د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر: اساسي قانون موږ ته د سولهییز لاریون حق راکوي، حتما به یې کاروو

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وايي، چې د پيټيای د بنسټګر عمران خان په لارښوونه د سولهییزو لاریونونو لپاره تیاری پیل شوی دی. هغه ټینګار کړی، چې اساسي قانون خلکو ته د سولهییز لاریون حق ورکوي او دوی به دا حق «په هر حالت کې» وکاروي.





