• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتین: د پاکستان پوځ په میر علي سیمه کې د جګړې له امله د ټپیانو لېږدونې ته اجازه نه‌ورکوي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ او د ټي‌ټي‌پي د غړو تر منځ له جګړې وروسته ویلي: «په سړکونو او کوڅو کې بې‌ګناه پښتانه ټپیان پراته دي او ان پوځ روغتون ته د وړلو اجازه هم نه‌ورکوي».

منظور پښتین د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) ویلي، چې په دې جګړه کې د پي‌ټي‌اېم فعال غړی مرشد داوړ او د مقتدر داوړ پلار هم ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره، په ټانک سیمه کې پر یوې مدرسې د ډرون برید په پایله کې ۹ ماشومان ټپیان شوي او د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک کې د ډاکټر عبدالرحمان پر کور په توغنديز برید کې دوه ښځې او درې ماشومان هم سخت ټپیان شوي دي.

پښتین زیاته کړې، چې په مرکزي کرم، سنګروبي، ګلي شنګ او میداني سیمو کې د پوځ «د دروغجنو پوځي عملیاتو» په پلمه پښتانه له کورونو اېستل شوي او جبري کډوالۍ ته اړ کړای شوي دي.

نوموړي د تحریک انصاف اړوند پر ځايي حکومت نیوکه کړې، چې پر وینو لړو ښځو، ماشومانو، ټپیانو او روانو ظلمونو په اړه یې تر اوسه ان د خواشینۍ اعلامیه هم نه‌ده خپره کړې.

هغه ویلي: «د تحریک انصاف صوبايي حکومت په ډېر شور دا دعوه کوي چې هېڅ عملیات نه‌کیږي».

نوموړي د پوځ له‌خوا د عامو پښتنو پر وژنې د خلکو ګوند د والي ملاتړ هم غندلی دی: «یوازې دا نه،بلکې نور سیاسي ګوندونه هم چې کله واک ته رسېدلي، هر ځل یې د دغو دروغجنو، ظالمانه او جابر پوځي عملیاتو ښکاره ملاتړ کړی دی».

پښتین ویلي، چې د پاکستان پوځ د پښتنو په خاوره کې «ترهګر» رامنځته کړل او پر له‌پسې یې پر پښتنو او خاوره ظلمونه او عام وژنه کړې ده.

منظور زیاته کړې، چې پي‌ټي‌اېم د غږ پورته کولو پر مهال د پوځ او یو شمېر سیاسي ګوندونو له مخالفت سره مخ شوی او نږدې هره ورځ يې غړي زنداني کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې د دردېدلو پښتنو ترڅنګ به ولاړ وي او هېڅ کله حوصله له لاسه نه‌ورکوي.

«موږ که څه هم له ستونزو سره مخ یو، خو حوصله نه‌بایلو. د ظلم او دښمن پر وړاندې به سخت ګامونه پورته کړو».

په ورته وخت کې د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ هم په خپله اېکس‌پاڼه په میرعلي سیمه کې د پوځ کړنې غندلي او زیاته کړې یې ده، چې له همدې کبله د سیمې اوسېدونکي له سخت کړاو سره مخ دي.

نوموړي د رسنیو او سیاسي قوتونو چوپتیا هم د اندېښنې وړ بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې لا تر اوسه د یادو پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې یو شمېر عیسویانو کرسمس ونمانځه

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۰

د خیر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل لواړګي سیمه کې یو شمېر عیسیویانو د کرسمس جشن نمانځلی دی. یاد عیسویان وايي، چې هر کال د کرسمس جشن په نمانځلو کې مسلمانان هم ورسره ګډون کوي.

د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل په لواړګي سیمه کې یو شمېر عیسویانو د کرسمس جشن نمانځلی دی او له دوی سره په یاد جشن کې ځايي امنیتي مسوولینو او عامو خلکو هم ګډون کړی دی.

په لنډي کوتل کې د عیسویانو ټولنې غړي ارشد مسیح افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې پر لنډي کوتل سربیره د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د کرسمس جشن نمانځل شوی او له دوی سره ځینو مسلمانانو هم پکې ګډون کړی دی.

ارشد مسیح وايي:«زموږ د کلیسا اړوند شاوخوا موږ دلته ۱۰۰۰ تنه عیسویان اوسیږو، له موږ سره د قبایلو اوسېدونکي ډېر ښه چلند کوي او موږ هېڅکله د داسې کوم څه سره نه یو مخ شوي، چې زموږ د مذهبي ورځو نمانځلو او عبادت مخنیوی دې وشي.»

د راپورونو له مخې، تر ډېره برېده د کرسمس نمانځنې مراسم په پوځي چوڼیو او تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کېږي، خو په یاد ایالت کې بیا د عیسویانو ځینې ټولنې د کرسمس جشن په خپلو کلیساوو او ازاده فضا کې نمانځي.

خیبر پښتونخوا ایالت چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ناامنیو او امنیتي پيښو شاهد دی او د لنډي کوتل په څېر ځینې نورې سیمې یې د پاکستاني طالبانو تر اغېز لاندې دي، تر اوسه د مذهبي تاوتریخوالي د پېښو شاهدې نه دي.

سیمه ییز مسیحیان د پښتنو او قبایلي وګړو له چلند نه خوښي ښيي.

ارشد مسیح وايي:«د شکر ځای دی چې موږ ته هېڅ ډول خطر نشته. د اقلیت لپاره هېڅ خطره نشته، دا د شکر ځای دی. ځینې سیمو کې کیدای شي، ځیني مسایل پیښ شوي وي خو په قبایلو کې موږ ته هېڅ خطر نشته. په ډېر امن ډول موږ خپل کرسمس نمانځو.»

د معلوماتو له مخې، له ۱۹۱۴ میلادي کال راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د عیسویانو زرګونه کورنۍ اوسیږي چې په ازادي خپل مذهبي مراسم او ورځې نمانځي.

د پاکستان پوځ وايي د ټي ټي پي د یوه قوماندان په ګډون یې ۱۰ وسله وال وژلي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د پاکستان پوځ ویلي چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې یې د ترسره شویو دوو جلاعملیاتو پر مهال د ټي تي پي د یوه لوړپوړي قوماندان «دلاور» په ګډون، ۱۰وسله وال وژلي دي. پاک

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د چارشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ د کلاچي په سیمه کې عملیات کړي، چې په پایله کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) دوه غړي ووژل شول.

د خبرپاڼې له مخې، له وژل شویو کسانو یو تن «دلاور» نومېده، چې د ټي‌ټي‌پي له لوړپوړو قوماندانانو څخه بلل کېده او د یادې ډلې د یوې مهمې کړۍ مشري یې کوله.

پاکستانی پوځ وایي، دلاور د امنیتي ادارو له‌خوا تر تعقیب لاندې و او د هغه د نیولو لپاره د پاکستان حکومت څلور میلیونه روپۍ جایزه ټاکلې وه.

په یوه بله جلا خبرپاڼه کې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې په همدې ورځ یې امنیتي ځواکونو د بلوچستان ایالت د کلات په سیمه کې یو بل عملیات هم کړی، چې په ترڅ کې یې ۸وسله‌وال وژل شوي دي. د یاد پوځ په وینا، په دې عملیاتو کې وژل شوي کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ(بي ایل ای) پورې تړاو لري.

پاکستاني طالبانو او بلوڅ وسله والو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر: اساسي قانون موږ ته د سوله‌ییز لاریون حق راکوي، حتما به یې کاروو

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وايي، چې د پي‌ټي‌ای د بنسټګر عمران خان په لارښوونه د سوله‌ییزو لاریونونو لپاره تیاری پیل شوی دی. هغه ټینګار کړی، چې اساسي قانون خلکو ته د سوله‌ییز لاریون حق ورکوي او دوی به دا حق «په هر حالت کې» وکاروي.

سهیل افریدي د چهارشنبې په ور‌ځ (د مرغومي درېیمه) د پېښور په یوې غونډه کې وویل، چې دوی تل د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې مبارزه کړې او دا کار به هم د همدې اصولو پر بنسټ پر مخ ځي. ده له ځوانانو وغوښتل، چې هر وخت تیار او بېدار پاتې شي.

نوموړي ځینې سیاسي ډلې «د واک تږي» وګڼل او تور یې پورې کړ، چې دغو ډلو، ادارو، ولسواکۍ او حتی سترې محکمې ته زیان رسولی دی. هغه وویل چې “سازشي کړۍ” غواړي ځوانان راوپاروي، نو باید له منفي پروپاګند او هېواد ضد بیانونو څخه هوښیار واوسو.

افریدي زیاته کړه، چې فاسدو عناصرو ناسم سیاسي فرهنګ رامنځته کړی، خو د ده په وینا، د “حقیقي ازادۍ” مبارزه به د اساسي قانون او قانون په چوکاټ کې دوام ولري.

طالبان: نن له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن له ایران او پاکستان څخه ۷۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغو کډوالو سره مالي مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له‌مخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د کډوالو کورنیو د غړو شمېر ۳۵۱۲ تنو ته رسېږي، چې په زور افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ چې غړې یې ۲۷۱۲، د بولدک له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۴ تنه، د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۶ تنه و، د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ چې ۱۵۹ تنه و او د اسلام‌کلا له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر ۹۱ تنه وو، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

محمود خان اڅکزی: افغانان چې په کومه بې عزتۍ اېستل کیږي دا یوازې کرکې ډېروي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري او په بې عزتۍ ایستل د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکه او نفرتونه لا ډېروي. نوموړي پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو اقداماتو پایلې وارزوي.

اڅکزي د چارشنبې په ورځ، د مرغومي درېیمه، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو په تړاو جوړې شوې دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پر مهال وویل، ډېری افغان ماشومان په پاکستان کې زېږېدلي، همدلته لوی شوي او زده‌کړې یې کړې دي، خو اوس په سپک او غیر اخلاقي ډول له هېواده ایستل کېږي، چې دا چاره به جدي منفي پایلې ولري.

نوموړي پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو اقداماتو پایلې وارزوي او زیاته یې کړه: «یو هېواد چې له چین سره له شک او اندېښنو سره مخ وي، له هند سره په جګړه کې وي، او بیا غواړي افغانستان د پنځمې صوبې په توګه تصور کړي؛ دا امکان نه لري. که دا لاره تعقیب شي، نو پایله به یې یوازې تباهي وي».

د محمود خان اڅکزي څرګندونې په داسې حال کې دي چې نږدې درې میاشتې کېږي د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر ضد د پلټنو، نیونو او جبري ایستلو پراخ عملیات پیل کړي دي. همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې تړل شوې دي، چې دې وضعیت د بشري او سیاسي اندېښنو کچه لوړه کړې ده.