امریکا په ټېکساس کې یو کس د داعش سره د همکارۍ په تور نیولی دی

د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی، چې یو کس یې د داعش سره د همکارۍ په تور نیولی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د ټېکساس ۲۱ کلن اوسېدونکی جان مایکل ګارزا د یوې بهرنۍ «ترهګرې» ډلې د ملاتړ یا مالي سرچینو برابرولو په تور نیول شوی دی.

د نوموړي د قضیې اورېدنه د ډسمبر ۳۰مه نېټه ښودل شوې ده.