• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیما سمر: په افغانستان کې «د هدیرې په څېر امنیت» حاکم دی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر د افغانستان د هېرېدو او د طالبانو د واکمنۍ د عادي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دې هېواد کې د «هدیرې په څېر امنیت» حاکم دی.

سیما سمر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د بریتانیا له ګاردین ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «افغانستان به ښايي اوس خوندي ښکاري، ډېرې چاودنې نه‌کیږي، مګر دا د هدیرې امنیت یو ډول دی. تر ټولو سوله‌ییز ځای قبر دی، هلته هېڅوک اعتراض نه کوي».

هغې په افغانستان کې د امنیت د تعریف په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: «کله چې یوه ښځه په خوندي ډول پر سړک نه‌شي ګرځیدلی امنیت څه معنی لري؟ کله چې یوه نجلۍ ښوونځي ته د تګ اجازه ونه‌لري امنیت څه شی دی؟ کله چې کورنۍ د غرمې لپاره یو څه ولري، مګر د ماښام لپاره یې ونه‌لري امنیت څه شی دی؟ دا انساني امنیت نه‌دی».

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشرې ټینګار وکړ، چې ښځې او نجونې له اوسني وضعیت څخه تر ټولو زیات زیانمنې دي. د هغې په وینا، نن نجونې له منځنۍ او لېسې زده‌‌کړو محرومې دي، پوهنتونونه د ښځو پر مخ تړلي، ښځو ته اجازه نه‌شته چې په نادولتي بنسټونو کې کار وکړي، پارکونو ته لاړې شي او یا هم بې له محرم څخه سفر وکړي.

سیما سمر وویل: «حتی د ښځو غږ هم په عامه فضا کې نه‌اورېدل کېږي. د جنسیتي اپارتاید اصطلاح مبالغه نه‌ده؛ دا د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند حقیقت دی».

هغې د افغانستان د وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې‌ پروایۍ نیوکه وکړه او ویې ویل: «نړۍواله ټولنه اوس هغه پخوانۍ لېوالتیا نه‌لري او نور پام نه‌کوي».

مېرمن سمر د سپټمبر د یوولسمې پېښو ته په اشارې خبرداری ورکړ، چې د افغانستان د هېرولو او ګوښه کولو پایلې پخوا هم تجربه شوې دي. هغې زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې څه پېښېږي، نه‌یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره».

هغې دا هم وویل، چې اصلي تراژیدي د نړۍوالې ټولنې په چوپتیا او تسلیمۍ کې ده.

سیما سمر، چې تازه استرالیا ته تللې، د دې هېواد له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې طالبانو ته د افغانستان د دیپلوماتیکو بنسټونو د سپارلو پر ځای، په کانبرا کې د افغانستان د پخواني حکومت د سفارت د استازو دیپلوماتیک اعتبار وغځوي.

تر دې وړاندې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ ویلي و، چې د افغانستان د اوسني سفیر اعتبار به د فبرورۍ په میاشت کې تمدید نه‌شي.

د جرمنې او ناروې په ګډون لسګونو هېوادونو د طالبانو استازي پرته له دې، چې د دوی اداره په رسمیت وپېژني منلي دي، خو د سیما سمر په باور د پخواني حکومت د سفیرانو ساتل کولی شي یو پیاوړی پیغام ورکړي، نه یوازې طالبانو ته بلکې نړۍوالې ټولنې ته هم.

هغې د مرکې په پای کې هیله څرګنده کړه، یوه داسې ورځ به راشي چې افغانستان ته ستنه شي.

مېرمن سمر زیاته کړه:«زه لا هم په بشپړ ډول یوه افغان یم. هیله لرم یوه ورځ بېرته ستنه شم. تل وایم چې غواړم په خپل هېواد کې مړه شم».

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو اعتراف: زموږ په ټولنه کې فساد او رشوت لا هم شته

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

سره له دې چې طالبانو په وار وار له فساد او رشوت څخه د خپلو ادارو له پاکوالي خبر ورکړی، خو تازه د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، «موږ او ستاسې په ټولنه کې ډول ډول فسادونه موجود دي لکه رشوت ورکول او د رشوت اخیستل، غلا کول، د خلکو مالونه په مختلفو بهانو خوړل او چور کول».

طالب چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې په وار وار ویلي، چې تر واک لاندې ادارو کې یې اداري فساد او له هغې ډلې د رشوت ورکړې او اخیستنې بهیر پایته رسېدلی، خو د دوی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له‌خوا د جمعې ورځې لپاره چمتو شوې خطبې متن کې راغلي، چې «رشوت اخیستل او ورکول، غلا، د خلکو مالونه په مختلفو بهانو خوړل او چور کول او غصب» په ټولنه کې د فساد له شته ډولونو څخه دي او باید خلکو ته یې د مخنیوي پوهاوی ورکړل شي.

په متن کې ټینګار شوی، چې د جمعې د ورځې په خطبه کې د وینا، ډېره برخه باید د ځمکو د غصب پر مخنيوي وي.

د طالبانو یاد وزارت لیکلي: «غصب په حقیقت کې ظلم او تجاوز دی، ځکه په شریعت کې د بل چا مال په ظلم سره اخیستلو ته وايي، غصب د ټولنې فساد دی».

طالبان د هرې جمعې د خطبې لپاره ټولو جوماتونو ته په کتبي ډول خطبې استوي، په دې جمعه کې د دوی له لوري د جوړې شوې خطبې په متن کې راغلي، چې د غصب له کبله جرمونه زیاتیږي او ټولنه «هلاکت» لورې ته ځې.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغې ډلې په ټول هېواد کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون جوړ کړی او نږدې هره اونۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو له راګرځولو خبر ورکوي.

طالبانو تر اوسه د راګرځول شویو غصب شویو ځمکو دقیق ارقام نه‌دي وړاندې کړې، خو د عدلیې وزارت د ځینو راپورنو له‌مخې، چې په ټول هېواد کې د غصب شوې ځمکې اندازه شاوخوا ۲۶ میلیونه جریبه اټکل شوې ده.

د دې ترڅنګ د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د معلوماتو پر بنسټ طالبانو ادعا کړې، چې په کندهار کې یې ۱۲۹ زره جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځولې او تر ۱۰۰ زره جریبه نور یې تثبیت کړې ده.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یوه راپور له‌مخې، طالبانو په تېره یوه میاشت کې تر یو میلیون جریب زیاته ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

په ټوله کې د رسمي سرچینو داسې دقیقه شمېره نشته، چې وښيي طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې څومره ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده.

جمهوري غوښتونکو د خپل دریځ په بدلولو افغان کډوالو ته د ویزو د ورکړې له بندولو ملاتړ وکړ

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۰

د امریکا د ملي ګارد پر غړو د یوه افغان له وسله‌وال برید وروسته، د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمېر استازو د ډونالډ ټرمپ له هغې طرحې ملاتړ وکړ، چې د افغان کډوالو دوسیې بیا وکتل شي او د ویزو صادرول هم وځنډول شي.

دا نوی دریځ، په افغانستان کې د امریکا د حکومت د پخوانیو همکارانو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو په چلند کې د بدلون ښکارندويي کوي.

تر دې مخکې د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي د هغو افغانانو له اصلي ملاتړو څخه و، چې نږدې شل کاله یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره په جګړه کې همکاري کړې وه. د طالبانو له‌خوا د کابل تر سقوط وروسته، د دې ګوند ډېرو استازو د بایډن له حکومت څخه غوښتي و، چې دغو کسانو ته پناه ورکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په هغه وخت کې جمهوري غوښتونکو او دیموکرات قانون‌ جوړوونکو په ګډه هڅه کوله، چې د امریکا د پخواني حکومت د همکارانو لپاره د «ځانګړې کډوالۍ ویزې» پروګرام پراخ کړي.

دوی استدلال کاوه، د هغو افغان متحدینو ساتنه، چې له امریکايي ځواکونو، دیپلوماتانو او قرارداديانو سره د همکارۍ له امله د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي یو اخلاقي مسوولیت دی.

خو په دې اړه د دغو ګوندونو هڅې هغه مهال ودرېدې کله چې یوه افغان رحمان‌الله لکڼوال د امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې وکړې او پایله کې یې یوه غړې ووژل شوه او بل یې سخت ټپي شو.

له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، واشنګټن باید د ټولو هغو افغانانو دوسیې له سره وڅېړي، چې د جو بایډن حکومت پر مهال دغه هېواد ته داخل شوي او د افغانانو لپاره د ویزو صادرول او ورسره تړلي د کډوالۍ پروګرامونه وځنډوي.

ډېری هغه جمهوري غوښتونکي، چې پخوا یې د افغانانو د منلو بهیر پر پراخېدو ټینګار کاوه، اوس د امنیتي اندېښنو او د لا سختو پلټنو د اړتیا په پلمه د ټرمپ د حکومت له کډوالۍ ضد دریځ څخه ملاتړ کوي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر مایکل مکال وویل، چې د امریکا د پخواني حکومت د همکارانو د منلو هڅې د لکڼوال له‌خوا د ملي ګارد پر غړو تر برید وروسته رامنځته شوې فضا سخته اغېزمنه کړې او هغه دا حالت د «خواشینۍ» وړ وباله.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۱۹۰ زرو څخه ډېر افغانان امریکا ته داخل شوي، چې لږ تر لږه ۷۰ زره یې د کابل د سقوط پر مهال انتقال شوي دي.

د روان کال په پیل کې په کانګرس کې د دواړو ګوندونو یو شمېر استازو غوښتنه کړې وه، چې د پخوانیو افغان همکارانو لپاره ۲۰ زره نورې اضافي ویزې ځانګړي کړي، خو ورسره باید له روغتیايي معایناتو سربېره امنیتي پلټنې هم په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

خو له دې سره یو شمېر جمهوري غوښتونکو ویلي، چې د یوه افغان له‌خوا وروستۍ پېښې د افغانانو د منلو په اړه سیاسي فضا او پرېکړه اغېزمنه کړې ده.

د پنسلوانیا ایالت جمهوري غوښتونکي استازي لوید اسمکر ویلي، چې د پخوانیو افغان همکارانو د منلو د دوام په اړه پرېکړه د ولسمشر پرېکړې ته پرېږدي. همدارنګه د سویلي کارولاینا ایالت بانفوذه سناتور ګراهام وویل، چې وروستي برید ته په کتو د افغان کډوالو د منلو بهیر بیاکتنې ته اړتیا لري.

د مېن ایالت سناتورې سوزان کالېنز ویلي،د یوه افغان له لوري پر ملي ګارد شوی برید دا اړتیا لا جدي کړې، چې د افغان کډوالو د امنیتي شالید پلټنې لاپسې سختې شي.

جمهوري غوښتونکو همدارنګه د کابل له سقوط وروسته د یو شمېر افغانانو د لېږد پر پروګرام نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې لکڼوال په لومړي سر کې د همدې پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و او وروسته یې بیا پناه اخیستې وه.

د اوکلاهوما ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور مارکوېن مالین وویل، چې حکومت باید د افغان کډوالو منل تر هغه وخته ودروي څو وکولای شي د هغو کسانو وضعیت او مخینه په بشپړه توګه وڅېړي چې تر دې مخکې منل شوي دي.

له دې سره سم، یو شمېر افغان سیاستوالو بیا ویلي، د امریکا حکومت د یوه افغان د کړنې په تړاو باید ټولو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته ضرر ونه‌رسوي.

ډنمارک یو شکمن افغان ایران ته د جاسوسۍ په تور جرمني‌ ته سپاري

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۰

د ډنمارک چارواکي وايي، چې یو ۴۲ کلن افغان یې دوه میاشتې مخکې په ډنمارک کې نیولی، چې ډېر ژر به جرمني ته وسپارل شي. ډنمارکي پولیسو دا کس د ایران لپاره د جاسوسۍ او په جرمني کې پر یهودانو د برید په دسیسه کې د ګډون په شک نیولی دی.

د دغه سړي چې د جرمني د څارنوالۍ په غوښتنه نیول شوی تر اوسه بشپړ هویت نه‌دی افشا شوی.

د جرمني چارواکي باور لري، چې نیول شوی کس د ایران د استخباراتي فعالیتونو او په جرمني کې پر یهودي اهدافو د برید په دسیسه کې شکمن دی.

د آرهوس سیمه‌ییزې محکمې تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د دغه کس د استرداد لپاره قانوني شرایط برابر دي. شکمن کس پرېکړه کړې، چې د استرداد د حکم پر ضد اعتراض ونه‌کړي او له همدې امله ښايي د هغه د سپارلو بهیر په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.

د جرمني چارواکو دا قضیه له یوې بلې دوسیې سره هم تړلې بولي، چې پکې یو ۵۳ کلن افغاني الاصله ډنمارکی هم په‌کې تورن دی.

دغه کس تر دې وړاندې په ډنمارک کې نیول شوی و او وروسته یې په خپله خوښه جرمني ته استرداد منلی و.

د تورونو د لیک له‌مخې، ۴۲ کلن شکمن افغان له دغه ۵۳ کلن کس سره ژمنه کړې وه، چې د درېیم کس لپاره به وسلې برابروي او هغه به په جرمني کې پر یهودانو برید ته هڅوي. خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د دې موضوعاتو په اړه «هېڅ معلومات» نه‌لري.

د ډنمارک پولیسو ویلي، چې دا کس د جرمني له لوري د صادر شوي حکم پر بنسټ نیول شوی او د نیولو د عملیاتو پر مهال جرمني افسران هم حاضر و. د جرمني د څارنوالانو په وینا، ۴۲ کلن شکمن کس د ایران د استخباراتي شبکې لپاره د ارتباطي کس په توګه کار کاوه.

د ډنمارک استخباراتي ادارې اعلان کړی، چې دا قضیه په اروپا کې د ایران د مخالفانو پر ضد د تهران د پراخو استخباراتي او جاسوسي فعالیتونو د یوې بڼې برخه ده. د دې ادارې په وینا، تهران په وروستیو کلونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د اسراییل او یهودي ګټو په نښه کول یې هم پکې شامل کړي دي.

د ډنمارک د استخباراتو د ادارې مشر فین بورخ اندرسن په دې اړه وویل: «موږ دا ګواښ ډېر جدي ګڼو، په ځانګړي ډول، دې ته په پام سره چې ایران د تاوتریخجنو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له واسطو او جرمي شبکو کار اخلي».

همدارنګه د ختیځ یوتلنډ پولیسو اعلان کړی، چې د نیولو د عملیاتو پر مهال په تریګا او د ارهوس په شمالي سیمو کې نور کورونه هم تلاشي شوي دي.

طالبان وايي له یو بل څخه د غچ اخیستلو له امله افغانستان د جګړو په لمبو کې وسوځېد

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمد علي جان احمد ویلي، افغانستان چې په لمبو کې وسوځېد د دې اصلي لامل له یو بل څخه د انتقام اخیستل و. پر طالبانو هم تور دی، چې د جمهوري نظام د ځواکونو د په نښه کولو له لارې پر غچ اخیستنې بوخت دي.

د طالبانو د جرګو او قبایلو چارو وزارت د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) په فراه کې د «ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولسونو هوساینې» تر سرلیک لاندې په یوې ولسي غونډه کې وکړې.

یادې غونډې ته احمد په خپلو خبرو کې د فراه ولسونو ستړیاوې وستایلې او بدل کې یې د ملاتړ ژمنه وکړه.

احمد د تېرو جګړو یادونه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان هغه وخت د جګړو په لمبو کې وسوځېد، کله چې خلکو له یو بل څخه د انتقام اخیستلو لاره ونیوله. ده ټول ولسونه د خپلمنځي اختلافاتو د حل، ورورولۍ او سولې ته راوبلل.

د راپورونو له‌مخې، طالبان لا هم د تېر جمهوریت د نظامیانو د په نښه کولو له لارې پر غچ اخیستنې بوخت دي، خو خپله طالبان بیا دغه څرګندونې ردوي او د عمومي بښنې یادونه کوي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې قومي مشرانو هم په دې غونډه ې د ویناوو پر مهال پر خلکو غږ وکړ، چې خپل دودونه د شریعت له لارښوونو سره برابر کړي، ځکه چې د دوی په باور، همدا د دنیا او اخرت د نېکمرغۍ یوازنۍ لار ده.

منصور احمد خان: که خلک د طالبانو حکومت رانسکور کړي اسلام‌اباد به یې حکومت په رسمیت وپېژني

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۰

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که افغانان د طالبانو واکمني رانسکوره کړي، نو پاکستان به هم راتلونکی نوی حکومت په رسمیت وپېژني. هغه همداراز وویل، په کابل کې چې هر حکومت واکمنېږي باید د خپلو خلکو استازولي وکړي.

منصور احمد خان د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) په دې مرکه کې له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو، د ټي‌ټي‌پي، د ډیورند کرښې د وضعیت او د راتلونکي حکومت په تړاو د اسلام‌اباد د لیدلوري په تړاو څرګندونې وکړې.

هغه د خلکو له لوري د طالبانو د واکمنۍ د احتمالي رانسکورېدو په تړاو وویل: «پاکستان تل هر هغه حکومت چې په کابل کې واکمن و، په رسمیت پېژندلی دی. هر دولت چې په کابل کې واک ته ورسېږي او د خپلو خلکو استازولي وکړي، پاکستان به هرومرو هغه په رسمیت وپېژني».

پاکستان لا تر اوسه د طالبانو واکمني په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر د افغانستان د وضعیت لپاره نظامي حل لاره مردوده وبلله او په ټینګار سره یې وویل،دغه ډول وضعیت د افغانستان په ګټه نه‌دی.

نوموړي زیاته کړه: «ټولې هڅې باید له طالبانو سره پر خبرو متمرکزې شي، خو کله چې په تېرو څلورو کلونو کې له طالبانو سره د خبرو بهیر ته ګورو، داسې ښکاري چې دغې ډلې د نړۍوالو غوښتنو ته غاړه نه‌ده ايښې».

منصور احمد خان په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور او د طالبانو له لوري یې ملاتړ د پاکستان اصلي ننګونه وبلله او زیاته یې کړه، چې د افغان طالبانو او ټي‌ټي‌پي ایډیالوژي او لیدلوري سره نږدې دي او دواړه ډلې له ګډو مدرسو راپورته شوي دي.

هغه له هند سره د طالبانو د اړیکو پراخېدو په تړاو وویل: «دغه دواړه هېوادونه خپلواکه دي او کولی شي خپلې اړیکې پراخې کړي، خو دغه اړیکې باید د پاکستان لپاره د ستونزو جوړولو او یا هم د بې ثباته کولو لپاره ونه‌کارول شي».