• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران غواړي چین د افغانستان له لارې د اروپا له ریل پټلۍ سره ونښلوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، نن سې شنبه د ایران د ریل پټلۍ ادارې له رییس جبار علي ذاکري سره لیدلي او د ریل پټلۍ د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې ورسره کړې دي. ذاکري ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې چین له اروپا سره د ریل پټلۍ له لارې ونښلوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا یاد معاونیت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا بحث کړی.

د یاد معاونیت په وینا، د ایران د ریل پټلۍ ادارې رییس جبار علي ذاکري ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ شبکه پراخه کړي چې د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په ګټې اخیستو، چین له اروپا سره ونښلوي.

هغه په دې برخه کې د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو او له اړوندو شرکتونو سره د تخنیکي او عملي خبرو د پیل وړاندیز هم کړی دی.

بل خوا، ملا عبدالغني برادر ویلي چې د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه یې درې کاله وړاندې د ایران د ولسمشر له مرستیال سره خبرې کړې وې او د دې پروژې ارزښت یې ور ته تشریح کړی و.

نوموړي ټینګار کړی چې د ریل پټلۍ دا پروژه د سیمې د اقتصادي نښلونې لپاره مهمه ده او باید د یوې ګډې کمېټې په جوړېدو سره یې عملي چارې هر څومره ژر چې امکان ولري، پیل شي.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې، سره له دې چې تهران لا هم دا ډله په رسمیت نده پېژندلې، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو له لارې د پراختیا په حال کې دي.

دواړه لوري هڅه کوي د ریل پټلۍ او سوداګرۍ په څېر ګډو پروژو له لارې خپلې اړیکې عملي او د جوړجاړي بڼې ته واړوي، خو د اوبو، امنیت او کډوالو پر سر اختلافونه لا هم د دواړو خواوو اړیکو پر فضا سیوری غوړولی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې په راتلونکی کال کې په کابل کې میټرو جوړوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یوه غونډه کې اعلان وکړ، چې په پام کې ده په راتلونکي کال کې د کابل ښار د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره د میټرو، ټرام‌وې اوبي ار ټي سړکونو پروژې پلي شي.

مولوي عبدالسلام حنفي دا څرګندونې نن د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د هوایي پل جوړولو پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

نوموړي وویل، دا مهال د کابل ښاروالۍ له لوري ۲۵۸پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

د طالبانو ریاست‌الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، چې دوی هڅه کوي کابل ښار په یوه منظم، پرمختللي او عصري ښار بدل شي او د ښاریانو لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

حنفي همداراز وویل، د روان ۱۴۰۴لمریز کال لپاره د کابل ښار د پراختیا په موخه شاوخوا ۸ میلیارده او ۱۱۳ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده، چې د پلي کېدو په صورت کې به د کابل ښار بڼه بدله کړي.

نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې نږدې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.

د یادونې ده چې د میټرو، ټرام‌وې اوبي ار ټي پروژې د کابل ښار د ترافیکي ستونزو د کمولو او د عامه ترانسپورت د پیاوړتیا لپاره مهمې دي، خو طالبانو ددغو پروژو د څرنګتیا، پي کېدو لپاره د خپلې بودجې، پلان او پلی کېدو د وخت په تړاو څه نه دي ویلي.

د کابل د میټرو بس پروژې د لومړي پړاو کارونه د ۲۰۱۷ کال په جون کې پیل شول او پلان دا و چې په ټاکلي وخت بشپړ شي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې طالبان خلکو ته غوړې ژمنې ور کوي، خو په عمل کې ډېری هغه نیمګړې پروژې پلې کوي، چې د تېر جمهوري حکومت له وخت ور پاتې دي.

اوچا: په ۲۰۲۶کال کې نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په ۲۰۲۶کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس جوړوي؛ د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا د راپور له مخې؛ افغانستان د اوږدمهاله جګړو، کمزوري اقتصادي، د بنسټیزو خدمتونو د کمښټ او د خلکو د حقونو د پرله‌پسې محدودېدو له امله له ژور بشري ناورین سره مخ دی.

دغه راپور چې د ۲۰۲۵کال د ډسمبر په پای کې خپور شوی ټینګار کوي، چې دغه اوږدمهاله ستونزې اوس د خوړو د ناامنۍ د زیاتېدو، د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د پراخو ستنېدو، وچکالۍ، پرله‌پسې طبیعي پېښو او له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو د سیسټماټیکې اېستنې له کبله لا پسې پراخې شوې دي.

د راپور د ارزونې له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې به د افغانستان نږدې ۴۵سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري. اوچا وایي، که څه هم د اړتیا لرونکو کسانو په ټولیز شمېر کې یو څه کمی راغلی؛ خو بېلابېلو ناورینونو د خلکو د ژوند د بقا وړتیاوې کمزورې کړې ده.

اوچا څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶کال لپاره د ۱۷.۵ مېلیونه کسانو د ملاتړ پلان لپاره ۱.۷۱ مېلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا ده؛ څو د خوړو، روغتیا، سرپناه او نورو بنسټیزو بشري اړتیاوو په برخه کې د افغانستان تر ټولو زیانمنو وګړو سره مرسته وشي.

په فراه کې سېلابونو یو کس مړ او څلور نور ټپیان کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۰

په فراه کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بکواه او خاک‌سفید ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

یادې ادارې ویلي، ګڼ خلک د دغه سېلابونو له امله بندپاتې دي چې د ژغورنې لپاره یې هڅې روانې دي. یادې ادارې د اوښتو مالي زیانونو په اړه بیا څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن سې‌شنبه (د مرغومي ۹مه) د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سختو بادونو اټکل کړی و.

دغه اټکل د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، میدان وردک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا او نورستان ولایتونو لپاره شوی دی.

سلام حنفي: د کابل د بدلون لپاره د ۱۴۰۴کال په بودجه کې تر ۸ مېلیارده ډېرې افغانۍ ځانګړې شوې

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د کابل ښار د پراختیا او بدلون لپاره د ۱۴۰۴کال په بودجه کې شاوخوا ۸ مېلیارده او ۱۱۳ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د هغه په وینا؛ سږ کال په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ له‌خوا ۲۵۸ پراختیایي پروژې پلي کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سې‌شنبه په کابل کې د طالبانو د والي دفتر مخې ته د جوی‌شیر پر لور د نوي پُل د جوړولو د عملي چارو د پيل په مراسمو کې وکړې. هغه ویلي، د یادې بودجې په لګولو به د کابل ښار څېره بدله شي او ښاریانو ته به ګڼې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه زیاته کړه، چې په کابل کې د دوی ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۳۵۰ کیلومتره سړکونو جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې‌اخېستنې ته یې سپارلې دي.

په یاد پروګرام کې په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، د جوی‌شېر پر لور د غځېدونکي پُل عملي کارونه به نن پيل شي او د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ده‌افغانان سیمې ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه راکمه او د خلکو تګ راتګ اسانه شي.

په بلخ کې د نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت د مصنوعي پنبې د تولید فابریکه جوړه شوه

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰

په مزارشریف ښار کې د نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت د «الیاف المدینه» په نوم د مصنوعي پنبې د تولید فابریکه جوړه شوه، چې په ورځ کې تر ۱۵ ټنه مصنوعي پنبې د تولید ظرفیت لري. د یادې فابریکې د مسوولینو په وینا؛ په دغه فابریکه کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یادې فابریکې د مسوول محمد یوسف غفوري په حواله لیکلي، دغه فابریکه یې په خپل شخصي لګښټ جوړه کړې چې په ورځ کې ۱۵ ټنه پنبه پروسس او تولیدوي.

له بل پلوه په بلخ کې د طالبانو مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس له یادې فابریکې د لیدنې پرمهال ویلي، چې «د صنعتکارانو ستونزې به له نږدې وڅېړي او د اړوندو ادارو په همکارۍ به ورته د حل لارې ولټوي.»

طالبانو تر دې وړاندې د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې هم د ۲۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د پنبې د پروسس یوې کارخونې له پرانیستې خبر ورکړی و.