• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې یو شمېر عیسویانو کرسمس ونمانځه

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۰

د خیر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل لواړګي سیمه کې یو شمېر عیسیویانو د کرسمس جشن نمانځلی دی. یاد عیسویان وايي، چې هر کال د کرسمس جشن په نمانځلو کې مسلمانان هم ورسره ګډون کوي.

د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل په لواړګي سیمه کې یو شمېر عیسویانو د کرسمس جشن نمانځلی دی او له دوی سره په یاد جشن کې ځايي امنیتي مسوولینو او عامو خلکو هم ګډون کړی دی.

په لنډي کوتل کې د عیسویانو ټولنې غړي ارشد مسیح افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې پر لنډي کوتل سربیره د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د کرسمس جشن نمانځل شوی او له دوی سره ځینو مسلمانانو هم پکې ګډون کړی دی.

ارشد مسیح وايي:«زموږ د کلیسا اړوند شاوخوا موږ دلته ۱۰۰۰ تنه عیسویان اوسیږو، له موږ سره د قبایلو اوسېدونکي ډېر ښه چلند کوي او موږ هېڅکله د داسې کوم څه سره نه یو مخ شوي، چې زموږ د مذهبي ورځو نمانځلو او عبادت مخنیوی دې وشي.»

د راپورونو له مخې، تر ډېره برېده د کرسمس نمانځنې مراسم په پوځي چوڼیو او تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کېږي، خو په یاد ایالت کې بیا د عیسویانو ځینې ټولنې د کرسمس جشن په خپلو کلیساوو او ازاده فضا کې نمانځي.

خیبر پښتونخوا ایالت چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ناامنیو او امنیتي پيښو شاهد دی او د لنډي کوتل په څېر ځینې نورې سیمې یې د پاکستاني طالبانو تر اغېز لاندې دي، تر اوسه د مذهبي تاوتریخوالي د پېښو شاهدې نه دي.

سیمه ییز مسیحیان د پښتنو او قبایلي وګړو له چلند نه خوښي ښيي.

ارشد مسیح وايي:«د شکر ځای دی چې موږ ته هېڅ ډول خطر نشته. د اقلیت لپاره هېڅ خطره نشته، دا د شکر ځای دی. ځینې سیمو کې کیدای شي، ځیني مسایل پیښ شوي وي خو په قبایلو کې موږ ته هېڅ خطر نشته. په ډېر امن ډول موږ خپل کرسمس نمانځو.»

د معلوماتو له مخې، له ۱۹۱۴ میلادي کال راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د عیسویانو زرګونه کورنۍ اوسیږي چې په ازادي خپل مذهبي مراسم او ورځې نمانځي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر: اساسي قانون موږ ته د سوله‌ییز لاریون حق راکوي، حتما به یې کاروو

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وايي، چې د پي‌ټي‌ای د بنسټګر عمران خان په لارښوونه د سوله‌ییزو لاریونونو لپاره تیاری پیل شوی دی. هغه ټینګار کړی، چې اساسي قانون خلکو ته د سوله‌ییز لاریون حق ورکوي او دوی به دا حق «په هر حالت کې» وکاروي.

سهیل افریدي د چهارشنبې په ور‌ځ (د مرغومي درېیمه) د پېښور په یوې غونډه کې وویل، چې دوی تل د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې مبارزه کړې او دا کار به هم د همدې اصولو پر بنسټ پر مخ ځي. ده له ځوانانو وغوښتل، چې هر وخت تیار او بېدار پاتې شي.

نوموړي ځینې سیاسي ډلې «د واک تږي» وګڼل او تور یې پورې کړ، چې دغو ډلو، ادارو، ولسواکۍ او حتی سترې محکمې ته زیان رسولی دی. هغه وویل چې “سازشي کړۍ” غواړي ځوانان راوپاروي، نو باید له منفي پروپاګند او هېواد ضد بیانونو څخه هوښیار واوسو.

افریدي زیاته کړه، چې فاسدو عناصرو ناسم سیاسي فرهنګ رامنځته کړی، خو د ده په وینا، د “حقیقي ازادۍ” مبارزه به د اساسي قانون او قانون په چوکاټ کې دوام ولري.

محمود خان اڅکزی: افغانان چې په کومه بې عزتۍ اېستل کیږي دا یوازې کرکې ډېروي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري او په بې عزتۍ ایستل د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکه او نفرتونه لا ډېروي. نوموړي پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو اقداماتو پایلې وارزوي.

اڅکزي د چارشنبې په ورځ، د مرغومي درېیمه، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو په تړاو جوړې شوې دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پر مهال وویل، ډېری افغان ماشومان په پاکستان کې زېږېدلي، همدلته لوی شوي او زده‌کړې یې کړې دي، خو اوس په سپک او غیر اخلاقي ډول له هېواده ایستل کېږي، چې دا چاره به جدي منفي پایلې ولري.

نوموړي پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو اقداماتو پایلې وارزوي او زیاته یې کړه: «یو هېواد چې له چین سره له شک او اندېښنو سره مخ وي، له هند سره په جګړه کې وي، او بیا غواړي افغانستان د پنځمې صوبې په توګه تصور کړي؛ دا امکان نه لري. که دا لاره تعقیب شي، نو پایله به یې یوازې تباهي وي».

د محمود خان اڅکزي څرګندونې په داسې حال کې دي چې نږدې درې میاشتې کېږي د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر ضد د پلټنو، نیونو او جبري ایستلو پراخ عملیات پیل کړي دي. همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې تړل شوې دي، چې دې وضعیت د بشري او سیاسي اندېښنو کچه لوړه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا بنو کې د امنیتي اندېښنو له امله د افغان کډوالو کمپ ته د تخلیې امر شوی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا د کوهاټ په بنو سيمه کې د پروني برید وروسته، چې وسله‌والو د يو موټر په وسيله ترسره کړه،يادې سيمې ته څېرمه د افغان کډوالو کمپ ته د پاکستان د حکومت له لوري امر شوی، چې ژر تر ژره دې کمپ تخليه کړي.

دغه بريد پرون د شنبې په ورځ شوی، چې هېڅ مرګ‌ژوبله نه لري او بريدګر هم له سيمې په تیښته بریالي شوي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې بريد په پلان شوې بڼه ترسره شوی دی.

چارواکي ادعا کوي، چې په سيمه کې د افغان کډوالو له ياد کمپ څخه پخوا هم ورته بريدونه ترسره شوي وو، او وسله‌والو له دې ځای څخه د پټېدو لپاره ګټه اخیستله.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دغه کمپ کې ټول ۲،۵۶۷ افغان کډوال اوسېدل، چې له دې ډلې ۱،۷۰۰ تنه له دې وړاندې افغانستان ته ستانه شوي وو.

همداراز، ۱۲۰ کسان (۲۰ کورنۍ) پرون شپه افغانستان ته ولېږل شول او پاتې نورو ته ويل شوي، چې ژر تر ژره کمپ تخليه کړي.

په دې کمپ کې هغه افغانان وو چې د POR کارتونه او ACC کارتونه یې درلودل، او غیرقانوني اوسیدونکي وو.

مُحسن داوړ د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو په نښه کول دولتي ترهګري وبلله

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۰

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو په نښه کول دولتي ترهګري وبلله. د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځ په دغه برید کې ۶ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د مُحسن داوړ په وینا، د بنو ولسوالۍ د جاني‌خېل په ولي نور سیمه کې د پوځ پر یوه چېک‌پاینټ د وسله‌والو له برید وروسته پاکستاني پوځ بیا د ولسي وګړو پر اسوګنیزو کورونو د هاوان مرمۍ په توغولو سره شپږ ځايي اوسېدونکي ټپيان کړي دي.

داوړ د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې: «د دغو بریدونو په پایله کې د عمران وزیر د کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي. دا دولتي ترهګري ده».

له دې سره سم، عمران وزیر چې د ملي ډيموکراټيک غورځنګ غړی دی وايي، د پاکستاني پوځ په دغو ړندو او بې هدفه توغندیز بریدونو کې یې د کورنۍ ۶ غړي سخت ټپيان شوي دي.

هغه د پاکستان د پوځ دغه چاره «ټولییزه سزا او جنګي جرم» بللی دی.

د پاکستان پوځ لا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د خیبر پښتونخوا تیرا سیمه، د امنیتي عملیاتو لپاره تخلیه کېږي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات ښيي، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د قبایلي جرګې او ضلعي ادارې ترمنځ هوکړه شوې ده چې د امنیتي عملیاتو لپاره به سیمه تخلیه کوي.

د جرګې مشر کمال‌الدین ویلي، د ۲۴ کسیزې قبایلي جرګې او د خیبر د مرستیال کمشنر ترمنځ تړون لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، د میدان له سیمې څخه د خلکو کډوالي به د جنورۍ له ۱۰مې پیل او تر جنورۍ ۲۵مې پورې به سیمه په بشپړه توګه خالي شي.

د دوی په وینا، امنیتي عملیات به شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړي، او د اغېزمنو کورنیو بېرته ستنېدل به د اپرېل له ۵مې پیل شي.

د تړون له مخې، که کوم کور په بشپړه توګه ونړېږي، ۳۰ لکه روپۍ معاوضه ورکول کېږي، او که کور ته جزوي زیان ورسېږي، ۱۰ لکه روپۍ به ورکړل شي.

هرې اغېزمنې کورنۍ ته به سمدستي ۲ لکه او ۵۰ زره روپۍ نغدي مرسته ورکول کېږي، او کډوالو کورنیو ته به هره میاشت ۵۰ زره روپۍ مالي مرسته او د وړیا ترانسپورټ اسانتیا هم برابره شي.

په دغه سیمه کې د اپریدي قوم شپږ څانګې مېشتې دي چې نفوس یې شاوخوا ۱۳۰ زره کسان دي.

دولتي چارواکوهم افغانستان انټرنشنل ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چېپه تېرو څلورو کلونو کې د سیمې امنیتي وضعیت ناوړه و، چې له امله یې دا پرېکړه شوې ده.