متحده عربي امارات د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سعودي عربستان له هغو هڅو ستاینه وکړه، چې په یمن کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او همداراز د یمنیانو د مشروع هیلو د پوره کېدو لپاره ترسره کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې متحده عربي امارات د سعودي عربستان هڅې د دې لپاره ستایي چې موخه یې یمن کې د امنیت، ثبات او سیاسي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو ملاتړ دی. امارات ټینګار کړی چې دغه هڅې د یمني ولس د ګټو د خوندي کولو او د هغوی د ثبات او هوساینې د هیلو په تحقق کې مهم رول لري.
بلخوا ترکیې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د دغه کړکېچ پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.
ترکیې د روانو شخړو او تاوتریخوالو پر مهال د سعودي عربستان «محتاط او متوازن» دریځ ستایلی دی. ترکیې د سعودي عربستان او متحده عربي امارات هغه هڅې ستایلي چې د یمن د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې ترسره کوي.
همدا راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د یمن په سوېل ختیځ کې وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي او ټینګار یې وکړ، چې ښکېل اړخونه باید له زغم څخه کار واخلي او شخړه د خبرو له لارې حل کړي.
روبیو په خپلو څرګندونو کې څرګنده کړه، چې متحده ایالات د تاوتریخوالي د زیاتېدو پلوی نهدی او غواړي چې د دوامدارې سیاسي حل لارې لپاره ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړل شي.
هغه د سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ډیپلوماټیکې رهبرۍ ستاینه هم وکړه او ویې ویل، چې واشنګټن د خپلو سیمهییزو شریکانو له هڅو ملاتړ کوي، څو ګډې امنیتي ګټې خوندي او سیمه ثابته پاتې شي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ویلي و: «د یمن خلک د سولې مستحق دي او سوله غواړي.» نوموړي پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی و، چې د تاوتریخوالي پر ځای خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.
د راپورونو لهمخې، په سویلي یمن کې د بېلتونپالو ځواکونو او سیمهییزو لورو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر بنسټ سعودي عربستان د خبرداري په ډول هوايي بریدونه کړي دي.
دا ادعا هغه وخت راپورته شوه، چې د متحده عربي امارات له ملاتړه برخمنې «سویلي انتقالي شورا» (STC) پورې اړوندو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې د حدرموت ولایت د «وادي نهب» سیمې ته نږدې هوايي بریدونه ښکاري. دا معلومات تر اوسه په خپلواکه توګه نهدي تایید شوي.
که دغه بریدونه رښتیا وي، نو دا به له هغې وروسته چې سعودي له سویلي انتقالي شورا وغوښتل، تازه نیول شوي حدرموت او المهره دې پرېږدي او خبرو ته دې ستانه شي د ریاض لومړنی پوځي اقدام وي.
نږدې دوې اوونۍ مخکې، سویلي انتقالي شورا پرته له جدي مقاومت څخه حدرموت او المهره چې دواړه د تېلو بډایه ولایتونه دي تر خپل کنټرول لاندې راوستل.
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو لهخوا منل شوی حکومت او د سعودي ملاتړي سیاسي لوري هڅه کوي د شورا دغه «یو اړخیز ګام» له سیاسي او ډيپلوماټيکو لارو راکابو کړي. هغوی وايي، په سویلي یمن کې له بېلتون غوښتونکو دومره ډېر خلک ملاتړ نهکوي.
سویلي انتقالي شورا وایي، د ملګرو ملتونو لهخوا منل شوي حکومت د حوثیانو پر ضد جدي اقدام نهدی کړی او ادعا کوي چې یو خپلواک او منسجم سویل به د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو پر وړاندې قوي خنډ وي او د سویلي ساحل بندرونه به هم خوندي کړي.