زر پېښې او څلور زره وژل شوي کسان؛ ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره خونړی کال و

د سوېلي اسیا د ترهګرۍ معلوماتي راپور څرګندوي، چې په تېرو لسو کلونو کې ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال و. د راپور لهمخې، تېر کال په دې هېواد کې نږدې څلور زره کسان د تاوتریخوالي پېښو او بریدونو کې وژل شوي دي.
