طالبان وايي چې د دفاع وزارت د ځواکونو شمېر یې څه باندې ۱۸۱ زره تنو ته رسېدلی

د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې ددې دلې د دفاع وزارت د سرتېرو شمېر څه باندې ۱۸۱ زره تنو ته رسېدلی دی. ذبیح الله مجاهد د خپلو کلنیو لاسته راوړنو په ترڅ کې ویلي، چې سږ کال ۱۰ زره او ۳۰۰ پولیس په امنیتي، جنايي، سرحدي، لوجیستیکی او نورو برخو کې له روزنې فارغ شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د خپلې ډلې د دفاع وزارت د ځواکونو شمېر د تېر کال د ارقامو پر بنسټ خپور کړی دی.