• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر خلکو غږ کړی چې اسلامي نظام پر وړاندې د دسیسو د عملي کېدو مخه ونیسي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۰

طالبانو پر افغانستان د پخواني شوري اتحاد د یرغل ۴۶مې کلیزې په مناسبت پر خلکو غږ کړی، چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال ساتنې لپاره چمتو ووسي. طالبانو ویلي، خلک دې چاته اجازه نه ورکوي، چې زموږ د اسلامي نظام، عقیدې، او ارزښتونو پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن د شنبې په ورځ، د مرغوي ۶ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر افغانستان د شوري اتحاد یرغل غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۱۰کلن «ظلم او اشغال» افغانستان ته د هر لوري زیان اړولی دی، میلیونونه افغانان کډوالۍ ته اړ، مړه او معلول شول.

طالبانو ویلي، چې پخواني شوري اتحاد ته افغانانو په زړورتیا سخته ماتې ورکړې.

طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په نږدې یوه پیړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قوتونو ته له رسوایۍ ډکه ماتې ورکړې ده.

پر همدغه مهال طالبانو پر خلکو غږ کړی، چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره دې چمتو ووسی او چاته دې اجازه نه ورکوي، چې د اسلامي نظام، عقیدې، وطن، ارزښتونو او خلکو پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

امیر خان متقي: ځینې مغرضې کړۍ تاجکستان سره د طالبانو د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان څخه د وسله والو په برید کې د تاجکستان سرحدي ساتونکو له وژل کېدو وروسته د تلیفون له لارې خبرې وکړې. امیر خان متقي وویل چې ځینې "بدنامې کړۍ" هڅه کوي چې تاجکستان سره د طالبانو اړیکې خرابې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې د افغانستان له خاورې څخه د تاجکستان سرحدي ساتونکو باندې د برید په اړه په جدي توګه ځېړنې پیل شوي دي.

دوی زیاتوي، چې طالبان به د داسې پېښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره همکاري وکړي.

د تاجکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي ۳مه وویل چې درې وسلوال د افغانستان له پولې څخه تیر شوي او د شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې ددغه هیواد خاورې ته ننوتي دي.

د تاجکستان چارواکو په وینا، د تاجکستان سرحدي ساتونکو او وسله والو کسانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې درې وسله وال او دوه تاجکستاني امنیتي ځواکونه ووژل شول.

د پېښې وروسته د تاجکستان حکومت د طالبانو څخه د برید لپاره بخښنه وغوښته.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې دا هم اعلان کړه، چې په تیره میاشت کې تکراري وسله وال بریدونه ښیي چې د طالبانو ادارې د خپلو نړیوالو مکلفیتونو په پوره کولو کې جدي او تکراري بې مسوولیتي ښودلې او د تاجکستان سره په ګډو پولو کې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو او د ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره یې تکراري ژمنې کړې دي.

طالبان وايي چې څېړنې پیل شوې دي

امیر خان متقي د شنبې په ورځ په کابل کې په افغانستان د شوروي یرغل د ۴۶ کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کې وویل: «موږ د تاجکستان د پیښې په اړه جدي څیړنه پیل کړې ده».

ښاغلي متقي زیاته کړه، چې د پېښې وروسته دوی د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې د داسې پېښو د بیا تکراریدو مخنیوي لپاره به په ګډه کار وکړي.

خو متقي خبرداری ورکړ چې ځینې مغرضې کړۍ تاجکستان سره د طالبانو د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي.

هغه وویل:«زموږ اندېښنه دا ده، چې ځینې مغرضې کړۍ غواړي د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي او فضا داسې وښيي چې وضعیت نازک دی.»

ښاغلي متقي د کومې ځانګړې ډلې یا هیواد نوم وانخیست.

د طالبانو ځینو رسنیو فعالینو مخکې ادعا کړې وه، چې پاکستان هڅه کوي د منځنۍ اسیا هیوادونو، په ځانګړې توګه تاجکستان سره د دوی اړیکې خرابې کړي؛ پاکستان لا تر اوسه دې ادعا ته ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار وکړ، چې د هیواد د نورو برخو په څېر په بدخشان کې امنیت ساتل تامین دی.

هغه وويل چې دوی په ګډه کار کوي ترڅو د ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې د افغانستان خاوره ونه کارول شي.

طالبان ادعا کوي چې د اوبو مدیریت پنځه کلن پلان کې لوی بندونه، په پام کې نیول شوي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۰

طالبان وایي چې د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره یې یو پنځه کلن پلان په پام کې نیولی، چې له مخې به یې د لویو بندونو، سربندونو او کانالونو د جوړولو چارې ترسره شي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند، مطیع‌الله عابد، د دغې ډلې له یوې راډیويي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دا پلان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ترتیب شوی او په کې د بېلابېلو اوبو مهارولو پروژې شاملې دي.

نوموړي همداراز ویلي چې په کابل کې د شاتوت بند د سروي او ډیزاین چارې بشپړې شوې او د عملي کارونو د پیل کېدو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د هغه په وینا، د دې بند د جوړولو لپاره شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې او د بشپړېدو په صورت کې به د کابل شاوخوا څلور میلیونه اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شي او نږدې ۱۸۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه ښيي افغانستان له پراخې وچکالۍ سره مخ دی او د اوبو کمښتپه ګڼو سیمو کې د خلکو پر ژوند او کرنې ناوړه اغېز کړی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص کې پر جومات برید وغنده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حمص ښار پر یوه جومات د پروني خونړي برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې لسګونه بې‌ګناه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې د سوریې له حکومت او ولس سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه شوې ده.

په خبرپاڼه کېټينګار شو، چې پر ملکي وګړو او دیني ځایونو بریدونه نه شي توجیه کېدای او دا ډول کړنې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

اکثریت: نننۍ افراطي ډلې د بهرنیو استخباراتي مدرسو او جګړه‌ییزو تګلارو زېږنده دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د «اکثریت» په نوم سیاسي ـ فکري بهیر د جدي ۶مې په تړاو وایي، هغه شاتګ‌پاله او افراطي ډلې چې دا مهال افغانستان ورسره مخ دی، د بهرنیو استخباراتي نصابونو او مدرسو مستقیم محصول دي؛ داسې تګلارې چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عربستان په ملاتړ پلې شوې او هېواد د بنسټونو د ړنګېدو لامل شوې.

د «اکثریت» په نوم دغه بهیر د شپږم جدې د ورځې د کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ۴۶ کاله وړاندې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل د هېواد پر خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ملي ارزښتونو ښکاره برید و او د هغه ناورین سیاسي، بشري او اقتصادي پایلې تر نن پورې د افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی.

د دې بهیر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د شوروي پوځي یرغل له امله د افغانستان بنسټیز دولتي، ملکي او پوځي جوړښتونه ونړېدل او هېواد د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ پر لور ولاړ.

اکثریت دا یرغل، لکه د نورو بهرنیو مستقیمو او نیابتي لاسوهنو په څېر، په کلکو ټکو غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د شوروي له یرغل مخکې لوېدیځ استعماري ځواکونه د نړیوالو سیالیو په چوکاټ کې په افغانستان کې د جګړه‌ییزو ډلو د رامنځته کولو بهیر پیل کړی و او وروسته یې د شوروي یرغل په پلمه همدغه ډلې لا ډېرې تمویل او سمبالې کړې.

اکثریت ټینګار کړی، چې د ختیځ او لوېدیځ د استعماري تګلارو په پایله کې د افغانستان دوه‌سوه کلن دولتي اداري نظام له منځه ولاړ او د هېواد ملي، اسلامي دودونه د هدفمند بدلون او افراطیت پر لور ټېل وهل شول.

د دې بهیر په وینا، جګړه‌ییز او توندلار فکرونه د ښوونیز نظام برخه وګرځول شول او څو نسلونه د افراطي ذهنیت ښکار شول.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه شاتګ‌پاله او افراطي ډلې چې نن ورسره مخ یو، د هماغو استخباراتي نصابونو او مدرسو مستقیم محصول دي.»

اکثریت زیاتوي، چې د همدې سیاستونو له امله دولتي، اقتصادي او کلتوري بنسټونه له منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي جګړه‌ییز چاپېریال رامنځته شو، چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عربستان په ملاتړ جوړ شو او تر اوسه د نوو افراطي ډلو د زېږولو خطر لري.

دا سیاسي بهیر باور لري، چې د شوروي او لوېدیځ په لاسوهنو کې افغان نیابتي عناصر هم ښکېل وو او لا هم شته.

د اعلامیې له مخې، د هېواد د اوږدمهاله کړکېچ د حل یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ رښتینی سیاسي خبرې اترې، ملي یووالی او متقابل درناوی دی، بې له دې چې بهرنی تمویل، وسلې او منځګړیتوب پکې رول ولري.

اکثریت ټینګار کړی، چې هر ډول بهرنی پوځي او سیاسي لاسوهنه ردوي او د یو ازاد، خپلواک او ملي ارزښتونو ته ژمن افغانستان غوښتونکی دی.

کریم خرم: د افغانستان د سرو زرو کانونه باید د نورو کانونو په څېر عادي ونه ګڼل شي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۷ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر کریم خرم وایي، چې د نړۍ د متزلزل اقتصادي وضعیت او په نړیوال بازار کې د سرو زرو د بیو د بې‌ساري لوړېدو سره سره، د افغانستان د شمال د سرو زرو زیرمې په خورا ټیټه بیه بهرنیو معاملګرو باندې پلورل کېږي.

کریم خرم په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د سرو زرو له کانونو سره باید د نورو عادي کانونو په څېر چلند ونه شي.

د هغه په وینا، په اوسنیو شرایطو کې اړینه وه چې د افغانستان دننه د سرو زرو زیرمې زیاتې او خوندي شي، نه دا چې له هېواده بهر ولېږدول شي.

یاده دې وي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په جغرافیایي لحاظ د معدني سرچینو، په ځانګړي توګه د سرو زرو د زیرمو مهم ظرفیت لري. د سرو زرو کانونه په بېلابېلو ولایتونو کې شتون لري او د اقتصادي سکتور لپاره یو ستر فرصت بلل کېږي، خو د کیندنې، پرمختګ او ارزښتمنو عایداتو تر لاسه کولو برخه کې نن هم ګڼ ستونزې شته.

د چارو پوهان وایي، د افغانستان په کانونو کې د سرو زرو ناقانونه او ناسم استخراج کړنلاره، ناقصه مدیریت، او د بهرنیو او داخلي پانګونې په برخه کې مسلکيتوب له پامه غورځول شوی.