• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د هوايي پله د جوړولو چارې پیل شوې

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالي وايي، چې په ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو په موخه د ولایت مقام مخې ته د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو لپاره د هوايي پله د جوړولو چارې پیل شوې دي. د ښاروالۍ په وینا، دغه پل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶،۸ متره لوړوالی لري.

د طالبانو د کابل ښاروالۍ نن سې شنبه، د مروغومي پر ۹مه نېټه وویل، چې دا هوايي پل به د پنځو استحکامي پایو ( مټو) په وسیله ودرول شي.

همدا راز د دې پله دایروي رمپ د ۳۳ متره شعاع په درلودلو سره، ۱۵۵ متره اوږدوالی لري چې د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره ډیزاین شوی دی او چارې به یې د ۱۵ میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په اساسي توګه بشپړې شي.

کابل ښاروالي وايي، دا پُل په څلور لینونو کې چې، دوه یې د تګ او دوه نور یې د راتګ دي، طرحه شوی دی چې لوپ ته ورته رمپونه لري او د شهرنو سړک به له سالنګ واټ او جوی شیر سړک سره ونښلوي.

د طالبانو د کابل ښارولۍ د اعلامیې په پای کې ویلي، چې د دې هوايي پله په جوړېدو سره به د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او پر ښاري ښکلا سربېره به د کابل ښار تلپاتې پراختیا او اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران غواړي چین د افغانستان له لارې د اروپا له ریل پټلۍ سره ونښلوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، نن سې شنبه د ایران د ریل پټلۍ ادارې له رییس جبار علي ذاکري سره لیدلي او د ریل پټلۍ د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې ورسره کړې دي. ذاکري ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې چین له اروپا سره د ریل پټلۍ له لارې ونښلوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا یاد معاونیت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا بحث کړی.

د یاد معاونیت په وینا، د ایران د ریل پټلۍ ادارې رییس جبار علي ذاکري ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ شبکه پراخه کړي چې د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په ګټې اخیستو، چین له اروپا سره ونښلوي.

هغه په دې برخه کې د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو او له اړوندو شرکتونو سره د تخنیکي او عملي خبرو د پیل وړاندیز هم کړی دی.

بل خوا، ملا عبدالغني برادر ویلي چې د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه یې درې کاله وړاندې د ایران د ولسمشر له مرستیال سره خبرې کړې وې او د دې پروژې ارزښت یې ور ته تشریح کړی و.

نوموړي ټینګار کړی چې د ریل پټلۍ دا پروژه د سیمې د اقتصادي نښلونې لپاره مهمه ده او باید د یوې ګډې کمېټې په جوړېدو سره یې عملي چارې هر څومره ژر چې امکان ولري، پیل شي.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې، سره له دې چې تهران لا هم دا ډله په رسمیت نده پېژندلې، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو له لارې د پراختیا په حال کې دي.

دواړه لوري هڅه کوي د ریل پټلۍ او سوداګرۍ په څېر ګډو پروژو له لارې خپلې اړیکې عملي او د جوړجاړي بڼې ته واړوي، خو د اوبو، امنیت او کډوالو پر سر اختلافونه لا هم د دواړو خواوو اړیکو پر فضا سیوری غوړولی دی.

طالبان وايي چې په راتلونکی کال کې په کابل کې میټرو جوړوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یوه غونډه کې اعلان وکړ، چې په پام کې ده په راتلونکي کال کې د کابل ښار د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره د میټرو، ټرام‌وې اوبي ار ټي سړکونو پروژې پلي شي.

مولوي عبدالسلام حنفي دا څرګندونې نن د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د هوایي پل جوړولو پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

نوموړي وویل، دا مهال د کابل ښاروالۍ له لوري ۲۵۸پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

د طالبانو ریاست‌الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، چې دوی هڅه کوي کابل ښار په یوه منظم، پرمختللي او عصري ښار بدل شي او د ښاریانو لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

حنفي همداراز وویل، د روان ۱۴۰۴لمریز کال لپاره د کابل ښار د پراختیا په موخه شاوخوا ۸ میلیارده او ۱۱۳ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده، چې د پلي کېدو په صورت کې به د کابل ښار بڼه بدله کړي.

نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې نږدې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.

د یادونې ده چې د میټرو، ټرام‌وې اوبي ار ټي پروژې د کابل ښار د ترافیکي ستونزو د کمولو او د عامه ترانسپورت د پیاوړتیا لپاره مهمې دي، خو طالبانو ددغو پروژو د څرنګتیا، پي کېدو لپاره د خپلې بودجې، پلان او پلی کېدو د وخت په تړاو څه نه دي ویلي.

د کابل د میټرو بس پروژې د لومړي پړاو کارونه د ۲۰۱۷ کال په جون کې پیل شول او پلان دا و چې په ټاکلي وخت بشپړ شي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې طالبان خلکو ته غوړې ژمنې ور کوي، خو په عمل کې ډېری هغه نیمګړې پروژې پلې کوي، چې د تېر جمهوري حکومت له وخت ور پاتې دي.

اوچا: په ۲۰۲۶کال کې نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په ۲۰۲۶کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس جوړوي؛ د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا د راپور له مخې؛ افغانستان د اوږدمهاله جګړو، کمزوري اقتصادي، د بنسټیزو خدمتونو د کمښټ او د خلکو د حقونو د پرله‌پسې محدودېدو له امله له ژور بشري ناورین سره مخ دی.

دغه راپور چې د ۲۰۲۵کال د ډسمبر په پای کې خپور شوی ټینګار کوي، چې دغه اوږدمهاله ستونزې اوس د خوړو د ناامنۍ د زیاتېدو، د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د پراخو ستنېدو، وچکالۍ، پرله‌پسې طبیعي پېښو او له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو د سیسټماټیکې اېستنې له کبله لا پسې پراخې شوې دي.

د راپور د ارزونې له مخې؛ په ۲۰۲۶کال کې به د افغانستان نږدې ۴۵سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري. اوچا وایي، که څه هم د اړتیا لرونکو کسانو په ټولیز شمېر کې یو څه کمی راغلی؛ خو بېلابېلو ناورینونو د خلکو د ژوند د بقا وړتیاوې کمزورې کړې ده.

اوچا څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶کال لپاره د ۱۷.۵ مېلیونه کسانو د ملاتړ پلان لپاره ۱.۷۱ مېلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا ده؛ څو د خوړو، روغتیا، سرپناه او نورو بنسټیزو بشري اړتیاوو په برخه کې د افغانستان تر ټولو زیانمنو وګړو سره مرسته وشي.

په فراه کې سېلابونو یو کس مړ او څلور نور ټپیان کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۰

په فراه کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بکواه او خاک‌سفید ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

یادې ادارې ویلي، ګڼ خلک د دغه سېلابونو له امله بندپاتې دي چې د ژغورنې لپاره یې هڅې روانې دي. یادې ادارې د اوښتو مالي زیانونو په اړه بیا څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن سې‌شنبه (د مرغومي ۹مه) د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سختو بادونو اټکل کړی و.

دغه اټکل د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، میدان وردک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا او نورستان ولایتونو لپاره شوی دی.

سلام حنفي: د کابل د بدلون لپاره د ۱۴۰۴کال په بودجه کې تر ۸ مېلیارده ډېرې افغانۍ ځانګړې شوې

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د کابل ښار د پراختیا او بدلون لپاره د ۱۴۰۴کال په بودجه کې شاوخوا ۸ مېلیارده او ۱۱۳ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د هغه په وینا؛ سږ کال په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ له‌خوا ۲۵۸ پراختیایي پروژې پلي کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سې‌شنبه په کابل کې د طالبانو د والي دفتر مخې ته د جوی‌شیر پر لور د نوي پُل د جوړولو د عملي چارو د پيل په مراسمو کې وکړې. هغه ویلي، د یادې بودجې په لګولو به د کابل ښار څېره بدله شي او ښاریانو ته به ګڼې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه زیاته کړه، چې په کابل کې د دوی ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۳۵۰ کیلومتره سړکونو جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې‌اخېستنې ته یې سپارلې دي.

په یاد پروګرام کې په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، د جوی‌شېر پر لور د غځېدونکي پُل عملي کارونه به نن پيل شي او د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ده‌افغانان سیمې ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه راکمه او د خلکو تګ راتګ اسانه شي.