ننګرهار کې ډاکټرانو د یوه ناروغ له پښتورګي «۸۹تیږې» ایستلې

د ننګرهار د یورولوژي جراحي متخصصانو د یوه ناروغ له کیڼ پښتورګي څخه نهه اتیا تیږې ایستلې دي. دغه ناروغ چې ۳۳ کاله عمر لري، نښتر روغتون ته د سختو دردونو له امله لیږدول شوی و، چې د روغتون په وینا، د متخصصینو په مرسته له معايناتو وروسته عملیات شو او روغتیایې حالت یې اوس د ډاډ وړ دی.





