طالبانو په کابل کې ۶۵ کیلو انساني وېښتان وسوځول

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د کابل ولایت اړوند په چهار اسیاب ولسوالۍ کې نیول شوي ۶۵ کیلو انساني وېښتیان یې سوځولي دي. د یادې محکمې په وینا؛ دغه اندازه وېښتان د یادې ډلې د یو لړ عملیاتو پرمهال نيول شوي وو، چې وروسته يې دوسیه محکمې ته راجع شوه.





