوي، چې د اوکراین په اړه ښه نیت نه لري.

بیجنګ پر امریکا تور ولګاوه چې د هند او چین اړیکو د ښه کېدو مخه نیسي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۰

چین د پنجشنبې په ورځ امریکا تورنه کړه چې د چین د دفاعي پالیسۍ ناسم انځور وړاندې کوي او په دې توګه د بیجنګ او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو مخه ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان دا څرګندونې د یوې خبري ناستې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

له هغه وپوښتل شول چې ایا چین به له هند سره د لانجمنو سرحدي سیمو پر سر د وروستیو کړکېچونو له کمېدو ګټه واخلي، څو د امریکا او هند ترمنځ د اړیکو د لا ژورېدو مخه ونیسي؟ لین جیان وویل چې بیجنګ له هند سره خپلې اړیکې په ستراتیژیک او اوږدمهاله لیدلوري ارزوي.

هغه زیاته کړه چې د سرحد مساله یوازې د چین او هند ترمنځ موضوع ده او «موږ د دې موضوع په اړه د هر بل هېواد د قضاوت مخالفت کوو».

بل خوا د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د سې ‌شنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي چې چین «ښايي هڅه وکړي د تاوتریخوالي له کمېدو ګټه واخلي څو خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې باثباته کړي او د امریکا او هند ترمنځ د اړیکو د ژورېدو مخه ونیسي».