طالبان ادعا کوي چې د اوبو مدیریت پنځه کلن پلان کې لوی بندونه، په پام کې نیول شوي

طالبان وایي چې د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره یې یو پنځه کلن پلان په پام کې نیولی، چې له مخې به یې د لویو بندونو، سربندونو او کانالونو د جوړولو چارې ترسره شي.

طالبان وایي چې د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره یې یو پنځه کلن پلان په پام کې نیولی، چې له مخې به یې د لویو بندونو، سربندونو او کانالونو د جوړولو چارې ترسره شي.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند، مطیعالله عابد، د دغې ډلې له یوې راډیويي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دا پلان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ترتیب شوی او په کې د بېلابېلو اوبو مهارولو پروژې شاملې دي.
نوموړي همداراز ویلي چې په کابل کې د شاتوت بند د سروي او ډیزاین چارې بشپړې شوې او د عملي کارونو د پیل کېدو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
د هغه په وینا، د دې بند د جوړولو لپاره شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې او د بشپړېدو په صورت کې به د کابل شاوخوا څلور میلیونه اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شي او نږدې ۱۸۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه ښيي افغانستان له پراخې وچکالۍ سره مخ دی او د اوبو کمښتپه ګڼو سیمو کې د خلکو پر ژوند او کرنې ناوړه اغېز کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حمص ښار پر یوه جومات د پروني خونړي برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې لسګونه بېګناه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې د سوریې له حکومت او ولس سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه شوې ده.
په خبرپاڼه کېټينګار شو، چې پر ملکي وګړو او دیني ځایونو بریدونه نه شي توجیه کېدای او دا ډول کړنې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د «اکثریت» په نوم سیاسي ـ فکري بهیر د جدي ۶مې په تړاو وایي، هغه شاتګپاله او افراطي ډلې چې دا مهال افغانستان ورسره مخ دی، د بهرنیو استخباراتي نصابونو او مدرسو مستقیم محصول دي؛ داسې تګلارې چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عربستان په ملاتړ پلې شوې او هېواد د بنسټونو د ړنګېدو لامل شوې.
د «اکثریت» په نوم دغه بهیر د شپږم جدې د ورځې د کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ۴۶ کاله وړاندې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل د هېواد پر خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ملي ارزښتونو ښکاره برید و او د هغه ناورین سیاسي، بشري او اقتصادي پایلې تر نن پورې د افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی.
د دې بهیر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د شوروي پوځي یرغل له امله د افغانستان بنسټیز دولتي، ملکي او پوځي جوړښتونه ونړېدل او هېواد د اوږدمهاله بېثباتۍ پر لور ولاړ.
اکثریت دا یرغل، لکه د نورو بهرنیو مستقیمو او نیابتي لاسوهنو په څېر، په کلکو ټکو غندلی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د شوروي له یرغل مخکې لوېدیځ استعماري ځواکونه د نړیوالو سیالیو په چوکاټ کې په افغانستان کې د جګړهییزو ډلو د رامنځته کولو بهیر پیل کړی و او وروسته یې د شوروي یرغل په پلمه همدغه ډلې لا ډېرې تمویل او سمبالې کړې.
اکثریت ټینګار کړی، چې د ختیځ او لوېدیځ د استعماري تګلارو په پایله کې د افغانستان دوهسوه کلن دولتي اداري نظام له منځه ولاړ او د هېواد ملي، اسلامي دودونه د هدفمند بدلون او افراطیت پر لور ټېل وهل شول.
د دې بهیر په وینا، جګړهییز او توندلار فکرونه د ښوونیز نظام برخه وګرځول شول او څو نسلونه د افراطي ذهنیت ښکار شول.
په اعلامیه کې راغلي: «هغه شاتګپاله او افراطي ډلې چې نن ورسره مخ یو، د هماغو استخباراتي نصابونو او مدرسو مستقیم محصول دي.»
اکثریت زیاتوي، چې د همدې سیاستونو له امله دولتي، اقتصادي او کلتوري بنسټونه له منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي جګړهییز چاپېریال رامنځته شو، چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عربستان په ملاتړ جوړ شو او تر اوسه د نوو افراطي ډلو د زېږولو خطر لري.
دا سیاسي بهیر باور لري، چې د شوروي او لوېدیځ په لاسوهنو کې افغان نیابتي عناصر هم ښکېل وو او لا هم شته.
د اعلامیې له مخې، د هېواد د اوږدمهاله کړکېچ د حل یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ رښتینی سیاسي خبرې اترې، ملي یووالی او متقابل درناوی دی، بې له دې چې بهرنی تمویل، وسلې او منځګړیتوب پکې رول ولري.
اکثریت ټینګار کړی، چې هر ډول بهرنی پوځي او سیاسي لاسوهنه ردوي او د یو ازاد، خپلواک او ملي ارزښتونو ته ژمن افغانستان غوښتونکی دی.

د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر کریم خرم وایي، چې د نړۍ د متزلزل اقتصادي وضعیت او په نړیوال بازار کې د سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو سره سره، د افغانستان د شمال د سرو زرو زیرمې په خورا ټیټه بیه بهرنیو معاملګرو باندې پلورل کېږي.
کریم خرم په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د سرو زرو له کانونو سره باید د نورو عادي کانونو په څېر چلند ونه شي.
د هغه په وینا، په اوسنیو شرایطو کې اړینه وه چې د افغانستان دننه د سرو زرو زیرمې زیاتې او خوندي شي، نه دا چې له هېواده بهر ولېږدول شي.
یاده دې وي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په جغرافیایي لحاظ د معدني سرچینو، په ځانګړي توګه د سرو زرو د زیرمو مهم ظرفیت لري. د سرو زرو کانونه په بېلابېلو ولایتونو کې شتون لري او د اقتصادي سکتور لپاره یو ستر فرصت بلل کېږي، خو د کیندنې، پرمختګ او ارزښتمنو عایداتو تر لاسه کولو برخه کې نن هم ګڼ ستونزې شته.
د چارو پوهان وایي، د افغانستان په کانونو کې د سرو زرو ناقانونه او ناسم استخراج کړنلاره، ناقصه مدیریت، او د بهرنیو او داخلي پانګونې په برخه کې مسلکيتوب له پامه غورځول شوی.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومې ۶مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۵۰۱ کورنۍ چې ټول ۲۷۳۰ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه شوې دي.
د کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د وریښمو لار،د هرات د اسلامکلا او د هلمند د بهرامچې له لارې جبري ستانه کړای شوي دي.
په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۱۵۶ تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۲۶ تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۱ تنه، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۶ تنه او د هرات د اسلامکلا له لارې ۴۱ تنه افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د جبري ستنول هڅې چټکې شوي، د پاکستان په ټولو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو لټون روان دی.
په اسلام اباد کې داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې پولیسو د هغه کورنو دروازې هم ماتې کړي چې شک کېده چې افغان کډوال به پکې اوسیږي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د نورستان ولایت د لویې لارې د امنیت لپاره د طالبانو ټولي ټولو ځواکونو په نظام کې د فساد، تبعیض او قومي چلند له امله په ډله ییزه توګه دندې پرې ایښي. په دغه ډله کې د یاد ټولي قومندان او مرستیال قومندان هم شامل دي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته یې استعفاوې استولي دي.
د معلوماتو له مخې چې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته رسېدلي، ددغه ډله ییزې استعفا لوی لامل د نورستان ولایت د طالبانو امنیه قومندان ملا اختر محمد مزمل دی.
د دغه امنیتي ټولي غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ملا اختر محمد مزمل د نورستان کلتوري او جعرافیایي وضعیت په اړه معلومات نلري او ټولې ګمارنې د قومي اړیکو او شخصي ګټو پر بنسټ کوي.
دوی ټینګار کړی چې د فساد دوام یې د استعفا اصلي دلیل دی.
همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال، مولوي محمد ابراهیم صدر، د ستونزې د حل لپاره ولایت ته تللی و، خو تر اوسه یې ستونزه نه ده هواره کړې.
د نورستان ځايي خلک او د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې د ددغه امنیتي ټولي ټول پرسونل استعفا د لویې لارې د ساتنې او د خلکو د امنیت لپاره جدي ستونزه رامنځته کوي.
