• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوڅ بندیان د سیستان او بلوچستان خلکو ته: تاریخي فرصت رارسېدلی دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۰

یو شمېر بلوڅ بندیانو په یوه بیان کې د سیستان او بلوچستان له خلکو غوښتي، چې په اعتراضونو کې برخه واخلي او ټینګار یې کړی، چې «مه پرېږدئ دغه د ازادۍ څپه ستاسو د پیاوړي حضور پرته مخکې ولاړه شي» او د تهران، اصفهان، شېراز او د ایران د ټولو ښارونو له خلکو سره مرسته وکړئ.

په دې بیان کې د بلوچستان پر خلکو ټینګار شوی، چې له خپلو زرګونو کسیزو خلکو سره د هغه بلوڅي شور او غیرت په مټ چې تاریخ یې لړزولی، سړکونو ته ووځئ؛ هغه سړکونه چې تل د خلکو وو، نه د دیکتاتورانو.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

اسراییل په غزې تړانګه کې د ۳۷ مرستندویه سازمانونو فعالیت ځنډولی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۰
100%

اسراییل د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د ۳۷ لویو نړیوالو مرستندویه سازمانونو د فعالیت جوازونه ځنډول شوي دي. اسراییل ویلي چې د دې سازمانونو جوازونه د امنیت او شفافیت د شرایطو نه پوره کولو له امله ځنډول شوي.

له اسراییل بهر د یهودیانو په چارو کې د دغه هېواد اړوند وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې سازمانونو جواز د امنیت او شفافیت د شرایطو نه پوره کولو له امله ځنډول شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې اصلي ستونزه د دې سازمانونو له خوا د خپلو فلسطیني کارکوونکو بشپړ او تصدیق شوي معلومات نه وړاندې کول دي.

د اسراییلي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره دی چې د «ترهګرو عناصرو» د نفوذ مخه په بشردوستانه بنسټونو کې ونیول شي.

په کندوز کې یو خصوصي شرکت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰
100%

طالبانو ویلي، چې د «دوتاڼي» په نوم یو خصوصي شرکت غواړي په کندوز کې د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي. د دوی په وینا، دغه شرکت د یادې پروژې د تطبیق لپاره له طالبانو د ۲۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې ده.

د یاد شرکت مسوولینو د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په کندوز کې د طالبانو له والي سره د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تطبیق په پروژه کې د پانګونې پلان شریک کړی.

په کندوز کې د طالبانو د والي‌ دفتر د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د یو ګډ پلاوي د ټاکلو لارښوونه کړې.

طالبانو زیاته کړې، چې د همدې پروژې په پلي کولو سره به ۱۵ زره کورنیو ته ډاډمنه برېښنا برابره شي.

په جرمني کې غلو د یوه بانک ۳۰ میلیون یورويي خزانه لوټلې ده

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۰
100%

د جرمني پولیس وایي چې غلو د دغه هېواد د ګلزنکیرشن ښار د «شپارکاسه بانک»د یوې څانګې خزانه په نښه کړې او ګڼ شمېر د امانتونو او سروزرو ساتلو صندوقونه یې مات کړي دي. جرمنۍ رسنۍ وايي، چې ډېر زیانمن شوي مشتریان ترکي الاصله دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا شویو شتمنیو ارزښت شاوخوا ۳۰میلیونه یورو ته رسېږي.

پولیس وایي، د غلا پر مهال په بانک کې د اور لګېدود خبرتیا سیستم فعال شوی و، چې له امله یې اور وژونکي او د پولیس ځواکونه ودانۍ ته ورسېدل. د پلټنو پر مهال د خزانې خونې ته د ناقانونه ننوتلو نښې ولیدل شوې.

د پولیسو په وینا، غلو د یوې لویې برمې (ډریل) په وسیله ځانونه د بانک د خزانې خونې ته رسولي او هلته یې د امانتونو صندوقونه پرانیستي او لوټلي دي.

طالبانو د اسراییل له خوا د «سومالیه لیند» د دولت په توګه رسمیت پېژندنه په کلکه وغندله

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییل دغه اقدام د اسلامي هېواد د وېش هڅه بلل کېږي او په سیمه‌ییزه کچه د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري.

وزارت ټینګار کړی چې د داسې اقداماتو هېڅ قانوني مشروعیت یا بنسټ نشته.

په په خپرپاڼه کې د نړیوالو قوانینو د رعایت او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت ساتنې غوښتنه شوې او یادونه شوې، چې د سیمې په ثبات او امنیت کې د هر ډول بهرني مداخلت مخنیوی اړین دی.

اوکرایني بې پېلوټه الوتکو د روسیې د سیزران د تېلو تصفیه‌خونه په نښه کړي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۱ GMT+۰
100%

اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو او د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، دغه تصفیه‌خونه څو ځله په نښه شوې ده.

راپورونه وایي، چې د سیزران ښار یوه برېښنايي فرعي شبکه هم د برید هدف ګرځېدلې او یوه ویډیو د دغې شبکې پر مستقیم لګېدنه دلالت کوي.

د ښار اوسېدونکو د برید له امله د برېښنا پرې کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د روسیې چارواکو د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.