• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جورج‌ټاون انسټیټوټ:افغانستان د ۱۸۸ هېوادونو له ډلې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد بلل شوی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۰

د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورج‌ټاون انسټیټوټ نوی راپور ښيي، چې افغانستان د نړۍ له ۱۸۸ هېوادونو څخه د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی؛ هغه وضعیت چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ښځو پر حقونو، خوندیتوب او ټولنیزو فرصتونو د جدي محدودیتونو څرګندونه کوي.

په دې راپور کې چې د ښځو وضعیت د درېیو اساسي محورونو ګډون، عدالت او امنیت پر بنسټ ارزول شوی، ښيي چې د افغانستان ښځې د امنیت او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې د نړۍوال جدول په پای کې ځای لري.
اخوا، په دغه درجه‌بندۍ کې بیا ډنمارک، ایسلنډ، ناروې، سویډن او فنلنډ د ښځو د وضعیت له پلوه د نړۍ تر ټولو غوره هېوادونه ګڼل شوي دي.
همداراز، د اسلامي هېوادونو په منځ کې د متحده عربي اماراتو ښځې د جرمني، فرانسې، برېتانيې او هسپانيې د ښځو په پرتله ښه وضعیت لري.
خو راپور ټینګار کوي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم د ټولنې له هغو ډلو څخه دي، چې تر ټولو زیات له ګواښ او زیان سره مخ دي.
افغانستان همداراز د ملګرو ملتونو د جنسیتي پرمختګ په وروستي شاخص کې هم د یمن تر څنګ د جدول په وروستۍ برخه کې ځای پر ځای شوی. د کار او تعلیم په برخه کې سخت محدودیتونه د ښځو پر ژوند ژور اغېز کړی او هغوی ته د بشري مرستو او خدماتو لاس‌رسی یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، له ۲۰۲۳ کال راهیسې هغه کورنۍ چې د ښځو تر مدیریت لاندې دي، خپل عایدات یې ۴۰ سلنه له لاسه ورکړي.
سربیره پر دې، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ښځو لپاره یو جدي ګواښ دی. څه باندې پنځوس سلنه ښځو چې عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۴۹ کلونو رسېږي راپور ورکړی، چې په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل له دې ډول تاوتریخوالي سره مخ شوي دي او په ځینو ولایتونو کې دا کچه تر ۹۲ سلنې رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښایي د نارینه و په پرتله ښځې درې چنده زیات بانکي حسابونه ونه‌لري.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) بیا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبان له واکمنېدو راهیسې دغسې ډلې لږ تر لږه ۴۷۰ حکمونه صادر کړي دي، چې له دې ډلې ۷۹ حکمونه په مستقیم ډول ښځې او نجونې هدف ګرځولي دي. اوچا زیاتوي، چې سږ کال په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا پسې زیات شوي دي.
د اوچا د راپور له‌مخې، د ښځو پر ضد د طالبانو سیاستونو د افغانستان اقتصادي او ټولنیز جوړښت کې ژور بدلون رامنځته کړی دی. اوچا د ۲۰۲۳ کال د مرغومي په ۹مه په خپل راپور کې ویلي، چې د ښځو ضد د طالبانو سیاستونه نه یوازې د ښځو د زده‌کړو او کار کولو مخه نیولې، بلکې د هغوی د اقتصادي او ټولنیز ژوند برخه یې هم محدود کړې ده.
اوچا خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د ادارې له‌خوا د دغو سیاستونو پلي کول د ښځو د ژوند شرایطو او خدماتو ته لاسرسی په جدي توګه کم کړی دی او د جنسیتي تاوتریخوالي، رواني او ټولنیزو فشارونو ګواښ زیات کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

۲۰۲۶ کال پیل شو؛ د افغانستان خلک د نوي کال له نویو اندېښنو سره مخ دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰
100%

د ۲۰۲۶ کال له پیل سره، د افغانستان خلکو نوې هیلي او تمې لرلې، خو لا هم ګڼې اندېښنې پر ځای پاتې دي؛ ځکه اقتصادي ستونزې، امنیتي وضعیت او ټولنیز محدودیتونه نه‌دي حل شوي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي وضعیت، د طالبانو سخت سیاستونه او د خلکو د ژوند په بېلابېلو برخو کې محدودیتونه د نوي کال د پیل پر مهال هم د بحث موضوع ده. ګڼ شمېر افغانان د تعلیم، کار او سوداګرۍ په برخو کې د پرمختګ هیله لري، خو د ژوند شرایط او د نړۍوالو مرستو محدودیتونه د دې توقعاتو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

احمد الله پیمان چې د کابل اوسېدونکی دی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د نوي کال لپاره هېڅ هیله نه لري.

نوموړی زیاتوي: «موږ هیله لرو چې ۲۰۲۶ کال د کاروبار او سوداګرۍ لپاره لږ پرمختګ راوړي مو دا یوازې هیله ده، ځکه معلومه خبره ده چې هېڅ تغیر نشته، د تېرو کلونو ستونزې، تورم او محدودیتونو د ټولو افغانانو د ژوند معیار ټیټ کړی دی.»

۲۸ کلنه فرشته رسولي بیا وايي چې له زده کړو بې برخې نوی کال یې په ژوند کې هېڅ تغیر نه شي راوستلی.

هغې زیاته کړه: «طالبان باید د زده کړو دروازې خلاصې کړي، محدودیتونه راکم کړي او که نجونې او ځوانان د تعلیم څخه محروم پاتې شي، دا به د هېواد راتلونکی جدي خطر سره مخ کړي.»

ډاکتر اکبر خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې په افغانستان کې د نوي کال په راتلو هېڅ ډول تغیر نه شي راتلی.

هغه زیاتوي، تر هغې چې د واکمنې ډلې ذهنونه نوي نه شي، د کلونو په بدلون کوم ځانګړی تغیر نه راځي.

اکبر خان وايي: «امنیت او د ژوند بنسټیز خدمات زموږ لپاره مهم دي. خلک د نوي کال په پیل کې غواړي لږ ثبات او د ورځني ژوند اسانتیاوې تجربه کړي، خو له بده مرغه موږ هېڅ نه لرو، یوازې او یوازې د جبر تر کرښې لاندې ژوند کوو.»

د مدني فعالانو په وینا، خلک غواړي چې د نوي کال په پیل کې د حقونو رعایت، د زده‌کړې ازادي او د اقتصادي فرصتونو پراختیا تجربه کړي، ترڅو هېواد ورو ورو ثبات ته ورسېږي، خو طالبان یوازې او یوازې خپل خشن قیودات عملي کوي.

د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د افغانانو اندېښنې او هیلي ښيي چې سره له مشکلاتو، خلک د بدلون او پرمختګ لپاره انتظار لري.

ندا محمد ندیم: طب اسلامي‌ رسالت دی چې د ژوند ژغورنې او امانتدارۍ سره تړاو لري

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کندهار پوهنتون کې محصلانو ته د طبي زده‌کړو د ترلاسه کولو پر اړتیا او ارزښت خبرې کړي. نوموړي ویلي: «طب یو انساني او اسلامي رسالت دی، چې له ژوند ژغورنې، خدمت او امانتدارۍ سره تړاو لري.»

ندا محمد ندیم د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) په کندهار پوهنتون کې د محصلانو په یوه غونډه کې له ځوانانو غوښتي، چې د دوی د نظام د پياوړتیا لپاره ځانونه علمي او مسلکي وروزي.

نوموړي زیاته کړې: «محصلین باید د نظام د پیاوړتیا لپاره ځانونه علمي او مسلکي وروزي، ځانونه په علم، اخلاق او علمي مهارتونو پياوړي کړي او د ټولنې د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اخلاص کار وکړي.

ندیم په پوهنتون کې د ۷.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ځیني پروژې هم ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

ندیم استادانو ته سپارښتنه کړې، چې محصلانو ته عملي پروژې او امکانات وسپاري.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر پر داسې مهال د طبي زده‌کړو پر اړتیا ټینګار کوي، چې همدې ډلې له روغتیايي او طبي زده‌کړو څخه نجونې او ښځې په بشپړه توګه منع کړې دي؛ هغه محدودیتونه چې نه یوازې د ښځو د زده‌کړې حق تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د افغانستان د روغتیايي نظام پر راتلونکې، د مسلکي کادرونو پر کمښت او د عامې روغتیا پر وضعیت هم جدي اندېښنې راپورته کوي.

یو شمېر روغتیايي بنسټونو د طالبانو تر واک لاندې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی دی.

د ایران د حکومت ضد لاریون؛ په څلورمه ورځ د ایراني ځواکونو له‌خوا پر لاریونوالو ډزې شوې دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۰
100%

په ایران کې د حکومت پر ضد او د خراب اقتصادي وضعیت په غبرګون لاریونونه نن څلورمه ورځ هم روان دي. د راپورونو له‌مخې، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړې دي. دا اعتراضونه په اصفهان، کرمانشاه او فارس ولایتونو کې دوام لري.

ایران انټرنشنل خبر ورکړی، چې یو ۱۸ کلن ځوان مهدي سماواتي په فارس کې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی، خو دولتي چارواکو یاد خبر رد کړی او ویلي یې دي چې څلور لاریونوال یې نیولي دي.

راپورونه ښيي، چې په کوهدشت کې ګڼ خلک لا هم په لاریون بوخت دي او په فسا کې لاریونوالو د ښار د قوماندانۍ پر ودانۍ هجوم کړی او پر هغې ودانۍ او شاوخوا کوڅو کې یې اور بل کړی دی.

خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې ځواکونه په مستقیمه توګه پر لاریونوالو ډزې کوي.

سره له دې چې لاریونوال د ایران د اخوندي نظام د ړنګولو غوښتنه کوي، د ایران ولسمشر ویلي: «موږ په داسې حال کې یو چې د بهرنیو فشارونو سره مخ یو او په کور دننه ځینې کړنې د همکارۍ پر ځای د زیان رسولو سبب کېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران جمهوریت ته خبرداری ورکړی، چې د خلکو د ځپلو لړۍ ختمه کړي او ویلي یې دي: «د لومړنیو حقونو غوښتنه جرم نه دی او رژیم باید د ایران د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.»

دغه لاریونونه لا هم په ایران کې دوام لري او د ځپلو د زیاتوالي او سیاسي کشمکشونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د پوهنتون استادان: طالبان د فرمانونو له لارې واک چلوي او په ۲۰۲۵ کې یې قیودات سخت کړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۰
100%

د پوهنتونونو یو شمېر استادان او د مدني ټولنې غړي وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز محدودیتونه نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې دا ډله لا خشنه شوې او په ۲۰۲۵ کال کې یې د تېر کال په پرتله نوي او سخت قیودات عملي کړي دي.

دوی وايي، چې د طالبانو دغه محدودیتونه په ځانګړي ډول پر ښځو، زده‌کوونکو، ښوونکو، مدني فعالانو او رسنیو متمرکز دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي یو استاد چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې طالبان د واک له ترلاسه کولو وروسته د قانون پر ځای د فرمانونو پر بنسټ حکومت کوي.

نوموړی وايي: «هغه څه چې اوس روان دي، د حقوقي دولت پر ضد بشپړ حرکت دی. قوانین نه د ولس له استازو تېر شوي، نه کوم اساسي قانون شته او نه هم د عامه اجماع پر بنسټ پرېکړې کېږي. ټول واک د څو کسانو په لاس کې متمرکز شوی او دا وضعیت په ۲۰۲۵ کال کې لا سخت شوی دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې یوازې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر شوي، چې ډېرو یې د ښځو پر تګ راتګ، کار، زده‌کړو، رسنیو او عامه ژوند محدودیتونه وضع کړي دي.

د هغه په خبره، د فرمانونو مبهم متن په بېلابېلو ولایتونو کې د بېلابېل تطبیق سبب شوی، چې پایله یې بې‌ثباتي او وېره ده.

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي یو استاد وايي، طالبان د شریعت له نامه داسې تعبیر وړاندې کوي، چې له اسلامي فقهي تنوع او تاریخي اجتهاد سره سمون نه لري.

هغه ټینګار کوي: «په اسلامي تاریخ کې شریعت د عدالت، مصلحت او د زمانې د شرایطو پر بنسټ تطبیق شوی، خو طالبان یو محدود او سخت تعبیر نافذوي. دغې چارې نه یوازې خلک له دین څخه وېرولي، بلکې د دین پر اصلي روح یې هم سیوری اچوي.»

هغه د ښځو پر زده‌کړو بشپړ بندیز، د هنر او فرهنګي فعالیتونو منع کېدل او عامه سزاوې د شریعت له معتدل فهم سره په ټکر کې ګڼي.

بل‌خوا د بدخشان پوهنتون یو استاد وايي، د طالبانو محدودیتونه یوازې پر ښځو نه دي متمرکز، بلکې ټول علمي چاپېریال یې اغېزمن کړی دی.

هغه وایي: «پوهنتونونه د پوښتنې او نقد ځای وي، خو اوس استاد او محصل دواړه ځان سانسوروي. دا وضعیت د اوږدمهاله فکري شاتګ، د مغزونو تېښتې او علمي رکود خطر زېږوي.»

د نوموړي په خبره، د افغانستان له ګڼو پوهنتونونو یو شمېر استادان مجبور شوي چې خپلې دندې پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي چې له امله یې علمي چاپېریال ډېر متضرر شوی دی.

په کابل کې د مېرمنو د یوې مدني ټولنې استازې شکیلا نجات وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو سخت سیاستونه مدني فضا تر بل هر وخت ډېر تړلې ده.

هغې وویل: «له ۲۰۲۱ وروسته سلګونه مدني بنسټونه تړل شوي، په ۲۰۲۵ کې پاتې فعالیتونه هم یا بند شوي او یا په پټه ترسره کېږي. ښځې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او ټولنه که څه هم خاموشه شوې، خو د لا خاموشۍ پر لور روانه ده.»

په کابل کې د یوې دولتي لېسې ښوونکې چې خپل مستعار نوم هیله ښيي وایي، د نجونو پر زده‌کړو دوامدار بندیز د یو نسل راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړی دی.

هغې زیاته کړه: «په ۲۰۲۵ کال کې لا هم نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي. کله چې نجونې له زده‌کړو محرومې شي او ښوونکي تر فشار لاندې وي، دا یوازې تعلیمي ستونزه نه ده، دا د ټول هېواد د راتلونکي بحران دی.»

د نړۍوالو څارونکو په وینا، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې محدودیتونه لا سخت کړي دي.

دوی خبرداری ورکوي، که د طالبانو دا سخت‌دریځه تګلاره همداسې دوام وکړي، افغانستان به لا ژور نړۍوال انزوا، اقتصادي سقوط او ټولنیز بحران ته ولاړ شي.

په پنجشېر کې طالب قومندان: زموږ نظام د نړۍ په کچه تر ټولو غوره بېلګه ده

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۰
100%

په پنجشېر کې د طالبانو قومندان احمدالله بدر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو نظام د نړۍ په کچه تر ټولو غوره بېلګه ده. نوموړي زیاته کړې، چې نظام یې د «شریعت» مطابق دی او ټول حقونه په‌کې خوندي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قومندان احمدالله بدر د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د افغانانو په اړه ویلي، چې د ولس د مرستو په مټ واک ته رسېدلي دي.

بدر زیاته کړې، چې د دوی نظام د تېرو نظامونو په پرتله د ولس په خدمت کې مخکښ دی او ټول مسوولین خلکو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې هڅې کوي.

د بدر په خبره، دوی هیله لري چې په خپلو هڅو افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره سیال کړي.

ډېری کسان پر طالبانو نیوکه کوي، چې دغه ډله یوازې د هغو کسانو او کړیو ستاینه کوي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې له دوی سره په جګړه کې مرسته او همکاري کړې وي.