طالبان: تېره میاشت په افغانستان کې د ۲۵۰ سیلانیانو تګ راتګ ثبت شوی

د طالبانو احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان کال د لېندۍ میاشتې پر مهال افغانستان ته د نږدې ۲۵۰۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی. د دغې ادارې په وینا، دغه کسان د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او همداراز د کار په موخه هېواد ته راغلي دي.
