د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید ال نهیان سبا په یوه رسمي سفر پاکستان ته ځي

د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید ال نهیان سبا په یوه رسمي سفر پاکستان ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نوموړی د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

ټاکل شوې ده، چې نوموړی به د دغه سفر په لړ کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري او پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو ستونزو به خبرې وکړي.