• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پوهنتون استادان: طالبان د فرمانونو له لارې واک چلوي او په ۲۰۲۵ کې یې قیودات سخت کړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۰

د پوهنتونونو یو شمېر استادان او د مدني ټولنې غړي وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز محدودیتونه نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې دا ډله لا خشنه شوې او په ۲۰۲۵ کال کې یې د تېر کال په پرتله نوي او سخت قیودات عملي کړي دي.

دوی وايي، چې د طالبانو دغه محدودیتونه په ځانګړي ډول پر ښځو، زده‌کوونکو، ښوونکو، مدني فعالانو او رسنیو متمرکز دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي یو استاد چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې طالبان د واک له ترلاسه کولو وروسته د قانون پر ځای د فرمانونو پر بنسټ حکومت کوي.

نوموړی وايي: «هغه څه چې اوس روان دي، د حقوقي دولت پر ضد بشپړ حرکت دی. قوانین نه د ولس له استازو تېر شوي، نه کوم اساسي قانون شته او نه هم د عامه اجماع پر بنسټ پرېکړې کېږي. ټول واک د څو کسانو په لاس کې متمرکز شوی او دا وضعیت په ۲۰۲۵ کال کې لا سخت شوی دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې یوازې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر شوي، چې ډېرو یې د ښځو پر تګ راتګ، کار، زده‌کړو، رسنیو او عامه ژوند محدودیتونه وضع کړي دي.

د هغه په خبره، د فرمانونو مبهم متن په بېلابېلو ولایتونو کې د بېلابېل تطبیق سبب شوی، چې پایله یې بې‌ثباتي او وېره ده.

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي یو استاد وايي، طالبان د شریعت له نامه داسې تعبیر وړاندې کوي، چې له اسلامي فقهي تنوع او تاریخي اجتهاد سره سمون نه لري.

هغه ټینګار کوي: «په اسلامي تاریخ کې شریعت د عدالت، مصلحت او د زمانې د شرایطو پر بنسټ تطبیق شوی، خو طالبان یو محدود او سخت تعبیر نافذوي. دغې چارې نه یوازې خلک له دین څخه وېرولي، بلکې د دین پر اصلي روح یې هم سیوری اچوي.»

هغه د ښځو پر زده‌کړو بشپړ بندیز، د هنر او فرهنګي فعالیتونو منع کېدل او عامه سزاوې د شریعت له معتدل فهم سره په ټکر کې ګڼي.

بل‌خوا د بدخشان پوهنتون یو استاد وايي، د طالبانو محدودیتونه یوازې پر ښځو نه دي متمرکز، بلکې ټول علمي چاپېریال یې اغېزمن کړی دی.

هغه وایي: «پوهنتونونه د پوښتنې او نقد ځای وي، خو اوس استاد او محصل دواړه ځان سانسوروي. دا وضعیت د اوږدمهاله فکري شاتګ، د مغزونو تېښتې او علمي رکود خطر زېږوي.»

د نوموړي په خبره، د افغانستان له ګڼو پوهنتونونو یو شمېر استادان مجبور شوي چې خپلې دندې پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي چې له امله یې علمي چاپېریال ډېر متضرر شوی دی.

په کابل کې د مېرمنو د یوې مدني ټولنې استازې شکیلا نجات وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو سخت سیاستونه مدني فضا تر بل هر وخت ډېر تړلې ده.

هغې وویل: «له ۲۰۲۱ وروسته سلګونه مدني بنسټونه تړل شوي، په ۲۰۲۵ کې پاتې فعالیتونه هم یا بند شوي او یا په پټه ترسره کېږي. ښځې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او ټولنه که څه هم خاموشه شوې، خو د لا خاموشۍ پر لور روانه ده.»

په کابل کې د یوې دولتي لېسې ښوونکې چې خپل مستعار نوم هیله ښيي وایي، د نجونو پر زده‌کړو دوامدار بندیز د یو نسل راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړی دی.

هغې زیاته کړه: «په ۲۰۲۵ کال کې لا هم نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي. کله چې نجونې له زده‌کړو محرومې شي او ښوونکي تر فشار لاندې وي، دا یوازې تعلیمي ستونزه نه ده، دا د ټول هېواد د راتلونکي بحران دی.»

د نړۍوالو څارونکو په وینا، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې محدودیتونه لا سخت کړي دي.

دوی خبرداری ورکوي، که د طالبانو دا سخت‌دریځه تګلاره همداسې دوام وکړي، افغانستان به لا ژور نړۍوال انزوا، اقتصادي سقوط او ټولنیز بحران ته ولاړ شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په پنجشېر کې طالب قومندان: زموږ نظام د نړۍ په کچه تر ټولو غوره بېلګه ده

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۰

په پنجشېر کې د طالبانو قومندان احمدالله بدر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو نظام د نړۍ په کچه تر ټولو غوره بېلګه ده. نوموړي زیاته کړې، چې نظام یې د «شریعت» مطابق دی او ټول حقونه په‌کې خوندي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قومندان احمدالله بدر د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) د افغانانو په اړه ویلي، چې د ولس د مرستو په مټ واک ته رسېدلي دي.

بدر زیاته کړې، چې د دوی نظام د تېرو نظامونو په پرتله د ولس په خدمت کې مخکښ دی او ټول مسوولین خلکو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې هڅې کوي.

د بدر په خبره، دوی هیله لري چې په خپلو هڅو افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره سیال کړي.

ډېری کسان پر طالبانو نیوکه کوي، چې دغه ډله یوازې د هغو کسانو او کړیو ستاینه کوي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې له دوی سره په جګړه کې مرسته او همکاري کړې وي.

هه‌نګاو: ایران په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۸۰۰ زیات کسان اعدام کړي چې ۸۵ یې افغانان دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د ایران دبشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» په خپل کلني راپور کې ویلي چې ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱،۸۵۸ کسان اعدام کړي، چې۸۵ یې افغانان دي او د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

هه‌نګاو، چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي، د چارشنبې په ورځ د مرغومي په لسمه خپل کلني راپور کې د ایران د بشري حقونو وضعیت ارزولی او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۵کال کې د اعدامونو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، ایران په ۲۰۲۴کال کې هم لږ تر لږه ۸۰افغان وګړي اعدام کړي وو، چې دا شمېر د ۲۰۲۳کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. ویل شوي چې د افغانانو ډېری اعدامونه د نشه‌يي توکو، جنسي تېري او قصدي وژنې په تور شوي دي.

هه‌نګاو زیاته کړې چې د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۵۹بندیان د ایران په زندانونو کې مړه شوي او ۲۴سیاسي فعالان او معترضین د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې لږ تر لږه ۲۰۷ښځو د کورني تاوتریخوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې، د ایران په ۲۰۲۵کال کې یو ماشوم او ۵۵ښځې هم اعدام کړي دي. له دې ډلې یوازې د ۷۵کسانو د اعدام حکم د رسمي چارواکو له خوا تایید شوی دی.

راپور زیاتوي چې ۸۱بندیان په پټه او له کورنیو سره د وروستۍ لیدنې له حق پرته اعدام شوي او ۱۱کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.

په ورته وخت کې، د بښنې نړیوال سازمان د کلني راپور له مخې، ایران په ۲۰۲۴کال کې د لږ تر لږه ۹۷۲ثبت شویو اعدامونو په ترسره کولو سره، د هماغه کال د نړۍ د ټولو ثبت شویو اعدامونو څه باندې ۶۴سلنه برخه خپله کړې وه.

د ایران څخه بهر فعالو بشري حقونو سازمانونو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته، ایران د افغان بندیانو د اعدام کچه په بې‌ساري ډول لوړه کړې ده.

د طالبانو استخبارات د جنرال اکرام الدین سریع ترور د ای ایس ای کار بولي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد ادعا کړې، چې پخوانی جنرال اکرام الدین سریع د ای ایس ای له خوا وژل شوی، ځکه نوموړي نه غوښتل تر لاس لاندې پخواني افغان نظامیان پاکستان ته لاړ شي. المرصاد وايي، په پاکستان کې جنرال جرئت او جنرال عبدالمتین حسین خېل پخواني نظامیان راټولوي.

المرصاد، چې د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ ګڼل کیږي، د چارشنبې په ورځ ولیکل، چې په ایران کې د ځینو سرچینو له قوله قوماندان اکرام الدین سریع د ایران د سپاه پاسداران د انصار له قرار ګاه سره د افغانستان د تیر جمهوریت د پېر نظامي افسرانو د چارو په برخه کې کار کاوه او د هغوی د ميل مطابق یې ګومارل، چې په دې وروستیو کې ورته یوه اداره ای ایس ای هم جوړه کړې ده.

المرصا ویلي، چې له ای ایس ای سره په دې برخه کې پخوانی جنرال عبدالمتین حسین خیل او جنرال جرئت همکاري کوي او غواړي د جمهوریت د وخت نظامي او امنیتي جنرالان او افسران پاکستان ته وبولي او له ( ای اس ای ) سره په همغږۍ یې دطالبانو او ټي ټي پي خلاف وکاروي.

جنرال حرئت او جنرال حسین خېل تر اوسه دې تور ته ځواب نه دی ویلی.

د المرصاد په وینا، قوماندان اکرام الدین سریع نه غوښتل په ایران او نورو هېوادونو کې میشت مخکیني جنرالان او افسران پاکستان ته لاړ شي، خو ای ایس ای د جنرال جرئت او جنرال عبدالمتین له لارې هڅه کړې وه، چې جنرال سریع له دې کاره لاس اخېستلو ته وهڅوي او یا یې ووژني.

د طالبانو دغه رسنۍ، چې ددې ډلې د استخباراتي سرچینو له قوله رپوټ او تحلیل خپروي، ویلي چې «د قوماندان اکرام الدین سریع د ترور تر شا د ای ایس ای لاس و او د دې لپاره چې د پړې ګوته افغانستان ته ونیول شي پاکستان له مخکې څخه ممکن يو لړ تېرایستونکي تدابیر نیولي وي».

المرصاد ویلي، چې په مشهد کې پر غلام معروف هم د جاوېد په نامه کس برید کړی و، چې ددوی په وینا، د هرات د کوهسان ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د المرصاد په وینا، طالبانو د تهران او مشهد د قتلونو په اړه تحقیقات پیل کړي او په نږدې راتلونکې که به د تهران او مشهد د قتلونو په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې د مقتولینو له کورنیو او رسنیو سره شریکې کړي.

المرصاد وايي، چې د جنرال رازق کورنۍ د پاکستان غوښتنو ته منفي ځواب ویلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مخالفو سیاستوالو او ډلو د جنرال سریع په وژنه کې د طالبانو استخبارات ښکیل ګڼلي دي.

سرچینې: طالبانو په هرات کې رسنیو ته د «ساکښو» د انځورونو نه خپرولو خبرداری ورکړی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۰

په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو د یوې رسمي ناستې پر مهال یو ځل بیا رسنیو او یوټیوبرانو ته خبرداری ورکړ، چې د «امر بالمعروف» د قانون له مخې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.

د سرچینو په وینا، دا پرېکړه نن په هرات ولایت کې د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون په ناسته کې شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف رییس له رسنیو او یوټیوبرانو غوښتي چې له دې وروسته دې په بشپړ ډول د ژوندیو موجوداتو انځورونه نه خپروي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو یاد چارواکي ټینګار کړی چې خبریالان او نور کسان باید د کمرې مخې ته ونه درېږي او په راپورونو کې باید هېڅ ډول ژوندی موجود ونه لیدل شي.

یوې سرچینې زیاته کړې چې طالبانو د ناستې پر مهال رسنیو او یوټیوبرانو ته د پوښتنو کولو او یا اعتراض اجازه نه ده ورکړې او ټینګار یې کړی چې د امر بالمعروف قانون به په دې برخه کې په جدي ډول عملي کوي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم په کابل کې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون دوراني ناسته کړې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې رسنیو ته د ځینو ځایونو د رسمي نومونو د نه کارولو په تړاو سپارښتنې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته د نشراتي چارو د معیین مهاجر فراهی په مشرۍ شوې ده.

طالبانو سږ کال له ۱۰۰۰ ډېر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له مخې، دې ډلې په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې له زرو ډېر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي، چې لږ تر لږه ۱۵۰ ښځې هم پکې شاملې دي. د دُرو وهلو تر څنګ، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه درې تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

په داسې حال کې، چې ۲۰۲۵ کال پای ته رسیږي، طالبانو په ټول افغانستان کې په دغه کال کې تر زرو ډېر کسان په دُرو وهلي او پر څلورو کسانو یې د دیوال نړولو حکم ور کړی دی.

دغه شمېرې د بدني سزاوو پام وړ زیاتوالی ښيي، چې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.

د طالبانو رسمي شمېرې ښيي چې په روان کال کې ۱،۰۳۰ کسان د جرمونو په تور په عامه توګه وهل شوي دي. دا جرمونه په غلا، له کوره تښتېدو او هغه کړنو پورې تړاو لري چې د طالبانو له لوري د اسلامي شریعت خلاف بلل کېږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د دُرو وهلو پېښې نږدې د تېرو کلونو د کلنیو شمېرو دوه برابره دي، چې دا څرګندوي بدني سزاوې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط وروسته د طالبانو د واکمنۍ یوه عادي چاره ګرځېدلې ده.

د راټولو شویو معلوماتو له مخې، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې تر اوسه په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۱،۸۴۸ کسان په عام محضر کې وهلي دي، چې شاوخوا ۲۵۰ ښځې هم پکې شاملې دي.

د دُرو وهلو تر څنګ، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه درې عام اعدامونه هم اجرا کړي، چې په خوست، بادغیس او پکتیا ولایتونو کې وو.

طالبانو همدارنګه د سنګسار له لارې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او پر څلورو محکومینو د دیوال نړولو له لارې د اعدام امر کړی دی.

شمېرې ښيي چې بدني سزاوې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي او کابل تر ټولو د ډېرو ثبت شویو پېښو مرکز دی.

په وروستۍ پېښه کې، چې په خوست ولایت کې وشوه، یو سړی چې د قتل په قضیه کې مجرم پېژندل شوی و، د لسګونو زرو کسانو پر وړاندې اعدام شو. د راپورونو له مخې، دا سزا د مقتول د کورنۍ د ۱۳ کلن غړي له خوا عملي شوه، چې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

یاد کس، چې یوازې د «منګل» په نوم یاد شوی، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲مه، د خوست په یوه ورزشي لوبغالي کې اعدام شو.

په ټوله کې، شمېرې ښيي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د «قصاص» تر نوم لاندې لږ تر لږه ۱۷۸ د مرګ حکمونه صادر کړي. سربېره پر دې ۳۷ د سنګسار حکمونه او څلور داسې سزاوې چې د محکوم پر سر د دیوال نړولو له لارې عملي کېږي.

سږ کال تر دې دمه لږ تر لږه ۱۲ د مرګ حکمونه عملي شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، دا سزاوې د نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو له بنسټیزو معیارونو ښکاره سرغړونه ده.

د بشري حقونو فعالې سیما نوري ډیلي میل ته ویلي، « طالبان د دین افراطي تفسیرونه د ځپنې او ظلم د توجیه لپاره کاروي».

په کابل کې اوسېدونکي وايي، دې ډول سزاوو د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

د کابل یوه اوسېدونکي له نومښودنې پرته ویلي: « طالبانو افغانستان په زندان بدل کړی دی. ښځې او نارینه د خلکو په مخ کې وهل کېږي او له انساني کرامته بې‌برخې کېږي».

نړیوالو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو، د بشري حقونو څارډلې او د بښنې نړیوال سازمان په ځلونو دا سزاوې غندلې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د روان کال په پیل کې، د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر د نیولو حکمونه صادر کړل، چې د بشریت ضد جرمونه او د جنسیت پر بنسټ ځورونه پکې شامل دي.

خو طالبان نړیوالې نیوکې ردوي او ټینګار کوي چې دوی هغه څه عملي کوي چې د دوی په وینا «اسلامي شریعت» دی.