روسیې اوکراین تورن کړ چې د نوي کال په شپه یې په یوه ډرون برید کې ۲۴ کسان وژلي دي

د اوکراین په سوېل خرسون کې د روسیې له‌خوا ټاکل شوي والي ولادیمیر سالدو کییف تورن کړ، چې د ډرون په یوه برید کې یې لږ تر لږه ۲۴ کسان چې یو ماشوم هم په‌کې شامل دی، وژلي دي. نوموړي وویل، دا کسان هغه مهال ووژل شول چې په یوه هوټل کې یې د نوي کال مراسم نمانځل.