• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالحکیم شرعي د طالبانو ادارو ته له میرزا کټوازي سره قراردادونو لغوه کولو سپارښتنه کړې

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزیر ددې ډلې له نفت او ګاز شرکت غوښتي چې له میرزا کټوازي او د هغه له اړوندو کسانو سره د اجارې او پانګونې ټول قراردادونه لغوه کړي. شرعي په یوه مکتوب کې ویلي، چې له کټوازي سره د «مفسدینو» او پخوانیو چارواکو شتمنۍ دي.

د طالبانو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسیون رییس او ددې ډلې د عدلیې وزیر په مکتوب کې، چې د کمېسیون د سکرتریت له لوري د مرغومي پر لسمه خپور شوی، ویل شوي چې محمد میرزا کټوازی، د حاجي رحیم خان زوی او د عبدالکریم لمسی د فساد، قاچاق او د دولتي ځمکو د غصب په قضیو کې ښکېل دی.

مکتوب وايي، چې د معلوماتو له مخې د هغه شتمني د تېرې ادارې له ځینو چارواکو، «زورواکو او مفسدینو» سره تړاو لري، چې په اصل کې د بیت‌المال برخه ګڼل کېږي.

100%

په دغه ۵۵۷۰ شمېره مکتوب کې، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په لاسلیک صادر شوی، راغلي چې کټوازی د مخدره موادو، سرو زرو او بهرنیو اسعارو په قاچاق کې د لاس لرلو ترڅنګ، د دولتي ځمکو د غصب له لارې هم پانګه ترلاسه کړې ده.

په مکتوب کې د کابل ښار د لومړي زون د ابتدایه محکمې د اسنادو په حواله ویل شوي چې د تخلیې اړوند یو تجویزي قرار جعلي ثابت شوی او د محمد میرزا کټوازي د نیولو او عدلي تعقیب غوښتنه شوې ده.

کمېسیون د دغو دلایلو پر بنسټ د نفت او ګاز له دولتي شرکت څخه غوښتنه کړې چې له محمد میرزا کټوازي، د هغه له زامنو، وروڼو، تره‌زامنو او نورو شریکانو سره ټول ترسره شوي قراردادونه لغوه کړي او د ترسره شويو اجرااتو په اړه ورته رسمي ډاډ ورکړي.

د کمېسیون په وینا، داسې معلومات هم شته چې ځینې قراردادونه د نوموړي له لوري د نورو کسانو په نوم اړول شوي دي.

دغه مکتوب د طالبانو ټولو وزارتونو او ادارو ته هم د کاپي په توګه لېږل شوی او له اړوندو بنسټونو څخه د قانون د تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

شرعي له دې وړاندې د زمري پر لومړۍ نېټه د طالبانو سترې محکمې ته هم له میرزا کټوازي سره د قراردادونو د لغو کولو په یو مکتوب استولی و.

په دغه مکتوب کې ویل شوي وو، چې محمد میرزا کټوازی په تېر کې د ناروا او غیرقانوني کړنو مرتکب شوی او له بېلابېلو لارو یې شتمني ترلاسه کړې ده. په مکتوب کې ادعا شوې چې نوموړی د مخدره موادو، سرو زرو او بهرنیو اسعارو په قاچاق کې لاس لري او همدارنګه د دولتي ځمکو د غصب تورونه هم پرې لګېدلي دي.

100%

په مکتوب کې تور لګېدلی، چې محمد میرزا کټوازي د خپل ژوند ډېره برخه د طالبانو په مخالفت او د پخواني «امریکایي نظام» په پیاوړتیا لګولې او له همدې لارو یې د پام وړ پانګه ترلاسه کړې ده.

کمېسیون ویلي و چې دا ډول اشخاص نه یوازې اسلامي ارزښتونو ته ژمن نه دي، بلکې تل د قانون خلاف عمل کوي او د خلکو باور، عادلانه بازار او د قانوني نظام بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي.

له دې وړاندې دریو سرچینو د زمري پر څلورمه او پنځمه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شرعي د ولسي جرګې پخوانی غړی کټوازی د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د ځمکو په جعلکارۍ تورن کړی او د نوموړي د ځمکو او پولي معاملاتو د تصفیې امر یې ور کړی دی.

سرچینو ویلي و، چې « د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، قبایلو وزارت ته څېرمه درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د نوموړي د ملکیتونو د اسنادو د تصفیې امر ورکړل شوی او ۲۰اړوند کسان یې نیول شوي دي».

د میرزا کټوازي په اړه ویل کیږي، چې له سراج الدین حقاني او ددې ډلې له کسانو سره یې نږدې اړیکې درلودې، خو اوس له هېواده بهر په متحده ایالاتو کې دی.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سراج الدین حقاني مخالف ګڼل کیږي او د هغه د مالي او نفوذي لارو پر ډب کولو تورن دی.

د طالبانو د عدلیې پر وزیر دغه راز تور دی، چې د خپلې کورنۍ غړو ته یې ځمکې د باج په ډول اخېستې او د پکتیا په تیرا کنډو سیمه کې یې د کټوازي یو سوداګریز مارکیټ تړلی او قرارداد یې په غیر قانوني ډول خپلو خپلوانو ته ورکړی دی. د سرچینو په وینا، یاد مارکیټ څلور کاله وړاندې میرزا کټوازي له قانوني مرحلو وروسته جوړ کړی و.

د طالبانو عدلیې وزیر په دې اړه د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له خپرېدو وروسته په دوو جلا مرکو کې دا «تورونه» وګڼل او ویې ویل، چې هیځ ځمکه او ځای یې نه دی غصب کړی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: د افغانستان پرېښودل داسې دي لکه ناروغ چې په «ای سي یو» کې یوازې پرېښودل شي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ هېواد دی او دده په وینا، پرېښودل یې داسې دي« لکه یو ناروغ چې د روغتون د جدي څارنې په څانګه (اې ‌سي‌یو) کې یوازې پرېښودل شي».

هغه پر ایکس پاکستان د افغانستان «مشر ورور» بللی او وړاندیز یې کړی چې اسلام‌اباد باید د پراخ زړه، مهربانۍ او مثبت چلند له لارې د افغانانو ذهن او باور خپل کړي.

اصف دراني لیکلي چې پاکستان باید د دواړو ملتونو، افغانانو او پاکستانیانو، په اړه له منفي او مخالفو لیدلوریو تېر شي او د واقع‌بینانه سیاست له مخې عمل وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې که څه هم په سیمه کې د سولې ټینګښت ښايي اسانه نه وي، خو د هوښیارې او حساب شوې سیاست‌ګرۍ له لارې د سوله‌ییز ګډ ژوند زمینه برابرېدلی شي.

هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي که د سیمې «دښمنان» خپلې څو لسیزې زړې تګلارې پرېږدي او مخ پر وړاندې حرکت وکړي، نو د سیمې سترې ستونزې حل کېدای شي.

د پاکستان دغه پخواني استازي زیاته کړې، که څه هم په عمل کې د سولې ترلاسه کول ستونزمن ښکاري، خو په یوه ګډ کور له دوو ویجاړوونکو نړیوالو جګړو وروسته د اروپا بدلېدو دا ثابته کړه چې ناممکن ممکن کېدای شي. هغه خبرداری ورکړی چې د جنوبي اسیا هېوادونه باید د اور د تودوخې د ازمېښت لپاره خپلې ګوتې ونه سوځوي.

اصف درانی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له څو میاشتو ترینګلتیا وروسته، په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي نښې ښکاره شوې دي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې مو په افغانستان کې له یو میلیون ډېرو کسانو سره مرستې کړې

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۰

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې په افغانستان کې له یو میلیون څخه زیاتو وګړو سره بشري او پرمختیايي مرستې کړې دي، چې لږ تر لږه ۴۰سلنه مېرمنې او نجونې ترې برخمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي باور صندوق د معلوماتو له مخې، دې صندوق په روان کال کې ۲۴.۷ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او د همدې مرستو له لارې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بنسټیز خدمات، اقتصادي فرصتونه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د مقاومت د پیاوړتیا پروژې عملي کړې دي.

یاد صندوق ویلي چې دا مرستې د تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو، د کارموندنې د محدودو فرصتونو د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې دوام لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، د یادو مرستو یوه مهمه برخه ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې، چې هغوی ته د بنسټیزو خدمتونو ترڅنګ د اقتصادي مشارکت او ټولنیز ملاتړ زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي باور صندوق ټینګار کړی چې د سیمه‌ییزو شریکانو او ځایي ټولنو په همکارۍ به دا هڅې دوام ولري.

د دې بنسټ په وینا، موخه یې دا ده چې افغانستان د درناوي او موخې له احساس سره بېرته ورغول شي او خلک وکولای شي له سختو شرایطو سره ـ سره خپل ژوند ته دوام ورکړي.

طالبانو په «میلادي کال» کې د خپلو لاسته راوړنو رپوټ خپور کړی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۰

په داسې حال کې، چې طالبان د لمریز او میلادي تقویم پرځای سپوږمیز تقویم کاروي، د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د روان میلادي کال په وروستۍ ورځ د طالبانو د بیلابیلو ادارو د تیر یوه کال رپوټ وړاندې کړی.

مجاهد د خپلې ډلې د لاسته راوړنو د تشریح په ترڅ کې ویلي، چې د ټاپي پروژې په چوکاټ کې تر اوسه په افغانستان کې ۱۶ کیلومتره پایپ غځول شوی او د پاتې ۸۷ کیلومتره د نصب زمینه برابره شوې، چې د پایپونو له رسېدو سره به هره ورځ یو کیلومتر پایپ نصب شي.

مجاهد زیاته کړې، چې د کانونو په سکتور کې له تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې د لسګونو کانونو د مسلکي استخراج او پروسس چارې پیل شوې او د نورو کانونو جیو فزیکي مطالعات بشپړ شوي چې د عملي کارونو پیل ته چمتو دي.

د طالبانو د ویاند وینا، د برېښنا په سکتور کې هم پرمختګ شوی او د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې د لسګونو مېګاواټو لمریزې برېښنا تولید پیل شوی، د عزیزي انرژۍ ګروپ سره د لس زره مېګاواټو د برېښنا تولید قرارداد لاسلیک شوی او له ګڼو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د برېښنا تولید په بېلابېلو برخو کې قراردادونه شوي دي.

مجاهد په خپل رپوټ کې وايي، چې د ترانسپورټ په سکتور کې د لویو لارو د بیارغونې چارې روانې دي، چې د کابل-غزني دویم لین سړک، د سالنګونو پاتې برخه، واخان دهلېز، کابل-ننګرهار دویم لین سړک، کابل-لوګر دویم لین سړک او د لومړۍ درجې ولایتونو د لسګونو سړکونو بیارغول پکې شامل دي.

همدارنګه د طالبانو ویاند ویلي چې د دویمې درجې ولایتونو سړکونه او د ولسوالیو ترمنځ لارې او د رېل پټلۍ له لارې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو چارې هم روانې دي.

د ښاروالیو د پرمختګ په برخه کې نوموړي ویلي، چې کابل ښاروالۍ په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ټول ښار لپاره ۳۷۵ پروژې پلان کړې وې، چې تر اوسه یې ۱۷۰ پروژې بشپړې شوې او ۲۰۵ نورې پروژې روانې دي.

کابل ښاروالۍ پرون د یوه هوايي پله د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل کړې.

دغه راز د صنعت سکتور کې مجاهد ویلي، چې افغانستان اوس مهال د کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو او نورو ۲۴ برخو تولیدات لري او د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابري شوي دي، چې کورني او بهرني پانګوال کولای شي په بېلابېلو صنایعو لکه کیمیاوي، ساختماني، د ماشین جوړونې، فلزاتو، درملو، چاپ، ترکاڼي، کاغذ، سپکو او خوراکي موادو کې پانګونه وکړي.

د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې ذبیح الله مجاهد وايي، چې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیت او د انرژۍ د لیږد لپاره نږدې او امنه لار بلل شوې او طالبانو د ټاپي، کاسا زر، افغان ټرانس، ټوټاپ او ټاپ پروژو د عملي تطبیق لپاره زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو ویاند وايي، چې د دې ډلې د ملي تدارکاتو کمیسیون په ۳۳ غونډو کې ۵۶۲ بېلابېلې پروژې د شاوخوا ۱۳۰،۶ میلیارده افغانیو په ارزښت منظورې کړي، چې دا ګام د هېواد د اقتصادي ودې، پراختیا او ځان بساینې لپاره مهم ګڼل کېږي.

د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د ۱۸،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په خپله وروستۍ ناسته کې د شاوخوا ۱۸،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹پراختیایي پروژې منظورې کړې دي.

یادې ادارې ویلي چې د ناستې د اجنډا له مخې ۴۴پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې او له ارزونې وروسته ۲۹پروژې تایید شوې او په نورو پروژو کې تعدیلات راوستل شوي دي.

د سرچینې په وینا، په منل شویو او تعدیل شویو پروژو کې د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې د تولید د ظرفیت لوړول، او همدارنګه، د حاجي‌ګک د اوسپنې کان لپاره د اوسپنې د پروسس فابریکې جوړول شامل دي.

دغه راز د ۲۲۵میګاواټه ظرفیت لرونکې حرارتي برېښنا د تولید د فابریکې جوړولو پروژه هم منظوره شوې ده. سربېره پر دې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتونونو د جوړولو او بشپړولو پروژې هم شاملې دي.

د طالبانو ارګ ویلي، چې د نورستان د کامدیش، د زابل په ارغنداب، په جوزجان کې د منګجک، د بغلان په ډنډغوري، د کندهار په دامان، په سرپل کې د سانچارک، په فاریاب کې د پښتون‌کوټ، د سمنګان په حضرت سلطان، د غور په ښارک، په میدان وردک کې د دایمیرداد، د کونړ په خاص‌ کونړ او د بلخ په البرز ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړولو پروژې منظورې شوې دي.

همدارنګه، په پنجشیر او دایکندي ولایتونو کې د ۱۰۰بستریزو روغتونونو د پاتې کارونو د بشپړولو ترڅنګ، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د لېږد او وېش ګڼې پروژې هم د دغو منظورو شویو طرحو برخه بلل شوې دي.

طالبان وایي، دا ټولې منظور شوې پروژې به د داخلي بودجې له لارې تمویل شي او موخه یې د اقتصادي ودې، د زیربناوو پراختیا او د عامه خدمتونو پیاوړتیا ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل دوه نیم میلیارده ډالر لګولي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازځي مرستیال اندریکا راتوته وايي، چې د یاد سازمان اړوندو ادارو د افغان کډوالو او راستنېدونکو پر ځای پرځای کولو او د ستونزو حل په برخه کې سږکال دوه نیم میلیارده ډالر لګولي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۰مه، د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتوته سره د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل او د مرستو رسولو بهیر په اړه خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې اندریکا راتوته ویلي، چې د روان میلادي کال په ترڅ کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره شاوخوا دوه نیم میلیارده امریکايي ډالر لګولي دي.

د هغه په وینا، دغه لګښتونه له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د دوامدارې ژمنتیا څرګندونه کوي.

د یوناما مرستیال ټینګار کړی، چې د طالبانو له ادارو سره همغږي اړینه ده او زیاته کړې یې ده، چې د راتلونکي کال لپاره د کډوالو د اړتیاوو د کره تشخیص په موخه به له کډوالو چارو وزارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د طالبانو ادارې د روان ژمي لپاره له راستنو شویو افغانانو سره د بېړنیو مرستو ځانګړی پلان جوړ کړی دی، چې د هېواد په کچه به پلی شي. د هغه په وینا، په هر ولایت کې به لږ تر لږه له زر کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته هم وشي.

د ناستې پر مهال د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د خیرغوښتونکو خلکو په همکارۍ یې د راستنو شویو لپاره د مرستو لړۍ پیل کړې ده او تمه یې ښودلې، چې زرګونو کورنیو ته به اړین خوراکي مواد ورسېږي.