• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا بنو کې د امنیتي اندېښنو له امله د افغان کډوالو کمپ ته د تخلیې امر شوی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا د کوهاټ په بنو سيمه کې د پروني برید وروسته، چې وسله‌والو د يو موټر په وسيله ترسره کړه،يادې سيمې ته څېرمه د افغان کډوالو کمپ ته د پاکستان د حکومت له لوري امر شوی، چې ژر تر ژره دې کمپ تخليه کړي.

دغه بريد پرون د شنبې په ورځ شوی، چې هېڅ مرګ‌ژوبله نه لري او بريدګر هم له سيمې په تیښته بریالي شوي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې بريد په پلان شوې بڼه ترسره شوی دی.

چارواکي ادعا کوي، چې په سيمه کې د افغان کډوالو له ياد کمپ څخه پخوا هم ورته بريدونه ترسره شوي وو، او وسله‌والو له دې ځای څخه د پټېدو لپاره ګټه اخیستله.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دغه کمپ کې ټول ۲،۵۶۷ افغان کډوال اوسېدل، چې له دې ډلې ۱،۷۰۰ تنه له دې وړاندې افغانستان ته ستانه شوي وو.

همداراز، ۱۲۰ کسان (۲۰ کورنۍ) پرون شپه افغانستان ته ولېږل شول او پاتې نورو ته ويل شوي، چې ژر تر ژره کمپ تخليه کړي.

په دې کمپ کې هغه افغانان وو چې د POR کارتونه او ACC کارتونه یې درلودل، او غیرقانوني اوسیدونکي وو.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

امریکا مېشتي افغانان: د یو افغان جرمي کړنې له امله باید په ټولو افغانان قضاوت ونشي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰

په امریکا کې مېشت افغانان اندېښمن دي چې د یوه افغان د جرمي کړنې له امله ټول افغانان له تبعیض او زیان سره مخ نه شي. همدا ډول هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، بې برخليکه پاتې شوي دي.

په متحده ایالاتو کې هغه افغانان چې د تېرو شاوخوا شلو کلونو جګړې په ترڅ کې یې له امریکايي سرتېرو سره همکارۍ کړې، د تېرې میاشتې په ملي ګارد باندې له خونړي پېښې ورسته سخت اندېښمن شوي.

۳۱کلن افغان، چې د امریکا د شین کارت لرونکی دی، وایي: «ټول خلک وېرېدلي دي. موږ وېرېږو چې د یوه افغان د کړنې له امله به موږ ونیول شو یا به په موږ قضاوت وشي.».

په دغه پېښه کې د یو افغان تبعه له خوا د ویسټ ورجینیا ملي ګارد ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بېکستروم ووژل شوه، او بل سرتېری، اندرو وولف، سخت ټپي شو.

د پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د «دریمې نړۍ هېوادونو»، چې افغانستان هم پکې دی، کډوالي ودرول شي.

افغانان اوس وېرېږي چې کېدای شي بیرته هغه هېواد ته واستول شي چې د طالبانو تر واک لاندې دی.

مریم، ۲۷ کلنه افغانه چې په کابل کې یې د امریکا سفارت لپاره د زده‌کړې پروژو کې کار کوه، د خپلې وېرې حال داسې بیان کړ: «ما په امریکا کې خپل کور جوړ کړی، اوس دا زما کور دی. که له دې ځایه لاړه شم، باید چیرته لاړ شم؟ کله چې ویده شم، زړه مې ډېر درد کوي او داسې احساس کوم چې هېچا پورې اړیکه نه لرم.»

هغې زیاته کړه چې د طالبانو د منفي تصویر د وړاندې کولو مخنیوی یې په تعلیمي پروژو کې کړی و او د ښځو د حقونو د پراختیا لپاره یې هڅې کړي وې.

دغه افغانان اندېښنه لري چې که افغانستان ته بېرته واستول شي د طالبانو له خوا به ترې غچ واخیستل شي.

فوزیه کوفي: افغانستان عادلانه تعلیمي فرصتونو ته اړتیا لري

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، د افغانستان روان تعلیمي کال پای ته رسېدو سره د دولسم ټولګي فارغان د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیسي، خو طالبان لا هم نجونې له زده‌کړو بې‌برخې ساتي او له هغوی یې یو بنسټیز حق اخیستی دی.

فوزیه کوفي په ایکسلیکلي، نننۍ نړۍ د علمي زېرمو او د پوهې د پرمختګ پر مټ «حتی تر ټولو ستونزمنې لارې هم اسانه کړې دي»، خو د نوموړې په وینا، افغانستان لا هم له دې فرصتونو بې‌برخې دی.

هغې ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو وګړو لپاره «عادلانه او برابر تعلیمي فرصتونو» ته اړتیا لري، خو زیاته کړې یې ده چې دا حق اوس مهال د طالبانو له‌خوا د نجونو څخه اخیستل شوی دی.

کوفي ویلي: «زموږ هېواد عادلانه او برابر تعلیمي فرصتونو ته اړتیا لري، خو له بده مرغه دا حق طالبان زموږ له لوڼو څخه اخیستی دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له ۲۰۲۱ راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، دغه ډلې د نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده‌کړو دروازې تړلې دي؛ هغه پرېکړه چې د کورنیو او نړیوالو پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، خو لا هم پر ځای پاتې ده.

په هلمند کې په ناقانونه توګه راوړل شوي درمل وسوځول شول

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې سرحدي لوا منسوبینو د هلمند ولایت اړوند د ډیورند ګرښې په اوږدو کې ۱۶ موټره بې‌کیفیته درمل تر کشف وروسته وسوځول. دا قول اردو زیاتوي، دغه درمل په ناقانونه توګه هېواد ته را اړول شوي و.

یادې قول اردو د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه انساني بې‌کیفیته او تاریخ تېر درمل چې په ناقانونه توګه هېواد ته را اړول شوي و، په بهرامچه کې تر نیول کېدو وروسته ځای پر ځای وسوځول شول.

خبرپاڼه زیاتوي: «هغه انساني درمل چي بې‌کيفيته، تاريخ تېر‌ او جعلي و او همداراز په غېر قانوني ډول هېواد ته راوړل کېدل د هلمند ولايت په بهرامچه کې تر نيول کېدو وروسته وسوځول شول».

په خبرپاڼه کې د دغو درملو د وزن، د قاچاق‌کوونکو او همداراز د مبدا هېواد د نوم په تړاو جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو بهرامچه د ډیورند کرښې له لارې له پاکستان سره لاره لري.

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو او همداراز د هر ډول سوداګرۍ له بندېدو وروسته اوس ځينې سوداګر هڅې کوي، چې په قاچاقي ډول یوې او بلې خوا ته سوداګریز توکي ولېږدوي.

مُحسن داوړ د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو په نښه کول دولتي ترهګري وبلله

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۰

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو په نښه کول دولتي ترهګري وبلله. د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځ په دغه برید کې ۶ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د مُحسن داوړ په وینا، د بنو ولسوالۍ د جاني‌خېل په ولي نور سیمه کې د پوځ پر یوه چېک‌پاینټ د وسله‌والو له برید وروسته پاکستاني پوځ بیا د ولسي وګړو پر اسوګنیزو کورونو د هاوان مرمۍ په توغولو سره شپږ ځايي اوسېدونکي ټپيان کړي دي.

داوړ د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې: «د دغو بریدونو په پایله کې د عمران وزیر د کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي. دا دولتي ترهګري ده».

له دې سره سم، عمران وزیر چې د ملي ډيموکراټيک غورځنګ غړی دی وايي، د پاکستاني پوځ په دغو ړندو او بې هدفه توغندیز بریدونو کې یې د کورنۍ ۶ غړي سخت ټپيان شوي دي.

هغه د پاکستان د پوځ دغه چاره «ټولییزه سزا او جنګي جرم» بللی دی.

د پاکستان پوځ لا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه‌دي ویلي.

طالبانو په ارزګان کې ۸ موټر پلورنځي د «ناقانونه فعالیتونو» له امله وتړل

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځیو څارنه کړې او په ترڅ کې یې ۸ موټر پلورنځي د یو شمېر ناقانونه فعالیتونو له امله وتړل. دغه وزارت د یادو «ناقانونه فعالیتونو» په تړاو نور وضاحت نه‌دی ورکړی.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې څارنیز بهیر کې د یادو موټر پلورنځيو قانوني جوازونه، رسمي سټې، لوحې، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب او یو شمېر نور اړین اسناد ارزول شوي دي.

دغه وزارت د دغو تړل شویو ۸ موټر پلورنځيو د «ناقانونه فعالیتونو» په تړاو په دقیق ډول څه نه‌دي ویلي او زیاته کړې یې ده، چې د پاتې نورو موټر پلورنځيو مسوولينو ته د کاري چارو د ښه پرمخ وړولو او د خپلو موجودو ستونزو د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وشوې.

د دغه وزارت په وینا، د عدلیې ولایتي مسوولین به په دوامداره توګه له خپلو اړوندو برخو څارنو ته دوام ورکړي.