• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: په ۲۰۲۶کال کې نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په ۲۰۲۶کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس جوړوي؛ د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا د راپور له مخې؛ افغانستان د اوږدمهاله جګړو، کمزوري اقتصادي، د بنسټیزو خدمتونو د کمښټ او د خلکو د حقونو د پرله‌پسې محدودېدو له امله له ژور بشري ناورین سره مخ دی.

دغه راپور چې د ۲۰۲۵کال د ډسمبر په پای کې خپور شوی ټینګار کوي، چې دغه اوږدمهاله ستونزې اوس د خوړو د ناامنۍ د زیاتېدو، د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د پراخو ستنېدو، وچکالۍ، پرله‌پسې طبیعي پېښو او له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو د سیسټماټیکې اېستنې له کبله لا پسې پراخې شوې دي.

د راپور د ارزونې له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې به د افغانستان نږدې ۴۵سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري. اوچا وایي، که څه هم د اړتیا لرونکو کسانو په ټولیز شمېر کې یو څه کمی راغلی؛ خو بېلابېلو ناورینونو د خلکو د ژوند د بقا وړتیاوې کمزورې کړې ده.

اوچا څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶کال لپاره د ۱۷.۵ مېلیونه کسانو د ملاتړ پلان لپاره ۱.۷۱ مېلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا ده؛ څو د خوړو، روغتیا، سرپناه او نورو بنسټیزو بشري اړتیاوو په برخه کې د افغانستان تر ټولو زیانمنو وګړو سره مرسته وشي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په فراه کې سېلابونو یو کس مړ او څلور نور ټپیان کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۰

په فراه کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بکواه او خاک‌سفید ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

یادې ادارې ویلي، ګڼ خلک د دغه سېلابونو له امله بندپاتې دي چې د ژغورنې لپاره یې هڅې روانې دي. یادې ادارې د اوښتو مالي زیانونو په اړه بیا څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن سې‌شنبه (د مرغومي ۹مه) د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سختو بادونو اټکل کړی و.

دغه اټکل د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، میدان وردک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا او نورستان ولایتونو لپاره شوی دی.

سلام حنفي: د کابل د بدلون لپاره د ۱۴۰۴کال په بودجه کې تر ۸ مېلیارده ډېرې افغانۍ ځانګړې شوې

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د کابل ښار د پراختیا او بدلون لپاره د ۱۴۰۴کال په بودجه کې شاوخوا ۸ مېلیارده او ۱۱۳ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د هغه په وینا؛ سږ کال په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ له‌خوا ۲۵۸ پراختیایي پروژې پلي کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سې‌شنبه په کابل کې د طالبانو د والي دفتر مخې ته د جوی‌شیر پر لور د نوي پُل د جوړولو د عملي چارو د پيل په مراسمو کې وکړې. هغه ویلي، د یادې بودجې په لګولو به د کابل ښار څېره بدله شي او ښاریانو ته به ګڼې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه زیاته کړه، چې په کابل کې د دوی ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۳۵۰ کیلومتره سړکونو جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې‌اخېستنې ته یې سپارلې دي.

په یاد پروګرام کې په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، د جوی‌شېر پر لور د غځېدونکي پُل عملي کارونه به نن پيل شي او د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ده‌افغانان سیمې ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه راکمه او د خلکو تګ راتګ اسانه شي.

په بلخ کې د نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت د مصنوعي پنبې د تولید فابریکه جوړه شوه

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰

په مزارشریف ښار کې د نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت د «الیاف المدینه» په نوم د مصنوعي پنبې د تولید فابریکه جوړه شوه، چې په ورځ کې تر ۱۵ ټنه مصنوعي پنبې د تولید ظرفیت لري. د یادې فابریکې د مسوولینو په وینا؛ په دغه فابریکه کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یادې فابریکې د مسوول محمد یوسف غفوري په حواله لیکلي، دغه فابریکه یې په خپل شخصي لګښټ جوړه کړې چې په ورځ کې ۱۵ ټنه پنبه پروسس او تولیدوي.

له بل پلوه په بلخ کې د طالبانو مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس له یادې فابریکې د لیدنې پرمهال ویلي، چې «د صنعتکارانو ستونزې به له نږدې وڅېړي او د اړوندو ادارو په همکارۍ به ورته د حل لارې ولټوي.»

طالبانو تر دې وړاندې د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې هم د ۲۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د پنبې د پروسس یوې کارخونې له پرانیستې خبر ورکړی و.

د تورخم تړلې دروازه؛ ورځني مزدوران او د لاس ګاډو چلوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا سلګونه ورځني مزدوران او په لاس ګاډو بار وړونکي د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ سره مخ دي. دغه کسان اړ شوي، چې د کار لپاره تر پنجاب او سند ایالتونو پورې ولاړ شي او ځینې یې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پور واخلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ۲۴کلن منصور علي چې ۸ میاشتې وړاندې یې واده کړی ویلي، چې د بې‌وزلۍ له امله یې د کمپیوټر ساینس کورس په نیمایي کې پرېښود او په تورخم کې یې د مساپرو د سامانونو لېږد پیل کړ. هغه زیاتوي، چې د دروازې تړل پاتې کېدو له امله یې شپه او ورځ د رواني فشار لاندې تېره کړې او د کورنۍ اړتیاوې په پورونو او لږو عوایدو پوره کوي.

د تورخم د مزدورانو او بار وړونکو ټولنې مشر فرمان علي شینواري خبرداری ورکړی، چې ځوانان د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ښایي منفي فعالیتونو لکه شخړو یا د نشه‌يي توکو په پلور کې ښکېل شي.

د ځايي ځوانانو سازمان مشر اسرار شینواري بیا ویلي، چې د معلولیت لرونکو کارکوونکو شمېر چې پر ډيورنډ کرښه د بندیزونو له امله کار نه‌شي موندلای؛ تر ۱۰۰ لوړ دی. د هغه په وینا؛ مزدوران د کار لپاره کافي فرصتونه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له نږدې درېیو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي، په دغه لارو یوازې له پاکستان نه ستنېدونکو کډوالو ته د تګ اجازاه ورکول کېږي.

ملګري ملتونه: ستنېدونکي کډوال د خوړو، استوګنې او زده‌کړو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د یوه راپور په خپرولو ویلي، چې له ایران او پاکستان نه ستنېدونکي افغان کډوال له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او بشري ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې؛ تر ۱.۸ مېلیونه ډېر کډوال د محدودو مرستو، استوګنې ستونزو او د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو له کبله له سختو ننګونو سره مخ دي. په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵کال د جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې له ایران او پاکستان نه شاوخوا ۲.۷ مېلیونه افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، د ستنېدونکو کډوالو وضعیت له یوې خوا له پراخو ستونزو لکه د کورونو لوړو کرایو، محدودو اقتصادي فرصتونو او د خوړو نشتوالي سره مخ دی او له بلې خوا د نجونو زده‌کړې او د ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی دی.

په راپور کې راغلي، له ایران نه ستنېدونکي کډوال په ټوله کې د لوړې ښوونیزې کچې، ښه خوړو امنیت او دوامداره استوګنې سره راځي؛ خو کار فرصتونه محدود دي او نجونې د زده‌کړو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي. همدا ډول له پاکستان نه ستنېدونکي کډوال بیا د خوړو د نشتوالي او استوګنې ستونزو له کبله تر ټولو زیات اقتصادي فشار تجربه کوي.

یادې ادارې ویلي، ستنېدونکي کډوال د کورونو په برخه کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي. افغانستان ته تازه ستانه شوي کډوال هم له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

هاخوا طالبان وایي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.