طالبان: په څلورو ولایتونو کې مو ۱۲ کسان د غلا او نشه يي توکو د خرڅلاو په تور نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کابل، فراه، هرات او بغلان ولایتونو کې یې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ کسان د غلا، نشه يي توکو خرڅلاو او وسلو ساتلو په تور نیولي دي.