• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي چارواکی: که امریکا د ایران د توغندیو پر سر هوکړې ته ونه‌رسېږي برید به حتمي وي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

یوه اسراییلي چارواکي خبرداری ورکړی، که د امریکا متحده ایالات د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام د راکابو په تړاو هوکړې ته ونه‌رسېږي، د پوځي برید ترسره کېدل «نه‌مهارېدونکی» یا حتمي کېدای شي.

دغه چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۴مه) د «وای‌نت» له خبري وېب‌پاڼې سره په مرکه کې د نوم د نه‌خپرېدو په شرط ویلي، چې د ایران د بالستیک توغندیو ګواښ «ډېر جدي» دی او که په لوی شمېر د اسراییل پر لوري وتوغول شي، نو د یوه کوچني اټوم بم په څېر به زیان واړوي.

له دې سره سم، د اسراییل د دفاع وزارت پخواني لوړ پوړي مسوول عاموس ګلعاد ویلي، چې ایران لا هم د اسراییل د له‌منځه وړلو فکر په سر کې لري.

راپور زیاتوي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، به په راتلونکې اونۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې د دغو ګواښونو په اړه تازه معلومات شریک کړي.

تهران هم تر دې مخکې پر ایران د اسراییل د بیاځلي برید له احتمال څخه خبر ورکړی، خو ورسره جوخت یې خبرداری ورکړی، چې دا ځل به اسراییل ته تر پخوا ډېر سخت ګوزارونه ورکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ماریا زاخارووا: د اوکراین جګړې د حل په خبرو کې ورو خو دوامدار پرمختګ شوی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د اوکراین جګړې د حل په تړاو له امریکا سره په روانو خبرو کې ورو خو ثابت پرمختګ لیدل کېږي.

نوموړې نن د پنجشنبې په ورځ څرګنده کړه، چې د اوکراین د شخړې د هواري لپاره د خبرو اترو بهیر، په ځانګړي ډول له متحده ایالاتو سره، که څه هم ورو روان دی، خو دوامدار پرمختګ پکې شته.

زاخارووا همداراز زیاته کړه، چې د لوېدیزې اروپا یو شمېر هېوادونه هڅه کوي دا پرمختګونه شنډ کړي. د هغې په ادعا، دا هېوادونه د سولې د بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې خبرې بریالۍ پایلې ته ورسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له امریکا وغوښتل، چې د اروپا د دغو هڅو پر وړاندې ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې د سولې روانې هڅې زیانمنې شي.

تر اوسه د امریکا او اروپايي هېوادونو له لوري د زاخارووا د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو اروپايي ټولنه روسیه تورنوي، چې د اوکراین په اړه ښه نیت نه لري.

بیجنګ پر امریکا تور ولګاوه چې د هند او چین اړیکو د ښه کېدو مخه نیسي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۰

چین د پنجشنبې په ورځ امریکا تورنه کړه چې د چین د دفاعي پالیسۍ ناسم انځور وړاندې کوي او په دې توګه د بیجنګ او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو مخه ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان دا څرګندونې د یوې خبري ناستې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

له هغه وپوښتل شول چې ایا چین به له هند سره د لانجمنو سرحدي سیمو پر سر د وروستیو کړکېچونو له کمېدو ګټه واخلي، څو د امریکا او هند ترمنځ د اړیکو د لا ژورېدو مخه ونیسي؟ لین جیان وویل چې بیجنګ له هند سره خپلې اړیکې په ستراتیژیک او اوږدمهاله لیدلوري ارزوي.

هغه زیاته کړه چې د سرحد مساله یوازې د چین او هند ترمنځ موضوع ده او «موږ د دې موضوع په اړه د هر بل هېواد د قضاوت مخالفت کوو».

بل خوا د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د سې ‌شنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي چې چین «ښايي هڅه وکړي د تاوتریخوالي له کمېدو ګټه واخلي څو خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې باثباته کړي او د امریکا او هند ترمنځ د اړیکو د ژورېدو مخه ونیسي».

ډبلیو اېچ او: نږدې ۹۰سلنه له وخت مخکې مړینې په کمو عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځته کېږي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، ۸۶ سلنه له وخت مخکې مړینې په هغو هېوادونو کې پېښېږي چې ډېر کم او منځنی عاید لري. د راپور له مخې؛ د زړه او رګونو ناروغۍ، سرطان، شکرې او تنفسي ناروغۍ د نړۍ په کچه د مړینې، بې‌وسۍ او معلولیت اصلي لاملونه دي.

د یاد سازمان د هغه راپور له مخې چې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي په ۲مه) خپور شوی، تر یو مېلیارد زیات کسان په ټوله نړۍ کې له رواني او ذهني ستونزو سره مخ دي او ډېری یې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. دغه سازمان همداراز د رواني روغتیا او لومړنیو روغتیايي پاملرنو په برخو کې د پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې په ۲۰۲۵کال کې یې د نړۍوالې روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې؛ خو له ژورو ننګونو سره هم مخ و. د بودجې د پام وړ کمښت د دغه سازمان له سترو ستونزو څخه بلل کېږي.

یاد سازمان د تېر کال په ترڅ کې د نري رنځ (توبرکلوز) له امله د ۱.۲ مېلیونه کسانو د مړینې په یادولو سره وایي، دغه شمېرې د هغو ګواښونکو لاملونو پر وړاندې د جدي اقداماتو اړتیا ښيي چې په‌کې د «اېچ‌ای‌وي»، شکرې ناروغۍ، د تمباکو کارول او خوارځواکي شامل دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د بودجې کمښت په ۲۰۲۵کال کې د مېندو ځانګړې پاملرنې، واکسیناسیون، د «اېچ‌ای‌وي» مخنیوي او د ناروغیو د څارنې په څېر خدمات سخت زیانمن کړي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، که د بودجې کمښت تر ۲۰۳۰کاله پورې دوام وکړي؛ نو له ۴ تر ۱۰ مېلیونه نور کسان به په «اېچ‌ای‌وي» ناروغۍ اخته شي او د یادې ناروغۍ له امله د شاوخوا ۳ مېلیونه کسانو د مړینې اټکل شوی.

واشنګټن‌پوسټ: د ټرمپ حکومت غواړي ۸۰زره پناه‌غوښتونکي په لویو ګودامونو کې وساتي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰

واشنګټن‌پوسټ د امریکا د کډوالۍ ادارې اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت په پام کې لري د نیول شویو پناه‌غوښتونکو د ساتنې او شړلو لپاره ۷ لوی مرکزونه جوړ کړي. د راپور له مخې؛ د کډوالۍ اداره غواړي صنعتي ګودامونه تر ۸۰زرو ډېرو نیول شويو پناه‌غوښتونکو د ساتنې لپاره ورغوي.

د یادې طرحې له مخې؛ دغه کډوال به د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د تشو ځایونو پر ځای، په ځانګړو ټاکل شویو ځایونو کې راغونډ شي او وروسته به له دغه هېواده واېستل شي.

دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) خپور شوی، ښيي هغه کډوال چې تازه نیول کېږي؛ د څو اوونیو لپاره د ثبت او قانوني پړاوونو په مرکزونو کې ساتل کېږي او وروسته به له اوو لویو ګودامونو څخه یوه ته ولېږدول شي. یاد ګودامونه هر یو له ۵زرو څخه تر ۱۰زره کسانو د ساتلو ظرفیت لري او د کډوالو د اېستلو د چمتووالي لپاره به ترې کار واخیستل شي.

دغه لوی ګودامونه به د وېرجینیا، ټېکساس، لوییزیانا، ارېزونا، جورجیا او میسوري ایالتونو کې د مهمو لوژستیکي مرکزونو ته نږدې موقعیت ولري. سربېره پر دې، په دغه طرحه کې ۱۶ کوچني ګودامونه هم شامل دي چې هر یو تر ۱۵۰۰ کسانو پورې د ساتلو وړتیا لري.

د یوه کورني برېښنالیک له مخې چې واشنګټن‌پوسټ ترلاسه کړی، د امریکا د کډوالۍ اداره غواړي دغه طرحه روانه اوونۍ له هغو خصوصي شرکتونو سره شریکه کړي چې د کډوالو د نیولو په چارو کې فعالیت کوي؛ څو د هغوی لېوالتیا وارزوي او طرحه وروستۍ کړي.

دا مهال د کډوالو تر ټولو لوی د ساتنې مرکز یو لنډمهاله پنډغالی دی، چې د روان کال په اوړي کې د ټېکساس ایالت د فورټ بلیس په پوځي اډه کې جوړ شوی. دغه پنډغالی چې اوس په‌کې شاوخوا ۳زره کسان ځای پر ځای شوي؛ تمه کېده چې د کال تر پایه یې ظرفیت ۵زرو ته ورسېږي.

د برېتانوۍ جوړې زوی: زما مور او پلار کرېسمس د ایران د زندانونو په وحشت کې تېروي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د برېتانوي سیلانیانو لینډسي او کریګ فورمن زوی جوبېنټ «میرور» ورځپاڼې ته ویلي: «زما مور او پلار د داسې جرم له امله چې دوی نه‌دی کړی، د ایران په زندان کې په وېره او وحشت کې کرېسمس تېروي.»

هغه زیاته کړې، چې مور یې د مناسبې هوا د نشتوالي له امله د پوستکي ناروغۍ سره مخ شوې او کریګ هم ډېر وزن له لاسه ورکړی او د غاښونو د شدید درد له امله د درملنې پرته رنځ وړي.

جو بېنټ همدارنګه ویلي، چې په اوین زندان کې د محدود ځای له امله چې حرکت په‌کې سخت دی ګڼ شمېر موږکان او نور زیان رسوونکي حشرات شته او د روغتیايي ساتنې امکانات نه‌شته.

د دې برېتانوۍ جوړې زوی ویلي، چې کورنۍ یې هېڅ تضمین نه لري چې د کرېسمس په ورځو کې به وکولی شي د لینډسي او کریګ فورمن سره ټلیفوني تماس ونیسي او د هغوی غږ واوري.

تر دې مخکې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د قضایي ادارې له‌خوا د دې برېتانوۍ جوړې پر وړاندې د جاسوسۍ د تورونو اعلان په غبرګون کې ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

یاد وزارت ویلي و، چې په مستقیمه توګه له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي او د نیول شویو کسانو لپاره اړین کونسولي مرستې برابروي.