په ایران کې شاوخوا ۷ مېلیونه کسان د غږونو اورېدو له ستونزې سره مخ دي

د ایران د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد که شاوخوا ۷ مېلیونه خلک د غږونو اورېدو له ستونزې سره مخ دي. د یاد وزارت یوه چارواکي جعفر جندقي ویلي، له هرو درېیو کسانو څخه چې عمر یې له ۶۰ کلونو پورته وي؛ یو یې د اورېدو له اختلال سره مخ دی.