په فراه کې د نشه يي توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په جلا جلا عملیاتو کې یې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پروسس دوه کارخونې له ۲۲۷ کیلوګرامه شیشې، ۳۲ کیلوګرامه پوډرو او ۶۰ لیټره تیزابو سره له منځه وړې دي. طالبانو د نشه يي توکو د پروسس په تور دوه کسان هم نیولي دي.





